د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۶

د کابینې په اړه د ولسمشر د ویاند څرګندونو ته د مصالحې عالي شورا غبرګون!


د مصالحې عالي شورا رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله
د مصالحې عالي شورا رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله

د مصالحې عالي شورا ارګ ته په کابینه کې د غړیتوب لپاره د خپل استولي لېست دفاع وکړه.

د دغې شورا ویاند فریدون خوځون وویل دا لېست له ارګ سره د شوې سیاسي هوکړې له مخې سم چمتو شوی او هغه تورونه‌یې رد کړل چې ګنې معیارونه په‌کې له پامه غورځول شوي دي.

ښاغلی خوځون چې د چهاشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د زمري ۰۱» له ازادي راډیو سره غږېده د ولسمشر د ویاند صدیق صدیقي پرونیو څرګندونو ته غبرګون وښوده چې د ښاغلي عبدالله له‌خوا ځیني نومېدلي کسان‌یې د معیارونو له پلوه نیمګړي بلل.

هغه زیاته کړه: "زه فکر کوم هغه بحثونه چې د حکومت‌دارۍ په برخه کې روان دي او همدارنګه هغه توافقات چې د دواړو مشرانو ترمنځ شوي دي، له هغې د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي خبر نه‌دی او دا څرګندونې یې د ناخبرۍ له امله دي."

فریدون خوځون

که څه هم ارګ د مصالحې عالي شورا له‌خوا یو شمېر وزارتونو ته د معرفي شویو نوماندانو په اړه جزئيات نه‌دي ورکړي، خو د سې شنبې په ورځ د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د کابینې د نوملړ د بشپړېدو د ځنډ یو دلیل، ارګ ته د ښاغلي عبدالله له‌خوا د وزارت پر معیار د نابرابرو کسانو پېژندنه په ګوته کړه.

ښاغلي صدیقي وویل: "یو شمېر نوماندان چې د ډاکتر صاحب عبدالله له‌خوا معرقي شوي، پر هغو معیارونو برابر نه‌دي چې باید د کابینې وزیر یې ولري او د ثبات ساتنې او د افغانستان د اوسني وضعیته د تېرېدو لپاره مؤثر او ممد وي."​

موږ هڅه وکړه چې د ارګ له‌خوا د یوه وزیر لپاره د معیار د بحث په اړه وضاحت واخلو، خو له ډېرو اړیکو سره سره د ولسمشر ویاندویان په دې اړه خبرو ته حاضر نه‌شول.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي

خو ښاغلي صدیقي پرون دا هم وویل چې د ښاغلي عبدالله له‌خوا په معرفي شویو کسانو کې د ولسمشر بله ملاحظه دا ده چې نوماندان‌یې د ملي شورا پر غوښتنو برابر نه‌وو.

د نوموړي په خبره، د ملي شورا غوښتنه دا ده چې نوې کابینه باید د افغانستان له ټولو قومونو او ډله‌ییزو واقعیتونو استازیتوب وکړي.

خو کله چې د وزارت لپاره د معیار او برابرۍ بحث رامنځته کېږي، حقوق‌پوهان یې د معلومونې ادرس یوازې اساسي قانون ښيي.

د افغانستان په اساسي قانون کې د وزیر په توګه د یوه شخص د ټاکل کېدو لپاره بشپړ وضاحت شته.

د افغانستان د حقوق‌پوهانو ټولنې مرستیال سبحان مصباح وايي: "د اساسي قانون د ۷۲مې مادې پر اساس د یوه وزیر لپاره شرایط دا دي چې د افغانستان تابعیت ولري. د دې ترڅنګ، لوړ تحصیلات، نېک شهرت او کاري تجربه ولري. عمر یې لږترلږه ۳۵ کاله وي. د محکمې له‌خوا په بشري ضد جنایت محکوم نه‌وي او یا هم د مدني حق څخه محروم شوی نه‌وي."

اوس په دې اړه چې د مصالحې عالي شورا له‌خوا په معرفي شویو نوماندانو کې کوم نوماند دا ځانګړنې نه‌درلودې، ارګ‌یې په اړه وضاحت نه‌ورکوي.

خو د مصالحې عالي شورا ویاند وايي، د دوی له‌خوا ټولو نوماندان د اساسي قانون د شرایطو په نظر کې نیولو سره ارګ ته پېژندل شوي دي.

XS
SM
MD
LG