د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۱

د چین په چنګدو کې د امریکا کونسلګري وتړل شوه


چنګدو کې د امریکا د کونسلګرۍ مخې ته پولیس د تېرېدو په حال کې لیدل کېږي.
چنګدو کې د امریکا د کونسلګرۍ مخې ته پولیس د تېرېدو په حال کې لیدل کېږي.

وروسته له هغې چې د امریکا متحدو ایالتونو په هیوسټن ښار کې د چین کونسلګرۍ د تړلو امر وکړ، د چین له خوا د ځوابي اقدام په توګه په چنګدو کې د امریکا کونسلګرۍ وتړل شوه.

د چین دولتي ټلویزیون داسې انځورونه خپاره کړي چې ښيي نن سهار وختي په چنګدو کې د امریکا بیرغ له کونسلګرۍ راکښته کېږي او د کونسلګرۍ کارکوونکي هڅه کوي چې نن دوشنبه، تر ورکړل شوي مهلت مخکې ودانۍ پاکه کړي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت وویل په چنګدو کې د امریکا کونسلګرۍ خپل فعالیتونه ځنډولي دي.

دغه وزارت په دې اړه د خواشینۍ څرګندولو سره ویلي، د چین په سویل لوېدیځ کې دغه کونسلګرۍ له ۳۵ کلونو راهیسې د تبتیانو په ګډون د چین د لوېدیځ له خلکو سره زموږ د اړیکو مرکز و.

امریکایي ډیپلوماتان د چین په سویل لویدیځ چنګدو کې له کونسلګرۍ په وتو دي.

دا وروسته له دې چې چین د دغه ډیپلوماتیک ماموریت د تړلو امر وکړ.

په تېرو دوو ورځو کې ځايي اوسېدونکي د ودانۍ شا و خوا راټول شوي وو، د چین بیرغ یې رپاوه او سیلفي عکسونه یې اخیستل.

تر دې مخکې د واشنګټن په امر د جولای پر ۲۴ مه، د امریکا د ټکزاس ایالت په هیوسټن ښار کې د چین له کونسلګرۍ چینايي ډیپلوماتان ووتل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو تور پورې کړی چې چین له دغې کونسلګرۍ د معنوي مالکیت د غلا او جاسوۍ لپاره کار اخیست.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په چنګدو کې د امریکا د کونسلګرۍ تړل کېدل، د امریکا د متحدو ایالتونو د غیرمسوولانه اقداماتو په وړاندې یو مشروع او اړتیا وړ اقدام و.

د واشنګټن او پیکنګ ترمنځ له وړاندې خرابې شوې اړیکې وروسته له هغې لا ترینګلې شوې، چې دواړو هېوادونو د بالمثل اقدام په توګه د یو بل کونسلګرۍ وتړله.

امریکايي چارواکو تېره اوونۍ وویل، یوه سینګاپوري سړي خپل جرم منلی چې په امریکا کې یې د چین استخباراتي ادارو ته د غیرقانوني اجنټ په توګه فعالیت کاوه.

امریکايي چارواکو دغه راز په ویزو کې د درغلۍ او ویزې ته د درخواست ورکولو پر مهال د چین د خلکو د ازادۍ له پوځ سره د خپلو اړیکو پټولو په تور، څلور چینايي څېړونکي نیولي دي.

د نړۍ د لویو اقتصاد لرونکو هېوادونو د امریکا د متحدو ایالتونو او چین ترمنځ اړیکې د چین له خوا د کرونا وبا د مدیریت، د هانک هانګ د حقونو او ازادۍ د محدودیت، تجارتي لانجو او نورو کړکېچونو له کبله ترینګلي شوي دي.

واشنګټن د چین په شین جیانګ سیمه کې له بشري حقونو د سرغړونو له کبله پر چین فشارونه زیات کړي دي.

په دغه سیمه کې چین تر یو ملیون زیات اویغور مسلمانان او د خلکو نورې ډلې په موقتي کمپونو یا هم زندانونو کې راغونډ کړي دي.

XS
SM
MD
LG