د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۵

د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ د اوربند تر سیوري لاندې د لوی اختر دوهمه ورځ


ارشیف
ارشیف

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د اوربند له پیل سره تر دا مهاله په ټول افغانستان کې هېڅ امنیتي پېښه نه‌ده رامنځته شوې.

بختیار چې په کابل کې د اختر په دوهمه ورځ له کوره په چکر راوتلی، له ازادي راډیو سره په خبرو کې وايي: "ټول خلک اوربند ته اړتیا لري، د اوربند په دې ورځو کې ټول خلک په ارامۍ سره تګ راتک کوي، موږ له دواړو خواو غواړو چې اوربند وشي ترڅو خلک په ارامه ژوند وکړي."

عرفان چې له خپلو ملګرو سره ښار ته راغلی وايي، کاش دا اوربند د تل لپاره وي.

هغه زیاته کړه: "ښه وشو چې طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو اوربند وکړ، موږ د امنیت له اړخه هېڅ تشویش نه‌لرو او په خوشحالۍ سره اختر نمانځو."

د کابل پولیس
د کابل پولیس

طالبانو په لوی اختر کې له افغان امنیتي ځواکونو سره اوربند اعلان کړ چې د هېواد دننه او بهر یې هرکلی وشو.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د اوربند له پیله تر دا مهاله هېڅ یوه امنیتي پېښې نه‌ده رامنځته شوې.

د دې وزارت ویاند طارق ارین د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، یوازې د اختر په شپه په لوګر ولایت کې یوه غمیزه رامنځته شوه چې د طالبانو کار و.

هغه زیاته کړه: "له تېرې ورځې راپه دې خوا تر اوسه کومه ستره امنیتي پېښه نه‌ده شوې، خو له بده مرغه د اختر په شپه طالبانو په لوګر ولایت کې یوه غمیزه رامنځته کړه چې په ترڅ کې ګڼ شمېر افغانانو ته مرګ‌ژوبله واوښته، موږ هیله لرو چې د اختر تر پایه دغه اوربند په سمه توګه دوام ومومي او له اختر وروسته هم د افغانانو غوښتنې ته لبیک وویل شي."

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین

لیدل کېږي چې د تېر کوچني او اوسني لوی اختر ترمنځ د امنیتي پېښو له اړخه کوم ځانګړی توپیر نه‌شته، د تېر کوچني اختر په دوهمه ورځ هم د افغانستان امنیت شورا ویلي و چې هېڅ یوه امنیتي پېښه نه‌ده رامنځته شوې.

یوازې په تېر اختر کې د یو هاوان مرمۍ له کبله چې د لغمان ولایت په عليشنګ ولسوالۍ کې لږېدلې وه او له امله‌یې لږترلږه ۴ کسه‌یې مړه کړي و او ۷ نور ټپیان و.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، افغان حکومت د اوربند د غځېدو غوښتونکي دی او باید اوربند وغځېږي.

د افغانستان حکومت او طالبان د ۲۰۱۸ کال اوربند
د افغانستان حکومت او طالبان د ۲۰۱۸ کال اوربند

د ښاغلي ارین په خبره، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د ولسمشر د فرمان له مخې په دفاع حال کې دي.

که څه هم افغان امنيتي چارواکو په لوګر ولایت کې د رامنځته شوې پېښې مسؤلیت پر طالبانو واچاوه، خو طالبانو بیا دغه برید غندلی او ویلي دي چې دا د دوی کار نه‌و.

د راپورونو له مخې تېره ورځ چې د اختر لومړۍ ورځ وه د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې هېڅ یوه امنیتي پېښه نه‌ده رامنځته شوې.

XS
SM
MD
LG