افغانستان
ناټو: افغانستان کې د تاوتریخوالي اوسنۍ لوړه کچه د منلو نهده

ناټو وايي، په افغانستان کې د تاوتریخوالي اوسنۍ لوړه کچه چې په ځانګړې توګه د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر وړاندې د طالبانو د حملو په نتيجه کې ده، د منلو وړ نهده.
ناټو ائتلاف پرون ماخوستن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې تاوتریخوالی د بېثباتۍ لامل کېږي او د سولې پروسه تر پوښتنې لاندې راولي.
په اعلامیه کې له ټولو خواوو غوښتل شوي چې ژر تر ژره هغه مسایل حل کړي چې د سولې د بینالافغاني خبرو پر وړاندې خنډ ګڼل کېږي.
ناټو ته د امریکا سفیرې کې بیلي هاچیسن پرون پر خپله ټويټرپاڼه د ناټو ائتلاف د دې دريځ د ملاتړ ترڅنګ ویلي، وخت رارسېدلی چې طالبان نور تاوتریخوالي ته د پای ټکی کېږدي.
دا وايي، امریکا، ناټو او زموږ متحدان له ټولو لورو غواړي چې د بینالافغاني خبرو پر وړاندې پاته خنډونه لیرې کړي چې د سولې پروسه پر مخ لاړه شي.
د افغانستان جمهوري ریاست وايي، له طالبانو سره سولې تهیې لومړیتوب ورکړی.
خو د ولسمشر د ویاند صدیق صدیقي په وینا، طالبانو له امریکا سره په موافقه کې کړې ژمنې په بشپړه توګه نهدي عملي کړي.
ذبیحالله مجاهد بیا چې ځان د وسلهوالو طالبانو ویاند معرفي کوي، د سې شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي، د افغان ځواکونو د عملیاتو په غبرګون کې جګړه زیاته شوې ده.
ده همداراز ادعا کړې چې د فبرورۍ په ۲۹مه د سولې د موافقې تر لاسلیک وروسته امریکايي ځواکونو د افغان ځواکونو له الوتکو په استفاده د دوی پر کسانو او ملکیانو هوايي بمبارۍ کړې دي.
امریکايي ځواکونو دا ادعا نهده تأیید کړې. په وروستي مورد کې د سمنګان ولایت پر ایبک ښار د دوشنبې په ورځ د خونړۍ حملې مسؤلیت وسلهوالو طالبانو واخیست.
په دې حمله کې د افغان چارواکو په وینا د ملي امنیت د ۱۱ کارکوونکو په ګډون ۱۳ کسان ووژل شول او شااوخوا ۷۰ نور ټپيان شول.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
په ننګرهار کې سېلابونو درانه زیانونه اړولي دي

په ننګرهار کې د طالبانو چارواکي وايي، سېلابونو دوه ماشومان وژلي او خلکو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي.
د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر په یوه بیان کې وايي چې د نازیانو ولسوالۍ په لنډي کلي کې د یوه کور د چت د پریتونو له کبله څلور ماشومان ټپیان شوي. د د بیان له مخې د غني خېلو په روغتون کې یو ماشوم مړ شوی دی او درې نور ماشومان تر درملنې لاندې دي.
بیان زیاتوي چې په کوز کونړ ولسوالۍ کې هم سېلابونو یو ماشوم وژلی دی او په بټي کوټ ولسوالۍ کې دوه ماشومان ټپیان دي. په بیان کې همداراز راغلي دي چې په ګوشتې، لالپورې، نازیانو، مومندرې، کامې، بټي کوټ او نورو ولسوالیو کې سېلابونو د خلکو کورونه، کرنیزې ځمکې او فصلونه ویجاړ کړي دي.
له دې مخکې د طالبانو د حکومت له پېښو سره د مبارزې ملي ادارې ویلي و، چې په کابل، پروان، لوګر، میدان وردګو، خوست، پکتیا، پکتیکا، لغمان، زابل او ننګرهار ولایتونو کې د تېرو څو ورځو بارانونو او سېلابونو لږترلږه ۵ کسان وژلي او اته نور یې ټپیان کړي دي.
د روسیې لپاره د طالبانو سفیر د هغه هېواد د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ته باور لیک سپارلی

