د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۴

د کابل په رابعه بلخي روغتون کې پر کویډ۱۹ اخته کسانو لپاره جلا څانګه پرانیستل شوه


رابعه بلخي روغتون کې د کویډ۱۹ اخته کسانو لپاره د درملنې د مرکز یوه خونه.
رابعه بلخي روغتون کې د کویډ۱۹ اخته کسانو لپاره د درملنې د مرکز یوه خونه.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت د کابل په رابعه بلخي روغتون کې د کویډ۱۹ ناروغانو لپاره جلا څانګه پرانیسته.

یاد وزارت ازادي راډیو ته وویل تر دې دمه په کابل کې په کرونا ویروس اخته کسانو د درملنې لپاره په روغتونونو کې ۴ جلاخونې جوړ شوې او په پام کې ده چې وزارت په پلازمېنه او یو شمېر نورو ولایتونو کې د کویډ۱۹ ناروغانو لپاره داشان نورې جلا خونې هم جوړې کړي.

که څه هم د تېر په پرتله د کویډ۱۹ ناروغۍ د کمښت په تړاو خوشبیني ډېره شوې، خو د عامې روغتیا وزارت په دغه ویروس د اخته ناروغانو لپاره په ځانګړي ډول په پلازمېنه کابل کې د لا ډېرو جلاخونو د جوړول خبر ورکوي.

د وزارت د نشراتو مشر سید جامع د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د عامې روغتیا وزارت نن د کابل په رابعې بلخي روغتون کې د کويډ۱۹ ناروغانو لپاره یو جلا څانګه پرانیسته چې په دې سره په کابل کې د دغو خونو شمېر ۴ ته ورسېد.

هغه زیاتوي: "نن موږ د رابعې بلخي روغتون کې په کرونا اخته کسانو لپاره د جلا څانګې یا تجرید ځای د پرانیستو شاهدان یو، چې موخه یې په کویډ ۱۹ ناروغۍ اخته کسانو لپاره د ښه خدمتونو رسول دي، داشان خونې به نورې هم جوړې شي."

جمهوریت،ابن سینا، رابعه بلخي هغه روغتونونه دي چې د کویډ۱۹ ناروغانو لپاره په کې جلا خونې یا څانګې جوړې شوې دي.

د ښاغلي جامع په وینا په پام کې ده چې راتلونکو څو ورځو کې په وزیر محمد اکبر خان روغتون کې هم په کرونا ویروس د اخته کسانو لپاره یوه جلا خونه جوړه شي.

د عامې روغتیا وزارت د نشراتو مشر په تېرو ۲۴ ساعتوو کې د کوويډ-۱۹ ناروغۍ د تازه پېښو په تړاو هم معلومات ورکړل.

هغه زیاته کړه: "په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۳۷۷ مشکوکو پېښو له ډلې ۱۱۲ یې مثبتې ثبت شوي او ۴ کسان د دې ناروغۍ له امله مړه شوي دي، خو له نیکه مرغه په تېرې یوې شپې او ورځې کې ۱۶۸ کسان بیا له کرونا ویروس نور بېرته روغ شوې دي چې له دې سره هېواد کې د بېرته روغ شویو شمېر ۲۳ زره ۹۰۷ ته رسېږي."

تر دې دمه هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو رسمي شمېر ۳۵۷۲۷ ښودل شوی دی.

اوس د لوی اختر په رارسېدو دا وزارت د عامې روغتیا وزارت اندېښمن دی چې په دغه ویروس ډېر کسان ککړ نشي نو ځکه یې له خلکو غوښتي چې روغتیايي سپارښتنې په پام کې ونیسي.

XS
SM
MD
LG