د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۹

پاکستاني ځواکونو د دور بابا په څڅوبي سیمه کې پر ډیورند کرښه دروازه جوړه کړې


دوربابا کې جوړه شوې دروازه
دوربابا کې جوړه شوې دروازه

د ننګرهار د دور بابا ولسوالۍ په څڅوبي سیمه کې پر ډیورند فرضي کرښه پاکستاني ځواکونو دروازه جوړه کړې چې ګڼ غبرګونونه‌یې راپارولي دي.

ځایي اوسېدونکي وایي، افغان حکومت پر ډیورند کرښه د پاکستان د بار بار سرغړونو سره سره بیا هم غلی او بې‌غوره دی.

ولسي خلک پر افغان حکومت نیوکه کوي چې پر ډیورند کرښه د پاکستان د سرغړونو په وړاندې غلی او بې‌غوره دی او زیاتوي، دوی ته د پاکستان له‌خوا پر ډیورند کرښه د هر ډول تأسیساتو جوړول د منلو نه‌دي.

یو له دغو اوسېدونکو زیاتوي: "د پاکستان له‌خوا د دروازې جوړول بېخي ناروا دی، حکومت ته په‌کار ده چې د دې کار مخنیوی وکړي، ولې حکومت غلی دی؟ په‌کار ده چې د پاکستان په وړاندې اقدام وکړي."

په همدې حال کې د سرحدي ځواکونو چارواکي هم مني چې د دور بابا په څڅوبي سیمه کې پاکستاني ځواکونو تازه دروازه ايښې ده.

ختیځ کې د سرحدي ځواکونو قوماندان ایوب حسن‌خېل وایي، که حکومت ورته د یادې دروازې د نړېدو امر وکړي، نو یوازې په څو ساعتونو کې به‌یې له‌منځه یوسي.

ډیورند کرښې ته نږدې یو افغان سرتېری
ډیورند کرښې ته نږدې یو افغان سرتېری

ښاغلی حسن‌خېل: "پاکستان ته ګواښ کوو چې که له خپلو سرغړونو لاس وانه‌خلي، موږ به‌یې په څلورو ساعتونو کې له‌منځه یوسو."

دا په داسې حال کې ده چې تازه د کونړ په یو شمېر سیمو کې د پاکستاني ځواکونو په بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون شپږ ملکیان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

د کونړ د چارواکو په خبره، دغه مرګ‌ژوبله پاکستاني پوځيانو وړمه ورځ له غرمې وروسته شااوخوا دوه بجې د کونړ پر مرکز اسعد اباد، سرکاڼو او مرورې ولسوالیو کې پر حکومتي پوستو او د ملکي وګړو پر کورونو په بریدونو کې اړولې ده.

په ورته مهال د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ هم پر ډیورند کرښه د پاکستان له لوري د نوې دروازې پر جوړېدو غبرګون ښودلی دی.

د جمهور رئیس محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي وړمه ورځ په یوه خبري ناسته کې د دور بابا په څڅوبي ولسوالۍ کې د پاکستان له‌خوا د دروازې پر جوړېدو خبرې وکړې او ویې‌ویل چې پر ډيورند کرښه ورته سرغړاوی د منلو نه‌دی.

صدیق صدیقي
صدیق صدیقي

ښاغلی صدیقي وايي: "حکومت هېڅ وخت غلی نه‌دی پاتې شوی، د ډیورند کرښې دواړو لورو قومونو ته د پاکستاني ځواکونو له لوري د تأسیساتو جوړېدل هېڅ د منلو وړ نه‌دي."

څڅوبی د دور بابا ولسوالۍ اړوند غرنۍ سیمه ده چې ډېر کله د دواړو حکومتونو ترمنځ د سیاسي ترینګلتیا او د تورخم دروازې تړل کېدو پر وخت ترې ځایي خلک د یوې ګوښې لارې په توګه استفاده کوي.

دا لومړی ځل نه‌دی چې په ننګرهار کې پاکستان دا ډول دروازه جوړوي، بلکې شااوخوا شپږ کاله وړاندې یې هم د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې ځیني پوځي تأسیسات په اساسي شکل جوړ کړي وو چې وروسته د افغان ځواکو له‌خوا ونړول شول.

هغه مهال هم د پاکستان او افغان ځواکونو ترمنځ نښته شوې وه چې په ترڅ کې یې یو تن سرحدي پولیس قاسم خان خپل ژوند له لاسه ورکړ چې دغه پېښه هغه مهال په هېواد دننه او بهر په ملي کچه وغندل شوه.

XS
SM
MD
LG