د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۰ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۴

خبرونه

پنټاګون: امریکايي پوځیان د افغانستان له پنځو پوځي اډو وتلي

آرشیف، شماری از نیروهای امریکایی در افغانستان
آرشیف، شماری از نیروهای امریکایی در افغانستان

د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) منلې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د قطر د توافق له مخې د افغانستان له پنځو پوځي اډو څخه امریکایي پوځيان وتلي دي.

د دغه وزارت له‌خوا په یوې اعلامیه کې چې د جولای پر ۱۴مه خپره شوې راغلي، د یادې موافقې د ۱۳۵ ورځو په تېرېدو سره د امریکا متحده ایالاتو په افغانستان کې خپل ځواکونه ۸،۶۰۰ ته کم کړي دي.

په قطر کې د فبرورۍ پر ۲۹مه د امریکا او طالبانو ترمنځ موافقه کې د امریکایي ځواکونو د وتلو ترڅنګ د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي کمېدل او له افغان حکومت سره د طالبانو د سولې مخامخ خبرو پیلېدل نورې مهمې برخې دي.

د پنټاګون اعلامیه وایي، امریکایي پوځیانو یادې پنځه پوځي اډې افغان ځواکونو ته سپارلې دي.

د امریکا دفاع وزارت دغه‌راز ټینګار کړی چې په افغانستان کې به د ترهګرۍ پر ضد مبارزې په برخه کې خپلې همکارۍ او ملاتړ ته دوام ورکړي.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال کنت مک‌کنزي پرون په ارګ کې له افغان ولسمشر اشرف غني سره د لیدو پر مهال هم په دې اړه د امریکا ژمنه تکرار کړه او ویې‌ویل چې متحده ایالات د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکوي څو دا هېواد یو ځل بیا د ترورېستانو په پټن‌ځای بدل نه‌شي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

ايران د ډونالډټرمپ د وژنې د هڅې دسيسه کې لاس لرل رد کړل

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر هغه تور رد کړی چې، ګنې د ده هېواد د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډټرمپ د وژنې په دسیسه کې لاس درلود.

عباس عراقچي د امریکا او ایران په اړیکو کې د اعتماد جوړونې غوښتنه هم کړې ده.

عراقچي پرون پر خپله ایکس‌پاڼه ولیکل چې، یوه نوې جعلي سناریو جوړه شوې ده او په‌داسې حال کې چې اصلا قاتل شتون نه‌لري، لیکوالو یې یوه درېیمه درجه کومیډي ډرامه جوړه کړې ده.

د عراقچي اشاره د هغې دسیسې اړوندې ادعا ته وه چې واشنګټن ویلي، د ایران سپاه پاسداران ځواک غوښتل ټرمپ چې د نوامبر د پنځمې انتخابات یې وګټل او په راروانه جنوري کې به د نوي ولسمشر په توګه لوړه وکړي، ووژني.

ټاکل شوې جوبايډن او ډونالډټرمپ راتلونکې چهارشنبه سپينه ماڼۍ کې سره وګوري

ډونالډټرمپ او جوبايډن
ډونالډټرمپ او جوبايډن

ټاکل شوې چې ولسمشر جوبایډن به د راروانې چهارشنبې په ورځ د متحدایالاتو له منتخب ولسمشر ډونالډټرمپ سره په خپل دفتر کې وګوري.

دا خبر د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي دفتر پرون په یوه بیان کې ورکړ.

په امریکا کې له انتخاباتو وروسته د ولسمشر او منتخب ولسمشر ترمنځ دا ډول لیدنې یو پخوانی دود دی، خو جمهوریپال ټرمپ وروسته له‌دې چې د ۲۰۲۰ کال په انتخاباتو کې یې ماته وخوړه، بایډن ته د لیدنې بلنه ورنه‌کړه.

د ۱۸۹۲ کال له انتخاباتو وروسته چې ګروور کلیفلنډ Grover Cleveland له خپلې دندې استعفا وکړه ټرمپ د امریکا یوازینی پخوانی ولسمشر دی چې، له څلور کلنې وقفې وروسته بیا د سپینې ماڼۍ د مشرۍ لپاره غوره کېږي.

افغانستان د لومړي ځل لپاره د تیکواندو له آی‌ټي‌ايف جام څخه د سپینو زرو مډال ترلاسه کړ

له ارشيفه يو انځور
له ارشيفه يو انځور

د افغانستان د سپورت او بدني روزنې ریاست پرون په یوه بیان کې وویل چې، د تیکواندو د آی‌ټي‌اف د نړیوال جام لوبې پرون پای ته ورسېدې.

په بيان کې راغلي، په‌‌دې لوبو کې افغان لوبغاړي امیرعلي‌زاده په ۵۹ کیلوګرامه وزن کې د سپینو زرو د مډال او د نړۍ د نایب اتل د مقام په ګټلو بریالی شو.

په‌‌دې لوبو کې چې د ازبکستان په پلازمېنه تاشکنډ کې ترسره شوې، د نړۍ د ۲۰ هېوادونو لوبغاړو برخه اخیستې وه.

