د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۴

ایران کې د سترې محکمې د پرېکړې په غبرګون لاریونونه شوي


آرشیف، ایران کې یو شمېر اعتراض کوونکي
آرشیف، ایران کې یو شمېر اعتراض کوونکي

د ایران په شیراز او بهبهان ښارونو کې د پنجشنبې په ماښام د دې هېواد د رژيم پر ضد خلک لارو کوڅو ته راووتل.

رويټرز خبري اژانس د عیني شاهدانو له قوله لیکلي چې وايي، امنیتي ځواکونو په بهبهان کې پر خلکو اوښلن ګاز وکاراوه.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مدافعینو د جولای په شپاړسمه نېټه په یوه ګډه اعلامیه کې د درو ځوانانو د اعدام په اړه د ایران د سترې محکمې دا پرېکړه په سختو ټکو وغندله.

تر دې مخکې پر ټولنیزو رسنیو د ایران د هغه اعلان پر ضد چې یو شمېر لاریون کوونکي او سیاسي زندانیان اعداموي، پر نړیواله کچه پراخ کمپاین پیل شو.

اعتراض کوونکو د دې کمپاین له لارې غوښتل ایران اړباسي چې د اعدامونو سزاوې لغوه کړي.

پر ټولنیزو رسنیو په ځانګړې توګه ټويټر د اعدام نکنید یا مه اعداموئ هشټګ عام شو.

په دې هېواد کې درې ځوانان په اعدام محکوم شوي چې د حکومت پر ضد په لاریونو کې يې ګډون کړی وو.

پر ۲۵ کلن امیر حسین مرادي، ۲۷ کلن سعید تمجیدي او ۲۵ کلن محمد رجبي د اعدام د حکم خبر لومړی ځل د دوی مدافع وکیل خپور کړ.

وروسته د ایران عدلي او قضايي ادارو د تیرې سې شنبې په ورځ (د جولای په څوارلسمه نېټه) اعلان وکړ چې د اعدامونو سزاوې سترې محکمې تایید کړي دي.

وی له هغو ګڼو کسانو وو چې د تېر کال په نومبر میاشت کې د لاریونو پر مهال نیول شوي وو.

د دوی مدافع وکیل بابک پاکنیا د چارشنبې په ماښام پر خپله ټویټر پاڼه ولیکل: "دې خبر ته سترګې په لاره شئ چې د سزا تطبیق لغوه شي."

ده زیاته کړې چې مدافع وکیلانو په بشپړه توګه له دې قضیې سره اړوندو د څارنوالانو دوسیو ته لاسرسی موندلی.

پاکنیان همداراز لیکلي: "موږ د ۴۷۷ مادې د تطبیق لپاره لومړنۍ غوښتنه کړې او د قضیې تر بشپړه مطالعې وروسته به دوهمه غوښتنه هم وړاندې کړو چې د اعدام سزا لغوه شي."

پاکنیان د ایران د جنايي جرمونو هغه قانون ته اشاره کړې چې له مخې يې د قضايه قوې مشر اجازه لري د هغو قضیو په احکامو کې ښکېل شي چې له اسلامي قانونه سرغړونه کوي.

له دې سره د قضایه قوې مشر ابراهیم رئیسي له سترې محکمې څخه په دې اړه د نوي حکم غوښتنه کولای شي.

ابراهیم رئیسي
ابراهیم رئیسي

په ایران کې د درو ځوانانو د اعدام د حکم لغوه کېدو ته خوشبیني په داسې حال کې زیاته شوې چې د بشري حقونو ادارو له ایرانه غوښتي چې اعدامونه دې ودروي.

د بخښنې نړیوال سازمان د تېرې سې شنبې په ورځ پر ټویټر یوه خبرپاڼه خپره کړه.

په دې اعلامیه کې د ایران له ستر مشر ایت الله علي خامنه اي څخه غوښتل شوي چې درې لاریون کوونکي دې نه اعداموي.

دغې ادارې د معلوماتو له مخې ایران تېر کال ۲۵۱ کسان اعدام کړي چې له دې سره دغه هېواد تر چین وروسته په نړۍ کې دوهم هېواد دی چې خپل لوی شمېر وګړي يې اعدام کړي.

تېر میلادي کال په ایران کې د تېلو د لوړو بیو، بې کارۍ، اداري فساد او بې وزلۍ پر ضد پراخ لاریونونه پیل شول خو ډېر ژر سیاسي شول او د ایران د مذهبي رژيم پر ضد شعارونه پیل کړل.

حکومت د لاریون کوونکو ځپنه پیل کړه او ګڼ کسان یې بندیان کړل.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې په ایران کې د تېر کال د لاریون کوونکو د ځپنې په نتيجه کې شا او خوا ۳۰۴ کسان ووژل شول.

XS
SM
MD
LG