د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۷

هېواد: د خطرناکو زندانيانو د خوشې کولو واک له چا سره دی؟


یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کېدو په تړاو لیکنې او تبصرې چاپ کړې دي.

  • هشت صبح

هشت صبح په دې ټکو خپله سرمقاله پیل کړې ده، عدالت باید د سیاسي هوکړې قرباني نه‌شي.

ورځپاڼې پر افغان حکومت یو شمېر فشارونو ته اشاره کړې چې د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کېدو لپاره راوړل شوي دي.

خو هشت صبح د پاتې طالب بندیانو خوشې کول غیر قانوني بللي او لیکلي په دې سره به عدالت د سیاسي هوکړو قرباني شي.

سرمقاله کې ټینګار شوی چې افغانان هېڅکله د هغو مجرمینو د خوشې کېدو اجازه نه‌ورکوي کوم چې په بشري جنایت کې لاس لري.

  • هېواد

هیواد دولتي ورځپاڼې خپله سرمقاله په دې پوښتنې پیل کړې ده، د خطرناکو زندانيانو د خوشې کولو واک له چا سره دی؟

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، د دغو ۴۰۰ خطرناکو زندانيانو خوشې کول د ولسمشر او بيا د ټول حکومت واک او اختيار نه‌دی، ځکه په دوی کې داسې کسان هم شته چې وژونکي ترهګريز بريدونه‌يې کړي دي او ملکي وګړو ته‌يې سخت ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.

خو د سرمقاله لیکونکي په باور، افغان حکومت د دې لپاره ښه لاره غوره کړې چې هغه د مشورتي لويې جرګې رابلل دي چې په دې اړه تصميم ونيسي.

سرمقاله کې راغلي، دا مشورتي لويه جرګه به ډېره ژر جوړه شي او په وینا یې چې پرون په دې برخه کې د امريکا سفارت له چارواکو سره هم خبرې شوې دي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، دا ښه اقدام دی، ځکه ملت بايد په دې اړه تصميم ونيسي! په ورته مهال کې دا هڅې هم کېږي چې د اختر اوربند وغځول شي چې د سولې پر پروسې د خلکو باور زيات او بين‌الافغاني خبرو ته لار لنډه شي!

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې د اوربند د غځېدو په اړه لیکل کړي دي.

وړاندې د یو شمېر سرچینو له قوله راغلي چې په دې تړاو له بېلابېلو لورو سره بحثونه شوي، خو تر اوسه موافقه نه‌ده شوې.

ورځپاڼې د اختر په ورځو کې یو شمېر پېښو ته اشاره کوي چې لسګونه کسانو ته په‌کې مرګ‌ژوبله واوښته، خو د دغو پېښو پړه طالبانو او نورو ډلو نه‌‌ده منلې.

ورځپاڼې لیکلي، د افغانانو غوښتنه دا ده چې اوربند باید وغځول شي او د جګړې شدت راکم شي.

XS
SM
MD
LG