د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۸

د کندز کروندګر: غیر مسؤله وسله‌وال زموږ له کرنیزو محصولاتو په زوره عشر اخلي


ارشیف
ارشیف

د کندز ولایت یو شمېر کروندګر وايي، غیر مسؤله وسله‌وال د دوی له کرنیزو محصولاتو نه د ټوپک په زور عشر او زکات اخلي.

د دوی په خبره، د خپل‌سرو وسله‌والو له دغه امر نه هېڅوک سرغړونه نه‌شي کولای او اړ دي چې ورته عشر ورکړي.

کندز په شمال ختیځ زون کې د هېواد له مهمو کرنیزو ولایتونو ګڼل کېږي. د معلوماتو له مخې د دې ولایت ۸۵ سلنه اوسېدونکي پر کرنې او مالدارۍ بوخت دي او د خلکو اقتصاد هم په همدې دوه برخو پورې تړلی دی.

۴۵ کلن محمد علي محمدي چې د کندز د خان‌اباد ولسوالۍ د چهارتوت سیمې اوسېدونکي دی، لمر وهلې څېره او د لاسونو تڼاکې یې خواري کښ ژوند بیانوي.

محمد علي وايي، سږ کال‌یې په ۵ جریبه ځمکه کې غنم کرلي وو چې ۳۰۰ منه حاصل‌یې راټول کړی، خو په خبره‌یې ۱۰۰ منه‌یې غیر مسؤله وسله‌والو د عشر په نوم په زور ورنه وړی دی.

دی وايي: "اربکیان هر کال د کرنیزو محصولاتو راټولولو په وخت کې راځي او له موږ نه د غنمو، د شولو او د خټکیو عشر اخلي. دې اربکیو زموږ ژوند سخت راتریخ کړی دی او له خپل ژوند نه‌یې بې‌زاره کړي یو او دومره په تنګ شوي یو چې نږدې دی غرونو ته پورته شو."

ارشیف
ارشیف

د کندز د کرنې او مالدارۍ ریاست د معلوماتو پر بنسټ سږ کال په دغه ولایت کې، په څه باندې ۱۹۲ زر هکتاره ځمکه کې غنم کرل شوي، له یو هکتار ۲،۸ مټریکه تنه حاصل راټول شوی چې د اټکل له مخې به د تېر کال په پرتله په عمومي ډول په حاصلاتو کې ۵ سلنه زیاتوالی راشي.

۳۷ کلن غلام رسول نبي‌زاده چې د کندز د امام صاحب ولسوالۍ د باسوس سیمې اوسېدونکی دی او د الهچې سیمه‌ییز کالي اغوستي چې په کروندو کې د کار پر مهال د ګرمۍ مخنیوی وکړي هم له ورته ستونزې شکایت کوي.

نوموړي زیاته کړه: "دغه غیر مسؤله وسله‌وال له خلکو باج اخلي او له هر ډول کرنیزو محصولاتو نه عشر او زکات غواړي. بې‌دفاع ولس د دې ټوپکیانو له ظلم او بې‌ځایه ځورونو سخت په تنګ راغلی دی. موږ له دولت نه غواړو چې د دغو خپل‌سرو مخه ونیسي."

د کندز ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي، په دې وروستیو دوه کلونو کې د دې ولایت په کچه ۷۰ تنه غیر مسؤله وسله‌وال چې په سیمه کې د خلکو په ځورونو تورن وو، د امنیتي ځواکونو له‌خوا نیول شوي او د قانون منګولو ته سپارل شوي دي.

د کندز د والي ویاند عصمت‌الله مرادي
د کندز د والي ویاند عصمت‌الله مرادي

د کندز د والي ویاند عصمت‌الله مرادي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "هېڅوک دا حق نه‌لري چې په سیمه کې له خلکو څخه باج او عشر واخلي. هغه شمېر غیر مسؤله وسله‌وال چې په سیمه کې د خلکو په ځورونو لاس پورې کوي او یا عشر اخلي، هغه د پولیسو له‌خوا نیول کېږي او د قانون منګولو ته سپارل کېږي. د ولایت رهبري ژمنه ده چې په سیمه کې د دې ستونزې مخه ونیسي او موږ له خلکو نه غواړو چې په دې برخه کې له موږ سره مرسته وکړي، ترڅو عدالت تأمین شي."

د یادونې وړ ده چې دا ستونزه په کندز کې نوې نه‌ده او د دغه ولایت کروندګر له تېرو ۱۰ کلونو راهیسې د دغې ستونزې بنسټیز حل غواړي.

د دوی په خبره، په وار وار یې دغه ستونزه د افغانستان حکومت له لوړپوړو چارواکو سره هم شریکه کړې، خو تر اوسه پورې نه‌ده هواره شوې.

XS
SM
MD
LG