په يادو سیالیو کې بل افغان لوبغاړي رحمت‌الله حبیبي هم ګډون کړی و، خو د مډال په ګټلو بریالی نه‌شو.

کرکټ؛ سبا د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ پای‌لوبه ترسره کېږي

د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ د لوبې يو انځور
د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ د لوبې يو انځور

ټاکل شوې چې د افغانستان او بنګله‌دېش د کرکټ ملي لوبډلې سبا دوشنبې، په خپلو کې د درېیو، یو ورځنیو لوبو په وروستۍ سیالي کې سره مخامخ شي.

د دې لوبې ګټونکی به د ټول سیریز ګټونکی هم وي.

د سبا ورځې لوبه به هم د متحده عربي اماراتو د شارجې په لوبغالي کې وي او د پلان له‌مخې د کابل په وخت د ماسپښین په دوه نیمو بجو به پیل شي.

د افغانستان او بنګله‌دېش د لوبلړۍ لومړۍ لوبه افغانستان د چهارشنبې په ورځ د ۹۲ منډو په توپیر وګټله، خو په دوهمه لوبه کې پرون بنګله‌دېش افغانستان ته د ۶۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

افغانستان د راروانې ډسمبر میاشتې په ۱۱مه له زیمبابوې سره هم د لوبو یوه لړۍ پیلوي چې درې شل اووریزې، درې یو ورځنۍ او دوه ټېسټ لوبې په‌کې شاملې دي.

دا لوبلړۍ به د راروان ۲۰۲۵ کال د جنوري تر ۶مې پورې دوام وکړي.

ملاله يوسفزۍ: نړیوال باید د افغان ښځو د حقونو لپاره د هغوی ترڅنګ ودرېږي

ملاله يوسفزۍ
ملاله يوسفزۍ

د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې او د نجونو د تعلیم د حق فعاله ملاله یوسفزۍ وايي چې، نړیوال باید د افغان ښځو د حقونو لپاره د هغوی ترڅنګ ودرېږي.

ملالې یوسفزۍ پرون له سکای نیوز چینل سره په مرکه کې وویل، دې له نړیوالو قوانینو سره سم په افغانستان کې د ښځو د حقونو د سیستماتیک خونديتوب لپاره هڅې پیل کړې دي.

ملاله وايي، داسې رهبرانو ته اړتیا ده چې د افغان نجونو او ښځو د حقونو لپاره هڅه وکړي.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته دا څووم ځل دی چې ملاله د افغان ښځو په ملاتړ غږ اوچتوي.

طالبانو په تېرو څه باندې درېیو کلونو کې پر ښځو د محدودیتونو کړۍ راتنګه کړې او په‌‌‌دې ترڅ کې یې د نجونو پر ثانوي او لوړو زده‌‌‌کړو بندیزونه اعلان کړي دي.

د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن‌‌المنکر په هغه نوي قانون کې چې په تېره اګست میاشت کې نافذ شو، په ټولنه کې د ښځو د چلند پر څرنګوالي هم پراخ محدودیتونه وضع شوي دي.

نن او سبا د هېواد په يوشمېر سينديزو حوزو کې د اوبو د کچې د لوړېدو او سېلابونو اټکل شوی

ارشيف
ارشيف

د هېواد د هواپېژندنې ادارې نن او سبا دوشنبې د هېواد په یوشمېر سیندیزو حوزو کې د اوبو د کچې د لوړېدو او د سېلونو د راوتلو اټکل کړی دی.

د اوبو او انرژۍ وزارت پرون پر خپله ایکس‌‌‌پاڼه د هواپېژندنې ادارې په حواله خبر ورکړ چې، د لړم په ۲۰مه او ۲۱مه د سمنګان، مزارشریف، بغلان، کندز، تالقان او بدخشان په سیندیزو حوزو کې د بارانونو او د واورو د ویلي کېدو له کبله د اوبو د کچې د لوړېدو او سېلونو د راوتلو احتمال شته.

په بیان کې دې سیندونو ته د نژدې سیمو اوسېدونکو ته خبرداری ورکړل شوی چې، احتیاط وکړي او د کوزنیو سیمو خلک له احتمالي خطرونو خبر کړي.

کرکټ؛ بنګله دېش په دوهمې سیالۍ کې افغانستان ته ماتې ورکړه

د افغانستان او بنګله دېش له لوبو یو انځور
د افغانستان او بنګله دېش له لوبو یو انځور

د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ دوهمه یو ورځنۍ سیالي د ۶۸ منډو په توپیر د بنګله دېش په ګټه تمامه شوه.

دغه سیالي چې د شنبې په ورځ د کابل پر وخت ماسپښین په شارجه لوبغالي کې پیل شوې وه، بنګله دېش یې پچه وګټله او توپوهنه یې وکړه.

د بنګله دېش په توپوهونکو کې نجمل حسین شانټو ۷۶، ذاکرعلي ۳۷ ناسوځېدلې او سومیا سرکار ۳۵ منډې وکړې.