په روسیه کې د طالبانو د حکومت سفیر او ځانګړي استازي مولوي ګل حسن حسن پرون شنبه د خپل باور لیک یوه کاپي د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال اندری یوریویچ رودنکو ته سپارلې ده.
دا ګام وروسته تر هغه اخیستل کیږي چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت او په کابل کې د هغه هیواد سفیر د جولای په درېیمه اعلان وکړ چې روسیه د طالبانو حکومت په رسمیت پېژني.
د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس په روسیه کې د خپل سفارت د یوې خبرپاڼې په حواله ویلي چې د باور لیک اصلي متن به د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین ته وړاندې شي.
د روسیې له خوا د طالبانو په رسمیت پيژندنو پراخ غبرګونونه پارولي.
چین، خپله طالب چارواکو او د هغوی پلویانو د دې ګام هرکلی کړی، خو د بشري حقونو فعالانو، فعالو میرمنو او د طالبانو د تګلارو منتقدینو دا کار غندلی دی.
جرمني کې د پنا غوښتنې قضیې سږ کال سمې نیمایي کمې شوي، یو لامل یې د پولو سخت کنټرول دی

جرمني کې د ۲۰۲۵ کال لومړۍ نیمایي کې د پنا اخیستنې قضیې د تیر کال همدې مودې پرتله نژدې پنځوس فیصده کمې شوې دي.
د جرمني د کډوالو او پناغوښتونکو ادارې ویلي، په دې موده کې افغانانو تر ټولو ډیرې د پنا غوښتنې ورکړي او ور پسې بیا د سوریې او نورو هېوادونو اتباع دي.
د جرمني خبري اژانس (ډي.پي.اې) د شنبې په ماښام لیکلي د ۲۰۲۵ کال له پيله د جون تر وروستۍ نیټې نژدې ۷۳ زره کډوالو جرمني کې د پنا غوښتنه کړې، تیر کال دې موده کې دا شمیر څه باندې ۱۳۲ زره و.
د پنا غوښتنې په شمیر کې د کموالي اساسي لاملونه د جرمني په پولو کې د کنټرول زیاتېدل، جرمني ته د بالکان هېوادونو له خوا د کډوالو د تګ مخنیوی او د سوریې په سیاسي وضعیت کې بدلون ښودل شوی دی.
جرمني په څو تاوتریخجنو پیښو کې د کډوالو له لاس لرلو وروسته د پناغوښتونکو په وړاندې پولې سختې او تګلارې جدي کړې.
ملګري ملتونه: ایران سلګونه افغانان او نور لږکي د جاسوسۍ په تور نیولي

د ملګرو ملتونو کارپوهانو په یوه راپور کې ویلي، سلګونه افغانان او مذهبي او نژادي اقلیتونه په ایران کې د جاسوسۍ په تور نیول شوي دي.
په راپور کې راغلي چې دغه توقیفونه د ایران او اسراییل له ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته شوي دي.
راپور کې له افغان کډوالو سره د ایراني پولیسو پر تاوتریخجن چلند هم نیوکه شوې او راغلي چې کډوال له سپکونکو او تاوتریخجنو کړنو سره مخ شوي دي.
ملګرو ملتونو په خپل راپور کې چې نن شنبه ( د چنګاښ ۱۴مه) یې خپور کړی له ایرانه غوښتي چې د دې ډول چلندونو مخه ونیسي.
افغان کډوالو هم د ایراني پولیسو له چلنده شکایت کړی او د اسراییل او ایران له جګړې وروسته افغانستان ته هم د کډوالو څپه ماته شوې ده.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، یوازې د جولای په لومړۍ نیټه شاوخوا څلویښت زره افغانان له ایرانه افغانستان ته ستانه شوي چې اکثره یې په زور ډيپورت شوي کسان دي.
د لیورپول او پرتګال د وتلي ستوري دیوګو جوتا د جنازې مراسم نن ترسره کیږي

