د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۴

'د کویډ۱۹ مخنیوي په خاطر ښايي د سرحدونو تړل اغېز ونه لري'


آرشیف
آرشیف

د روغتیا نړیوال سازمان وایي، پر بهرنیو سفرونو محدودیت تر نامعلومې نېټې نشي پاتې کېدای او هېوادونه باید د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره په خپلو پولو کې لا ډېرې هڅې وکړي.

په تېرو څو ورځو کې، د کرونا ویروس د مثبتو پېښو ډېرېدو ځینې هېوادونه اندېښمن کړي دي.

یو شمېر هېوادونو پر سفرونو بیا ځلي محدودیتونه لګولي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان وایي، د پولو تړل ښایی ډېر اغېز ونه کړي، بلکې باید په سرحدونو کې روغتیایې تدابیرو ته لا ډېره پاملرنه وشي.

د دغه سازمان د بېړینو پروګرامونو مسئول مایک راین د دوشنبې په ورځ په یوه غونډه کې وویل چې امکان نه لري پولې تر پایه تړلې پاتې شي او تر نامعلومې مودې پورې پر بهرنیو سفرونو محدودیت لګېدلی وي.

مایک زیاته کړه: "د هېوادونو لپاره به تقریباً ناممکنه وي چې تر نامعلومې مودې پورې یې پولې تړلې پاتې وي، کسب او کارونه باید پرانیستل شي، خلک باید کار وکړي او سوداګرۍ باید پیل شي."

د روغتیا د نړیوال سازمان دغه چارواکی زیاتوي چې ښایي د ټولو هېوادونو لپاره د یوې طریقې عملي کول د اجرا وړ نه وي، ځکه له کرونا ویروس سره د هر هېواد چلند توپیر درلود.

د بیلګې په ډول سویډن د یاد ویروس د خورېدو له پیله په عمومي ډول خلک قرنطین نه کړل او په تېرو شپږو میاشتو کې یې د ماسک اغوستل اجباري نه کړ.

په هغه هېواد کې ټولنیز واټن هم ډېر نه مراعاتېږي.

په سویډن کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر نژدې اتیا زره کسانو ته رسېږي.

بلخوا بریتانیا هغو کسانو ته چې له اسپانیا ورځي، قرنطین ټاکلی دی او په دې ترتیب یې له نورو اروپایي هېوادونو سره د کرونا ویروس پر وړاندې چلند توپیر لري.

آرشیف، لندن کې روغتیايي کارکوونکی یو کس معاینه کوي
آرشیف، لندن کې روغتیايي کارکوونکی یو کس معاینه کوي

دغه راز جرمني چې په وروستیو ورځو کې د کرونا پېښې په کې ډېرې دي، وایي ډېری پېښې له هغو کسانو سره ور وړل شوي چې له ترکیې او د بالکان له لویدیځ څخه دغه هېواد ته ورغلي دي، خو په جرمني کې د سفرونو محدودیت ډېر کم شوی دی.

د امریکا متحده ایالات هم له چین او اروپایي هېوادونو څخه سفرونه منع کړي دي او ویلي یې دي چې د بېړنیو اړتیاوو په صورت کې به ورتلونکي مسافر د دوو اونیو لپاره قرنطین کېږي.

د روغتیا د نړیوال سازمان مشر ټیدروس اډهانوم ګیبریسوس د دوشنبې په ورځ وویل چې د کرونا ویروس په نړۍ کې تر ټولو ناوړه وضعیت رامنځته کړی دی.

هغه وايي: "شپږم ځل دی چې د نړیوالو معیارونو پر اساس په نړۍ کې بېړنی روغتیایې حالت اعلانېږي، خو دا ځل تر ټولو شدید دی."

د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې تر دوشنبې پورې تر ۱۶ میلیون او درې سوه زره ډېر کسان په ټوله نړۍ کې په کرونا ویروس اخته شوي دي او له همدې ویروس څخه د مړو شمېر تر ۶۵۰ زرو اوښتی دی.

نژدې نهه نیم میلیون کسان بېرته له دې ناروغۍ روغ شوي دي چې ډېری یې په برازیل او امریکا متحده ایالاتو کې دي.

XS
SM
MD
LG