د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۳

له امریکا سره د خبرو لپاره د ایران شرط؛ اټمي تړون ته راستون شئ


(ښی-کین) د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او د ایران ولسمشر حسن روحاني.
(ښی-کین) د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او د ایران ولسمشر حسن روحاني.

د ایران ولسمشر حسن روحاني وايي تهران به هېڅکله له متحده ایالاتو سره تر فشار لاندې او له کمزوري موقفه خبرې ونه‌کړي.

ښاغلي روحاني یکشنبه «۲۰۲۰ کال د فبرورۍ ۱۶» تهران کې یو کنفرانس دایر کړی و او په بېلابېلو موضوع‌ګانو یې خبرې وکړې چې تر ټولو مهم‌یې له امریکا سره د ایران روان کړکېچ و.

روحاني وايي: "د امریکا ټول هدف دا دی چې په حد اکثر فشار سره په داسې حال کې چې خلک له سختیو سره مخ دي دولت (د ایران دولت) په کمزوري حالت کې د مذاکرې مېز ته کېني. دا هېڅ ممکن نه‌ده. هېڅکله له کمزوري حالته خبرو ته نه‌ورسره کېنو."

د ایران ولسمشر حسن روحاني
د ایران ولسمشر حسن روحاني

د ایران ولسمشر دا هم وویل چې امریکا تېرو کلونو کې هم د خبرو وړاندیز کړی او اوس‌یې هم کوي، خو د ده په خبره امریکا باید عادلانه شرایطو ته وروګرځي څو مذاکره ممکنه شي.

ښاغلي روحاني وویل ایران به هغه وخت له امریکا سره خبرې کوي چې متحده ایالات بېرته «برجام» اټمي تړون ته ورستون شي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې له ایران سره د نړۍ د اټمي قدرتونو له تړون ووت او په دغه هېواد یې سخت بندیزونه بیا پیل کړل. له ایران سره د نړۍ اټمي قدرتونو امریکا، بریتانیا، فرانسې، جرمني، اروپايي ټولنې، روسیې او چین په ۲۰۱۵ کال کې اټمي تړون لاسلیک کړ چې په اساس‌یې ایران د بندیزونو د لیرې کېدو او کمېدو په بدل کې د خپلو اټمي فعالیتونو د محدودولو ژمنه ورکړه.

له اټمي تړون د امریکا له وتلو وروسته پر ایران د بندیزونو بیاپیل.
له اټمي تړون د امریکا له وتلو وروسته پر ایران د بندیزونو بیاپیل.

ایران وروسته له هغه چې امریکا له دې تړون ووته تړون ته ژمنتیا پرېښوده او بېرته‌یې د یورانیمو بډاینه پیل کړه.

بډایه یورانیم د اټمي وسلو او بمونو په جوړولو کې کارول کېږي. د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي چې د ۲۰۱۵ کال د اټمي تړون مادې په کافي اندازه سختې نه‌وې څو د ایران د لیرې واټن ویشتونکو راکټونو او اټمي وسلو د جوړېدو او پراختیا مخه ونیسي او تهران اړ کړي څو په منځني ختیځ کې د خپلو نیابتي ډلو له تمویله لاس واخلي.

امریکا بیا پر ایران د فشارونو په دوام ټينګار کوي او وايي چې دغو فشارونو تر اوسه ښې پایلې ورکړي.

مونیخ په امنیتي کنفرانس کې همدا اوونۍ هم د ایران او امریکا د کړکېچ پر سر تاوده بحثونه وشول.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپيو وویل چې امریکا په جدیت هڅه کړې څو په منځني ختیځ یا اروپا کې د ایران د ترورېستي اقداماتو د پارونې لپاره دا هېواد له ډیپلوماتيکو سرچینو او مالي وړتیاوو محرومه کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په مونیخ غونډه کې د وینا پر مهال.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په مونیخ غونډه کې د وینا پر مهال.

د پومپيو ځانګړي سلاکار او د ایران په چارو کې استازي برایان هوک هم چمعه وویل چې په ایران باندې د امریکا فشارونو مثبتې پایلې ورکړي.

ښاغلی هوک وايي: "موږ په څه باندې زرو (ایراني یا له ایران سره تړلیو) خلکو او سازمانونو بندیزونه لګولي او نیت لرو چې دغه کار ته دوام ورکړو. ځکه ډېره سخته ده چې رژیم د چلند بدلون ته اړ کړای شي، مګر دا چې تاسو اقتصادي فشارونه، ډیپلوماتيکه انزوا او کلک مخنیوونکي پوځي اقدامات پرې وارد کړئ. امریکا دا درې واړه کارونه کړي او موږ یې د زیاتو ښو نتایجو شاهدان یو."

د پومپيو ځانګړی سلاکار او د ایران په چارو کې استازی برایان هوک
د پومپيو ځانګړی سلاکار او د ایران په چارو کې استازی برایان هوک

برایان هوک ایران د منځني ختیځ په بې‌ثباتۍ کې ښکېل وباله او د ملګرو ملتونو په امنیت شورا یې غږ وکړ چې په دغه هېواد زیات فشارونه وارد کړي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني بیا د یکشنبې په کنفرانس کې وویل چې په سیمه کې د ایران رول مهمه دی او د ایران له مرستې پرته د ده په خبره په منځني ختیځ او فارس خلیج کې د سولې او ثبات ټينګښت امکان نه‌لري.

XS
SM
MD
LG