د افغان توپ اچونکو په ډله کې دا ځل ننګیالي خروټي ۳، الله محمد غضنفر او راشدخان دوه ـ دوه لوبغاړي وسوځول.

افغان لوبډلې د هدف په دوام ۱۸۴ منډې وکړې، ۴۳.۳ اورونه یې ولوبول او ټول لوبغاړي یې وسوځېدل.

مخکښ منډه جوړونکی رحمت شاه و چې ۵۲ منډې یې وکړې.

بنګله دېش ته ناسوم احمد ۳ لوبغاړي وسوځول.

د دې لوبلړۍ لومړۍ لوبه افغانستان ګټلې ده.

د ویلو ده چې درېیمه سیالي به د نومبر په ۱۱مه نېټه ترسره شي.

د طالبانو حکومت د کوټې د اورګاډي په تمځای کې شوې چاودنه وغندله

د کوټې له پېښې وروسته د سیمې انځور
د کوټې له پېښې وروسته د سیمې انځور

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ وویل چې دوی د بلوچستان د کوټې ښار د اورګاډي په تمځای کې شوې چاودنه غندي او په چاودنه کې د وژلو شویو کسانو کورنیو ته تسليت وايي.

د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه کې د رېلګاډو په یوه تمځای کې د ځانمرګي برید له کبله د وژل شویو شمېر ۲۶ تنو ته لوړ شو.

چارواکو ویلي، په ننني دغه برید کې شاوخوا ۶۲ نور کسان ټپیان شوي دي.

یوه ایالتي چارواکي حمزه شفقت ویلي، حمله داسې وخت وشوه چې نږدې ۱۰۰ کسان رېلګاډي ته په تمه وو چې له کوټې څخه راولپنډۍ ته لاړ شي.

د بلوڅان یوې بېلتونپالې ډلې د بلوچستان د ازادۍ پوځ د دې حملې مسوولیت منلی او په یوه اعلامیه کې یې ویلي چې د پاکستان هغه پوځیان یې په نښه کړي چې د رېلګاډي په تمځای کې راغونډ شوي وو.

په پاکستان کې د پولیسو چارواکي وايي، په وژل شویو کې ۱۴ سرتېري هم شامل دي.

بنګله دېش افغانستان ته د ۲۵۳ منډو هدف ورکړ

د افغانستان او بنګله دېش له لوبو یو انځور
د افغانستان او بنګله دېش له لوبو یو انځور

د افغانستان او بنګله دېش د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دوهمه یو ورځنۍ سیالۍ هم پیل شوې چې بنګله دېش د خپلې توپوهنې پاڼۍ بشپړه کړه او ۲۵۲ منډې یې وکړې.

دغه سیالي چې نن شنبه د کابل پر وخت ماسپښین په شارجه لوبغالي کې پیل شوې ده، بنګله دېش یې پچه وګټله او توپوهنه یې وکړه.

د بنګله دېش په توپوهونکو کې نجمل حسین شانټو ۷۶، ذاکرعلي ۳۷ ناسوځېدلې او سومیا سرکار ۳۵ منډې وکړې.

د افغان توپ اچونکو په ډله کې دا ځل ننګیالي خروټي ۳، الله محمد غضنفر او راشدخان دوه ـ دوه لوبغاړي وسوځول.

افغان لوبډله په څو شېبو کې د خپلې توپوهنې پاڼۍ پیل کړي.

د ویلو ده چې د دې لوبلړۍ لومړۍ لوبه افغانستان ګټلې ده.

غزه کې د اسراییلو بریدونه؛ د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي

په غزه کې د اسراییلو بریدونو له کبله د اوښتو زیانونو یوه څنډه
په غزه کې د اسراییلو بریدونو له کبله د اوښتو زیانونو یوه څنډه

د فلسطین روغتیايي چارواکي وايي، نن په غزې تړانګه کې د اسراییل په دوو حملو کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.

په همدې حال کې اسراییل د غزې شمال ته چې جګړو ځپلی له څو اوونیو وروسته د بشري مرستو د لومړۍ جوپې د رسېدو خبر ورکړی دی.

په یوه حمله کې د غزې په ختیځ ښار تفاح کې یو ښوونځی په نښه شوی چې خلکو په کې پناه اخیستې وه.

د غزې د روغتیا وزارت په وینا، په پېښه کې ۶ کسان وژل شوي دي.

په وژل شویو کې دوه محلي خبریالان، یوه امیندواره ښځه او یو ماشوم شامل وو.

د اسرايیل پوځ وايي په حمله کې یې د فلسطینیانو د اسلامي جهاد افراطي ډلې وسله وال په نښه کړي، خو په دې اړه یې اسناد نه دي وړاندې کړي او نور جزییات یې نه دي ورکړي.

دغه راز ۷ نور کسان هغه وخت ووژل شول چې د اسراییل له خوا په جنوبي ښار خان یونس کې چې بېځایه شویو په کې پناه اخیستې وه، یوه خېمه وویشتل شوه.

ناصر روغتون وايي، په وژل شویو کې دوې ښځې او یو ماشوم شامل دی.

د اسرايیل پوځ سم د لاسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG