د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۲

د سولې مشورتي لویه جرګه د ولسمشر غني په وینا پیلېږي


آرشیف
آرشیف

په پام کې ده د سولې مشورتي لویه جرګه په څو ساعتونو کې د ولسمشر محمد اشرف غني په وینا پیل شي.

افغان حکومت ویلي دي چې دا بندیان د درنو جرمونو په خاطر محکوم شوي او ولسمشر یې د خوشې کولو صلاحیت نه لري.

د افغانستان پلازمېنه کابل نن د سولې د مشورتي لویې جرګې کوربه دی.

دا درې ورځنۍ لویه جرګه به د هغو شاوخوا ۴۰۰ بندیانو د برخلیک په اړه ولسمشر ته سلامشورې ورکړي چې حکومت یې خطرناک بندیان بولي.

د سولې د مشورتي لویې جرګې د عامه اړیکو او مطبوعاتو د کمیټې غړي عنایت ساپي پرون ماښام آزادۍ راډیو ته وویل چې د جرګې د جوړېدو لپاره تیارۍ بشپړې شوي.

هغه زیاته کړه: "د مشورتي لویې جرګې لپاره ټول چمتووالی نیول شوی دی او تیارۍ او تدابیر یې ټول بشپړ شوي دي، له ولایتونو څخه د دې جرګې غړي کابل ته رارسېدلي او نن به دا جرګه د جلالتمآب ولسمشر محمداشرف غني له خوا رسماً پیل شي."

د ښاغلي ساپي په وینا په دې جرګه کې به شاوخوا ۳۲۰۰ کسان ګډون وکړي.

ولسمشراشرف غني تېره جمعه ویلي و، چې د افغانستان د اساسي قانون او د جزا د قانون له مخې دی د ۴۰۰ بندیانو د خوشې کولو صلاحیت نه لري نو ځکه د هغو د برخلیک په اړه مشورتي لویه جرګه رابولي. افغان حکومت وايي چې دا څلور سوه بندیان د لویو جرمونو په خاطر په جزا محکوم شوي دي.

ولسمشر غني
ولسمشر غني

ولسمشرغني پرون تېر ماښام په ارګ کې د سولې د مشورتي لویې جرګې له اداري پلاوي سره د کتنې پر مهال وویل چې د نننۍ لویې جرګې پرېکړه لیک باید د سولې مرکچي پلاوي، طالبانو او نړۍ ته واضح پیغامونه ولري.

د ارګ د خبرپاڼې له مخې افغان ولسمشر په دې کتنه کې نن- د زمري ۱۷مه نېټه د دې جرګې د جوېدو ورځ تاریخي او تاریخ جوړوونکې ورځ بللې ده.

خو طالبانو د سولې د مشورتي لویې جرګې د جوړېدو په غبرګون کې ویلي دي چې دا جرګه د طالب بندیانو د برخلیک په اړه د سلامشورو په پلمه رابلل کېږي خو دوی په دې اړه په خپل بیان کې زیاتوي چې ښايي له دې لویې جرګې د افغانستان د خلکو د هیلو او ارمانونو پرضد کار واخیستل شي.

د نننۍ جرګې د امنیت لپاره کلک تدابیر نیول شوي دي.

د سولې د مشورتي لویې جرګې امنیتي کمېسیون په یو بیان کې له خلکو غوښتي دي چې د دې غونډې په دریو ورځو کې د کابل او ولایتونو ترمنځ له تګ راتګ څخه ډډه وکړي.

XS
SM
MD
LG