د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۵

د مصالحې عالي شورا: د اوربند د غځېدو په اړه له بېلابېلو لورو سره بحثونه شوي


ارشیف، د وسله‌والو طالبانو دوه جنګیالي او د افغانستان د وسله‌وال پوځ یو سرتېری په کابل کې د دغې ډلې او افغان حکومت د لومړني اوربند پر مهال. 16 June 2018
ارشیف، د وسله‌والو طالبانو دوه جنګیالي او د افغانستان د وسله‌وال پوځ یو سرتېری په کابل کې د دغې ډلې او افغان حکومت د لومړني اوربند پر مهال. 16 June 2018

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا وايي د درې ورځني اوربند د غځېدو په اړه له بېلابېلو لورو سره بحثونه شوي دي.

نن د لوی اختر درېیمه او په افغانستان کې د وسله‌والو طالبانو او حکومت ترمنځ د اعلان شوي اوربند درېیمه ورځ ده. داسې ښکاري چې دغه اوربند له ځینو خال خال امنیتي پېښو سره رعایت شوی دی.

د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون پرون شنبه ازادي راډیو ته وویل، دوی د اوربند د غځېدو پر امکان له بېلابېلو اړخونو سره خبرې درلودې: "د افغانستان د خلکو غوښتنه همدا ده چې دا اوربند وغځېږي. په دې اړه موږ بحثونه هم کړي دي. هم له ډاکټر صاحب زلمي خلیلزاد سره خبرې شوې دي، هم خپلمنځي له حکومت او نورو ادارو سره خبرې شوي چې دا اوربند څنګه غځېدای شي، ځکه د سولې پر پروسه د افغانانو باور زیاتېږي، دا به په اعتماد جوړونه او د بین‌الافغاني مذاکرو د پیل لپاره مهم ګام وي."

فریدون خوځون
فریدون خوځون

افغان حکومت او طالبانو د ۲۰۱۸م کال د کوچني اختر په درېیو ورځو او په تېر کوچني اختر کې هم درې ورځنی اوربند اعلان کړی و.

او د روان لوی اختر په مناسبت طالبانو تېره سې شنبه درې ورځنی اوربند اعلان کړ چې ګڼو سیاستوالو او سازمانونو یې هرکلی وکړ.

د دغه اوربند پر غځېدو د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تېره چهارشنبه له ولسمشر محمد اشرف غني سره هم خبرې کړې دي.

د عامو افغانانو ترڅنګ ځیني فعالان هم د وروستي اوربند چې نن‌یې درېیمه ده، د تمدید یا غځېدو غوښتنه لري.

ارشیف، د سولې ولسي حرکت غړي
ارشیف، د سولې ولسي حرکت غړي

د سولې ولسي حرکت مشر اقبال خیبر په دې اړه پرون شنبه ازادي راډیو ته وویل: "نور هېڅ اړتیا نه‌شته چې د خلکو په وژلو موږ ځانونه لوړ او ګټونکي وښیو. که له خلکو او خپل ولس سره ښه کوو او د وژنو مخه نیسو، ښه خبره دا ده چې دا اوربند تمدید شي. طالب دې پر خپل ځای ناست وي، حکومت دې پر خپل ځای ناست وي، د اوس په څېر دې د یو بل سیمو ته نه‌ورځي، په دې کې به د خلکو باور هم زیات شي او یو څو کسان په ژوندي پاتې شي چې د دې سولې خوند وویني او دا سوله په خپلو سترګو وګوري."

ذبیح‌الله مجاهد چې ځان د وسله‌والو طالبانو ویاند معرفي کوي وايي د دوی مشرانو د روان اوربند د تمدید په اړه لا کومه پرېکړه نه‌ده کړې او که په دې اړه کوم پرمختګ کېږي دوی به له رسنیو سره دا موضوع شریکوي.

د غزني دوه اوسېدونکي د روان اوربند د غځېدو د دوام غوښتنه لري: "خیر محمد یم د غزني ولایت اوسېدونکی، د اختر په راتګ سره طالبانو اوربند اعلان کړ چې موږ سخت ورته خوشحاله یو. موږ ته تمه پیدا شوې چې سوله به راځي. موږ له طالبانو، دولت او ښکېلو اړخونو غواړو چې اوربند وغځوي، جګړه بنده کړي او ولس په سوله کې ژوند وکړي."

"احمد الله یم د غزني ولایت اوسېدونکی. ښه خبره ده چې سږ کال په لوی اختر کې اوربند شوی دی. هیله مو دا ده چې دا اوربند وغځېږي. د اختر په دغو درېیو ورځو کې خلک خوشحاله دي. خدای دې وکړي وضعیت دوام وکړي او دا اوربند دایمي اوربند شي."

که څه هم له اختر یوه ورځ مخکې د لوګر په مرکز پل علم کې په یوه موټربم چاودنه کې لسګونه کسان مړه او ټپیان شول او د اختر په لومړۍ ورځ په هرات کې یوې چاودنې ۱۴ کسان ټپیان کړل، خو د دغو پېښو پړه طالبانو او نورو ډلو نه‌ده منلې.

ارشیف، په غزني کې د طالبانو یو شمېر جنګیالي
ارشیف، په غزني کې د طالبانو یو شمېر جنګیالي

بل‌خوا طالب ویاند ذبیح‌الله مجاهد ادعا کړې چې دوی په هلمند کې د حکومت یوه حمله په شا تمبولې او له دې پرته د اوربند جریان ښه روان و.

که څه هم ځینو فعالانو او عامو افغانانو د اعلان شوي درې ورځني اوربند د غځېدو او دایمي کېدو غوښتنه کړې ده، خو د افغانستان حکومت او طالبانو د دغه اوربند د تمدید په اړه رسماً د کومې پرېکړې اعلان نه‌دی کړی.

XS
SM
MD
LG