د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۱

ولسي جرګې د 'ملي دسترخوان' طرحه ولې رد کړه؟


د ولسي جرګې غړي
د ولسي جرګې غړي

د افغانستان ولسي جرګې د سې شنبې په ورځ (د جولای په ۲۱مه نېټه) د 'ملي دسترخوان' په نوم د حکومت هغه طرحه رد کړه چې له مخې يې ټاکل شوې وه له بې‌وزله خلکو سره مرسته وشي.

ولسي جرګې د دې طرحې پر ځای د مالي او بودجې کمېسیون بدیله طرحه تصویب کړه چې پر پراختیايي کارونو راڅرخي.

د یاد کمېسیون رئیس میر افغان صافي د سې شنبې په ماښام ازادي راډيو ته وویل چې د ملي دسترخوان طرحه د افغانستان د اساسي قانون د ۹۱ مادې پر خلاف وه او پر همدې اساس دوی ولسي جرګې ته یوه بدیله طرحه وړاندې کړه. دی د 'ملي دسترخوان' د طرحې د ردېدو ځیني لاملونه یادوي.

ښاغلی صافی وايي: "د 'ملي دسترخوان' په پروسه کې، شفافیت نه‌وو. د افغانستان ډېره برخه د مخالفینو په لاس کې ده. هلته‌یې څه ډول نظارت کېدای شوی؟ بل، کومه ساحه چې د حکومت په لاس کې ده، له هغې هم ځينې برخې د زورواکو په لاس کې دي. د زورواکو په ځای کې څه ډول غریبانو ته دا مرسته رسېده؟ غریبانو ته نه‌رسېده."

میر افغان صافی
میر افغان صافی

ښاغلي صافي زیاته کړه چې د 'ملي دسترخوان' طرحې له مخې دې پروګرام خلکو ته دومره ګټه نه‌رسوله، له همدې کبله‌یې ولسي جرګې ته وړانديز وکړ چې د 'ملي دسترخوان' په لګښت باید بندونه، سړکونه، ښوونځي او کلینیکونه جوړ شي.

ښاغلي صافي وویل چې د ملي دسترخوان لپاره ۲۸۰ میلیونه ډالره له پراختیايي بودجې کمې شوې وې چې د ځينو پروژو ۳۰ فیصده او د ځینو ۴۰ فیصده کارونه بشپړ شوي دي.

د ولسي جرګې پرېکړې ته په غبرګون کې د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د سې شنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې ولسي جرګې د 'ملي دسترخوان' په اړه دقیق معلومات نه‌و ترلاسه کړي او د کلیو او پراختیا وزیر هېڅ فرصت نه‌درلود چې د 'ملي دسترخوان' پروګرام تر افتتاح وروسته پارلمان ته توضیحات ورکړي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي

ده زیاته کړه: "له ولسي جرګې زموږ تمه دا ده چې د دې پراخ پروګرام په اړه‌یې دقیق معلومات ترلاسه کړي وی. دا یو ډېر لوی پروګرام دی. نړیوال بانک‌یې تمویلوي. اصلي هدف‌يې له لوږې او بې‌وزلۍ او همداراز د کرونا ویروس د منفي اقتصادي اغېز سره مبارزه ده."

ولسمشر محمد اشرف غني د چنګاښ په ۲۸مه په ټول هېواد کې له بې‌وزلو خلکو سره د مرستې لپاره د 'ملي دسترخوان' په نوم پروګرام اعلان کړ.

ټاکل شو‌ې د 'ملي دسترخوان' پروګرام تر ۴.۱۷ میلیونه کورنیو پورې ورسېږي چې له دې سره به شااوخوا ۹۰٪ افغانانو ته په دوو پړاوونو کې دا مرستې رسېدلې وی. د پروګرام له مخې په لومړي پړاو کې د ۸۶ میلیونه ډالرو په لګښت ۱۲۳ ولسوالۍ او په دوهم پړاو کې د ۱۵۸ میلیونه ډالرو په لګښت ۲۳۵ ولسوالۍ په پام کې نیول شوي.

د حکومت د معلوماتو له مخې خلکو ته په دغو مرستو کې اوړه، وریجې، غوړي، لوبیا، صابون او یو شمېر نور د اړتیا مواد شامل دي.

که څه هم ښاغلي صدیقي ونه‌ویل چې ایا ولسمشر به د 'ملي دسترخوان' د عملي کېدو په برخه کې ځانګړی فرمان جاري کړي، خو ده وویل، په دې اړه چې هر ډول اقدام کېږي، حکومت به د ځواب ورکوونکي په توګه د شفافیت په پام کې نیولو سره خپل راپور هم افغانانو ته او هم پارلمان ته وړاندې کړي.

  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.

XS
SM
MD
LG