د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۸

عبدالغفار داوي څه ډول او ولې له زندانه د افغانستان بانک ته تللی و؟


د افغانستان بانک
د افغانستان بانک

د افغانستان بانک نوې رهبري او پرله‌پسې درېیم جنجالي بحث!

د افغانستان بانک ته د کابلبانک د پورړوي او په ۹ کاله بند محکوم عبدالغفار داوي ورتګ غبرګونونه راپورته کړي دي.

عبدالغفار داوي چې د کابلبانک د ډېوالي کېدو په مسئله کې د فساد له کبله په ۹ کاله بند او ترڅنګ‌یې د ۳۸ میلیونه ډالرو په ورکړې محکوم شوی دی، د دوشنبې په ورځ د افغانستان بانک د سرپرست اجمل احمدي دفتر ته ورغلی دی.

دې بانک په یوه خپره کړې اعلامیه کې دا موضوع تأیید کړې، خو وايي اجمل احمدي ښاغلی داوي له خپل دفتر بېرته ایستلی دی.

خو پوښتنه دا ده چې ښاغلی داوي د افغانستان بانک ته د څه کار لپاره تللی و؟

د افغانستان بانک په دې اړه وضاحت ورکولو ته نه‌حاضرېږي او په دې اړه په خپلې خپره کړې اعلامیې بسنه کوي.

د دې بانک په اعلامیه کې راغلي "په ولسي جرګه کې د هلمند استازي کریم اتل ښاغلی عبدالغفار داوي د اجمل احمدي دفتر ته له ځان سره راوستلی، څو د هغې د قضیې اړوند په اړه ورسره خبرې وکړي."

خو ایا د افغانستان بانک د کابلبانک قضیه کې د ښکېلتیا چې ځانګړی کمېسیون ورته جوړ شوی، د لاسوهنې حق لري؟

د افغانستان بانک پخوانی دوهم مرستیال قسیم رحیمي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دا کار د بانک د صلاحیتونو او رهبرۍ پلاوي له واکونو پورته دی.

ښاغلی رحیمي زیاتوي: "د مرکزي بانک صلاحیتونه د افغانستان بانک په قانون کې روښانه دي. د افغانستان بانک په دې ډول قضیو کې هېڅ واک نه‌لري، د دې بانک سیاسي کول او له خپلو واکونو ناوړه ګټه اخیستل او فساد ته لار هوارول دي."

د ښاغلي رحیمي له قوله، ولسمشر د کابلبانک د تصفیې لپاره کمېسیون ټاکلی او د پورونو د اخیستنې او جایدادونو د ضبط ټول واکونه‌یې ورسپارلي دي.

کابلبانک
کابلبانک

د افغانستان د حقوق‌پوهانو ټولنې مرستیال سبحان مصباح هم له حقوقي اړخه یوې مهمې ادارې ته د یوه مجرم ورتګ هېښوونکی بولي.

ښاغلی مصباح وايي، نه د ولسي جرګې غړی او نه هم د افغانستان بانک مسئولان په دې برخه کې د منځګړیتوب حق لري.

ښاغلی مصباح وايي: "د افغانستان بانک له لاسه دا موضوع له لاسته وتلې ده. رئیس د افغانستان بانک په دې برخه کې په‌کې هېڅ ډول تفاهم او منځګړیتوب نه‌شي کولای. هغه ډول چې محکمې حکم کړی، پیسې به ورکول کېږي او بیت‌المال ته به ورځي."

خو دا چې عبدالغفار داوي له زندان تر افغانستان بانک څه ډول ورسېد، په اړه‌یې هېڅ روښانتیا نه‌شته.

موږ د افغانستان له امنیتي بنسټونو سربېره، د زندانونو د تنظیم ادارې څخه په دې اړه وضاحت وغوښت، خو له ډېرو اړیکو سره سره خبرو ته حاضر نه‌شول.

د افغانستان بانک د سرپرست په توګه د اجمل احمدي له ټاکل کېدو وروسته، دا درېیمه پېښه ده چې بحثونه راپورته کوي.

اجمل احمدي
اجمل احمدي

د دې بانک د مرستیالانو او ځینو کارکوونکو ګوښه کول، په بانک کې د نږدې څلور ساعته برښنا پرې کېدل او د امنیتی کمرو بندېدل او همدا ډول د عبدالغفار داوي ورتګ، هغه مسئلې دي چې د خلکو اندېښنې یې راپورته کړې دي.

خو د افغانستان بانک هر ځل د دې ډول مسئلو په اړه یوه اعلامیه خپروي، مګر خبرو ته‌یې هېڅ مسؤل نه‌حاضرېږي.

XS
SM
MD
LG