د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۷

امریکا کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر له ۴۰ لکو واوښت


امریکا کې په کرونا ویروس اخته ناروغ روغتون ته د لېږدولو پر مهال
امریکا کې په کرونا ویروس اخته ناروغ روغتون ته د لېږدولو پر مهال

په امریکا کې په 'کووېډ-۱۹' د اخته کسانو شمېر له ۴۰ لکو واوښت. په متحده ایالاتو کې په 'کووېډ-۱۹' د اخته کسانو شمېر په ۹۸ ورځو کې یو میلیون ته ورسېد، خو د هغو شمېرو له مخې چې د پنجشنبې په ورځ د جولای په ۲۳مه اعلان شوې، د 'کووېډ-۱۹' د ناروغانو شمېر یوازې په ۱۶ ورځو کې له درې میلیون څخه څلور میلیونو ته لوړ شو.

په امریکا کې د کرونا وبا لومړنی مرکز نیویارک و، خو اوس‌یې عمده مرکزونه په جنوب او لوېدیځ کې دي او فدرال او ایالتي چارواکي پر دې لانجه کوي چې د دې ناروغۍ مخه په څه ډول ونیسي. یوه مسئله چې چارواکي نه پرې سلا کېږي دا هم ده چې څنګه او کله د دې ویروس د مخنیوي په مقصد لګول شوي ټولنیز او اقتصادي محدودیتونه لیرې شي.

ولسمشر ډونالد ټرمپ چې د انتخاباتو په درشل کې یې په خلکو کې د محبوبیت کچه د روغتیايي بحران له کبله راټیټه شوې، ډېر وخت د ماسک له تړلو ډډه کوله، خو په روانه اوونۍ کې یې له خلکو وغوښتل چې ماسک وکاروي.

که څه هم ټرمپ په دې برخه کې کوم رسمي فرمان نه‌دی ورکړی، خو د روغتیا وزارت مرستیال بریت ګیرویر 'Brett Giroir' پرون پنجشنبه د جولای په ۲۳مه د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د مخنیوي په برخه کې د ماسک د اهمیت یادونه وکړه.

XS
SM
MD
LG