د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۴

د ننګرهار پر محبس برید؛ د نفوذي کسانو د مرستې په اړه شکونه او پوښتنې


د ننګرهار محبس
د ننګرهار محبس

د ننګرهار پر محبس برید چې له امله‌یې ګڼو خلکو ته د سر او مال زیان واوښت، شکونه او پوښتنې راولاړې کړې دي.

د ننګرهار یو شمېر اوسېدونکي او د دوی ځیني استازي په دې شکمن دي چې ګوندې په دغه برید کې به د داعش نفوذي کسانو مرسته کړې وي.

دوی وایي، د نفوذي کسانو له رهنمایۍ او مرستې پرته د ننګرهار پر زندان برید، د هغه ماتول او بندیانو ته د تېښتې لاره ورکول ناشونې ده.

له دې ډلې د ننګرهار په ولایتي شورا کې د دغه ولایت د خلکو ځیني استازي وایي، د ننګرهار پر محبس چې د ښار په یوه مهمه نقطه کې دی او امنیتي تدابیر یې هم جدي دي، برید او د سلګونه بندیانو په تېښته بریالي کېدل، د دې ښکارندویي کوي چې نفوذي کسانو مرسته کړې.

د ننګرهار د ولایتي شورا غړي له دې ډلې ناصر کامه‌وال او سهراب قادري ازادي راډيو ته وویل: "دغه ځای ته راتګ، دغسې بریدونه ترسره کول، مخکې له مخکې ورسره د بندیانو ارتباط، د پېښې په وخت او ځای کې د محبس د مدیر او معاون نشتوالی، په داخل د محبس کې د لویو وینګونو دروازې خلاصې پاتې کېدل دا هغه څه دي چې په لویه کچه ورسره مرسته شوې ده، نو که مرسته نه‌وی نو تصادف هم نه‌و، په دې میاشتې میاشتې کار شوی دی."

د ننګرهار محبس ته څېرمه ودانۍ چې حمله کوونکو ورڅخه حمله کړې وه.
د ننګرهار محبس ته څېرمه ودانۍ چې حمله کوونکو ورڅخه حمله کړې وه.

"تاسې پوهېږئ چې د ولایتي شورا د وکیل په حیث څو ځلې محبس ته تللی یم، تر اوسه زه په دې نه‌پوهېږم چې د محبس دروازې څو او چېرته دي، د ورتګ او راتګ لارې څو او چېرته دي، نو بریدګر څنګه پوه شول او وتوانېدل چې زندان ته ننوځي، طبیعي خبره ده چې رهنمایي ورته شوې ده."

د ننګرهار د ولایتي شورا دغه استازي زیاتوي چې حکومت ورسره د تښتېدلو او پاتې بندیانو په اړه کره معلومات نه‌شریک کوي او هغه څه وایي چې د ولس په سترګو کې خاورې شیندل دي.

د ننګرهار د ولایتي شورا مرستیال اجمل عمر له ازادي راډیو سره په خپلو خبرو کې وویل، حکومت د ۱۰۰ یا ۱۲۰ په شااوخوا کې د تښتېدلو بندیانو ارقام ورکړي، په داسې حال کې چې د ده په خبره، شااوخوا ۴۰۰ بندیان تښتېدلي چې په‌کې داعشیان، طالبان او نور لوی مجرمین چې ۲۰ او ۳۰ کاله‌یې د بند موده وه، شامل دي.

د ننګرهار پر محبس له برید وروسته امنیتي ځواکونو سره د داعش ډلې بیرغ
د ننګرهار پر محبس له برید وروسته امنیتي ځواکونو سره د داعش ډلې بیرغ

ښاغلی عمر ادعا کوي چې یو شمېر بندیان له دې فرصته په استفادې د پیسو په مقابل کې هم خوشې شوي او د زندان مسؤلینو په دې خاطر چې بېرته خپل شمېر ډک کړي، له لارو کوڅو یې بې‌ګناه خلک نیولي او زندان ته‌یې اچولي دي.

