د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۳

روسيې او امریکا د اټمي وسلو په اړه ۳ ورځنۍ خبرې پیل کړې


ارشیف
ارشیف

روسي او امریکايي چارواکو پرون د سې شنبې په ورځ د اټمي وسلو د کنټرول په اړه درې ورځنۍ خبرې پیل کړې.

دا اقدام تر یو کال په کمه موده کې شوی چې د نړۍ د ۹۰ فیصده اټمي وسلو د کنټرول موافقه تر وخت تېره شي.

تېره میاشت د اتریش په پلازمېنه کې امریکا او روسیې د اټمي وسلو د کنټرول د موافقې پر پاته برخه خبرې وکړې.

دا د ۲۰۱۰م کال د نوي ستراتېژيک تړون په نوم د اټمي وسلو د کنټرول موافقه ده چې د نیوسټارټ په نوم هم یادېږي. په دې موافقه کې د اوږده واټن اټمي سروکو شمېر یاد شوی چې دواړه هېوادونه کولای شي ويې لري او دا موافقه په راتلونکې فبرورۍ میاشت کې پای ته رسېږي.

د اټمي وسلو د کنټرول په برخه کې د امریکا ولسمشر ځانګړي استازي مارشال بلینګ سلي او د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سرګي ریابکوف د اټمي موافقې پر نوې بڼه تېره میاشت توافق وکړ.

د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر په وینا، کاري ګروپونه به پر نظامي اصولو او ظرفیتونو، شفافیت او تأیید کار کوي او همداراز به په فضا کې پر امنیت کار کوي.

اټمي خبرې په داسې حال کې دي چې د جولای په ۲۷مه په یوه ورځنۍ غونډه کې د فضا پر امنیت خبرې وشوې او دا هغه موضوع ده چې امریکا او روسیې ورباندې له ۲۰۱۳م کال راهیسې خبرې نه‌وې کړې.

ارشیف

امریکا په فضا کې د مسؤلانه چلند وړانديز کړی دی چې په اوسنیو جګړو کې د انساني اصولو له مخې ګڼل کېږي.

روسیه او چین د اټمي وسلو د محدودیت په یوه نړیواله موافقه کې نور وړانديزونه لري.

د یوې ورځنۍ غونډې وروسته هېڅ اعلامیه نه‌شوه خپره.

د امریکا د نړیوال امنیت او اټمي وسلو د محدودیت مرستیال کریسټوفر فورډ تېره اوونۍ د جولای په ۲۴مه نېټه یوې خبري غونډې ته وویل چې امریکا هیله درلوده دا غونډه به ښکېلو لورو ته فرصت برابر کړي چې په فضا کې امنیت او ثبات ټینګ کړي او د مسؤلانه چلند لارې چارې به رامنځته شي.

ده همداراز وویل چې مسکو او پيکنګ له مخکې لا له فضا څخه د جګړې ډګر جوړ کړی دی.

امریکا او بریتانيا پر روسیې تور پورې کړی چې د جولای په ۱۵مه نېټه‌یې په فضا کې بالستیک توغندي تجربه کړل.

مسکو دا تورونه رد کړي او دا پېښه‌یې په فضا کې د یوې بېړۍ څخه د بلې څارنه بللې.

XS
SM
MD
LG