د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۶

غزني ته د ولسمشر غني سفر؛ د خلکو ناخوښي او ملکي زیان


د غزني ښار یوه څنډه
د غزني ښار یوه څنډه

د پنجشنبې په ورځ د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په یوه ورځني سفر غزني ته تللی وو.

په دغه سفر کې ورسره د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح ترڅنګ یو شمېر نورو لوړ پوړو چارواکو هم ګډون درلود.

ولسمشر محمد اشرف غنی په دغه سفر کې له غزنیوالو سره په لیدنه کې یو شمېر ژمنې کړې دي.

په دغه ژمنو کې په غزني کې د ثقافت ماڼۍ چې په تېره روژه میاشت کې د طالبانو په موټر بم برید کې خرابه شوې بیا رغول، د غزني ښاروالۍ په چوکاټ کې د پنځوسږ کسانو تشکیل اضافه کول او به دغه ولایت کې د ځینو اوبو بندونو جوړول هم شامل وو.

خو د غزني یو شمېر اوسېدونکي د ولسمشر له دې سفر څخه ناخوښه دي.

دوی وايي ولسمشر په بیا بیا غزني ته سفر کوي، له خلکو سره ژمنې کوي خو نه عملي کېږي.

د غزني اوسېدونکی وايي: "کریمي یم د غزني یو تن اوسېدونکی، ولسمشر نن راغلی، هغه تېرې ژمنې نن یو ځل بیا تکرار کړې او بېرته لاړ، له دې چې خلکو ته یې مزاحمت وکړ نور یې هېڅ هم خلکو ته نه دي ورکړي، هغه تېر ځل چې یې کومې ژمنې وکړې هغه یې بیا تکرار کړې، هغه بیا تکرار شوې تر اوسه پورې نه دي عملی شوي."

د غزني بل اوسېدونکي وویل: "مالیار یم د غزني ولایت، ولسمشر مخکې هم راغلی وو، هغه ژمنې چې یې مخکې کړې وې او اوس چې بیا پر هغو باندې ټینګار کوي، مخکې عملي شوې نه دي چې په هغوی کې د غزني د ولسي جرګې ټاکنې وې، غزني ته د لومړۍ درجې ولایت امکانات وو، خو دا ټول همداسې پاتې دي."

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمد اشرف غنی په تېرو سفرونو کې هم په غزني کې د امنیت د ټینګښت، دغه ولایت ته د لومړي درجه ولایت د تجهیزاتو، امکاناتو او د تشکیل د ورکړې ژمنې کړې دي خو عملی شوې نه دي.

مدني فعال عبدالمجید ژړاند وايي: ولسمشر باید هره ژمنه ترسره کړي، ګنې هسې سفرونه یې بېځایه دي.

ولسمشر غني
ولسمشر غني

هغه زیاته کړه: "د ولسمشر سفر غزني ته له ناهیلیو یو ډک سفر وو، ځکه یواځې ولسمشر غواړي چې ولایتونو ته د سفرونو شمېر زیات کړي، دا یې دریم سفر دی، ده چې په غزني کې کومې ژمنې کړې وې، نو په ټوله کې به ولسمشر ته د دې پر ځای ښه دا وي چې کوم ځای کې چې وعدې وکړي وروسته ورشي او د هغې د پټۍ پرې کولو او یا د هغه پروژې د پرانیستې مراسمو ته ورشي، دا به ښه وي."

هڅه مو وکړه چې د غزني د سیمه ییزو چارواکو نظر واخلو خو بریالي نه شو.

د غزني ولایت د ولایتي شورا مرستیال امان الله کامراني بیا وايي، د غزني محلي اداره نه غواړي چې د ولسمشر سفرونه دي بریالي وي.

دی وايي د دغه ځای چارواکي غواړي چې د غزني ټولې ستونزې له ولسمشر څخه پټې پاتې وي.

کامراني زیاته کړه: "محلي ادارې هم ډار درلود، ځکه دلته هغه حقایق باید ولسمشر ته ویل شوي وای په هغه انداره چې لازمه وه، په هغه اندازه حقایق ولسمشر ته ونه ویل شول، هغه ستونزې چې خلکو درلودې ولسمشر ته د خلکو په ژبه ونه ویل شوې."

غزني ته د محمد اشرف غني د سفر پر ښار پرلپسې څلورو توغندیزو بریدونو ۱۴تنه ټپیان کړل.

د غزني ولایتي شورا مرستیال امان الله کامراني ازادي راډیو ته وویل، په دغه ټپیانو کې درېیو ماشومانو په ګډون ۱۱ تنه ملکیان او درې نظامیان شامل دي.

درې توغندي د ولایت مقام ته څېرمه او یو هم له ښاره وتلی په قلعه ښاده کې لګېدلی وو.

XS
SM
MD
LG