اجمل عمر په ننګرهار کې د داعش ختمېدل هسې ادعا بولي او وایي، دا د پروژو اخیستل او خرڅول او د ولس په سترګو کې د خاورو شیندل دي.

ښاغلي عمر زیاته کړه: "مرکزي حکومت ادعا او غږ کوي چې ګوندې په ننګرهار کې یې داعش ختم کړ، نو نور باید ولس قضاوت وکړي، هغه چا چې د داعش د ختمېدو خبره کوله، دغه داعش بیا له کومه شو او دا څوک دي؟ نو دا مطلق دروغ دي، دا د ولس په سترګو کې خاورې شیندل او د پروژو اخیستل او خرڅول دي."

خو د افغانستان د ملي دفاع وزارت مرستیال او د ننګرهار پخواني والي شاه محمود میاخیل تر برید وروسته هم ازادي راډیو ته په خپلو څرګندو کې ویلي چې داعش ډلې په ننګرهار کې ماته خوړلې، جغرافیه‌یې له لاسه ورکړې، مهم کسان‌یې نیول شوي او وژل شوي، خو په خبره‌یې د بریدونو توان لا هم لري.

د تېرې یکشنبې په ورځ چې د اختر درېیمه وه، داعش وسله‌والو د ننګرهار پر عمومي محبس موټربم او وسله‌وال برید وکړ چې له امله‌یې ۲۵ کسان ووژل شول او ۴۸ نور ټپیان شول.

د رسمي شمېرو له مخې، د برید پر مهال په محبس کې ۱،۷۹۳ بندیان وو، اوس ترې شاوخوا ۶۰۰ بندیان مرکز ته انتقال شوي او په دې شمېر نور اوس هم په همدې محبس کې دي.

د ننګرهار چارواکي وایي، شااوخوا ۱۰۰ تنه بندیان تښتېدلي دي چې په اړه‌یې پلټنې کېږي او د نیولو هڅې یې روانې دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وایي، په تښتېدلو بندیانو کې داعشیان او طالبان او همدا شان یو شمېر کسان چې په نورو جرمونو نیول شوي وو، شامل دي.

عطاالله خوګیاڼی
عطاالله خوګیاڼی

ښاغلي خوګیاڼي پر محبس د برید په تړاو له بریدګرو سره د نفوذي مرستې او بریدګرو ته د رهنمایۍ په اړه ازادي راډيو ته وویل: ؛پر ننګرهار محبس برید یوه خواشینوونکې موضوع ده، ولایتي او مرکزي ادارې دواړه په دې باندې جدي کار کوي چې برید څه ډول پلان او په کوم ځای کې مسؤلینو خپل مسؤلیت په ښه توګه نه‌دی ادا کړی، هر اړخیزې څېړنې کېږي، له څېړنو وروسته به معلومه شي چې په کوم ځای کې څه ډول همکاري ورسره شوې، دا هغه پوښتنې دي چې له څېړنو وروسته به معلومه شي او له معلوماتو وروسته به هغو کسانو سره چې غفلت‌یې کړی وي، قانوني چلند به ورسره وشي."

د ننګرهار د ولایتي شورا د استازو څرګندونې او د والي د ویاند د څېړنو خبرې په داسې حال کې دي چې پر محبس تر برید یوه ورځ وروسته د ننګرهار امنیه قوماندان او د دغه ولایت د محبس مدیر مرکز ته ورغوښتل شوي او ویل کېږي چې تر څېړنو لاندې دي.

د ننګرهار پر امنیتي بنسټونو او ځایي چارواکو د خلکو نیوکې دا دي چې په خپلو کړنو او د ننګرهار د امنیت په تړاو له غفلته کار اخلي چې له امله‌یې دغه‌شان لویې پېښې او بریدونه رامنځته کېږي.

XS
SM
MD
LG