د انګلستان د لیورپول فوټبال لوبډلې د پرتګالي ستوري دیوګو جوتا د جنازې مراسم نن د پرتګال په ګوندومار ښار کې ترسره شول.
جوتا او ورور یې اندري سیلوا، د پنجشنبې په ورځ په اسپانیا کې یوې ترافیکي پیښه کې ووژل شول.
دیوګو جوتا ۲۸ کاله عمر درلود چې د پرتګال له ملي ټیم سره یې د اروپا د ملتونو جام اتلولي ګټلې او له لیورپول لوبډلې سره لوبه کې یې د انګلستان غوره لیګ ګټلی دی.
هغه د لیورپول او پرتګال ملي لوبډلې یو وتلی ستوری و.
د روغتیا نړیوال سازمان له هیوادونو وغوښتل پر خوږو څښاکونو، تنباکو او الکولو مالیه لوړه کړي

د روغتیا نړیوال سازمان له هېوادونو غوښتي چې د راتلونکو لسو کلونو په ترڅ کې پر خوږو څښاکونو، الکولي مشروباتو او تنباکو لرونکو محصولاتو مالیات لوړ کړي، څو د دغو توکو بیې ۵۰ سلنه لوړې شي. دا کار به هم د عامې روغتیا لپاره عواید زیات کړي او هم به د دغو زیان اړونکو موادو مصرف راکم کړي.
یادې غوښتنې چې «۳ په ۳۵» نوم ورکړل شوی، د چنګاښ په ۱۱مه (جولای ۱مه) د ملګرو ملتونو د مالیې په کنفرانس کې چې د هسپانیا په سوییا ښار کې جوړ شوی و، اعلان شوې. هدف یې دا دی چې تر ۲۰۳۵ میلادي کال پورې د روغتیايي مالیاتو له لارې یو تریلیون ډالر عاید راټول شي.
د روغتیا نړیوال سازمان وایي، د خوږو څښاکونو، الکولو او تنباکو مصرف له ناروغیو لکه شکرې او ځینو سرطانونو سره مستقیم تړاو لري، او په داسې حال کې چې نړیوالې پراختیایي مرستې کمې شوي او د حکومتونو پورونه ډېر شوي، نو د دې مالیاتو له لارې ترلاسه کېدونکي عواید کولی شي د هېوادونو د روغتیایي سیستمونو پر پیاوړتیا ولګول شي.
د روغتیا نړیوال سازمان مشر، تیدروس ادهانوم، ویلي چې دغه مالیات به له حکومتونو سره مرسته وکړي چې له «نوې واقعیت» سره ځان عیار کړي او روغتیايي لګښتونه برابر کړي.
پولنډ د جرمني له لوري د یوه افغان کډوال پر وراړولو انتقاد وکړ

د پولنډي چارواکو په وینا، د جرمني پولیسو یو افغان مهاجر د شپې ناوخته سرحد ته وروستی او بې له کوم ملګري یې د پولنډ خوا ته استولی دی.
د پولنډي رسنیو د پروني راپور له مخې، دا پېښه په داسې حال کې شوې چې د جرمني او پولنډ ترمنځ د هغو زرګونو غیرقانوني مهاجرو د بېرته ستنولو پر سر ترینګلتیا زیاته شوې، چې له پولنډ څخه جرمني ته تللي وو. د پولنډ د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي، وروستۍ پېښه د دې پرېکړې لپاره کافي توجیه ده چې پولنډ به له راتلونکې اوونۍ څخه په پوله کنټرول بېرته زبات کړي.
د پنجشنبې په ماسپښین، د پولنډ پولهساتي ځواک یو بیان خپور کړ چې پکې راغلي د دوی مشر، رابرت بګان، د جرمني د فدرالي پولیسو له مشر، دیټر رومَن، سره خبرې کړې دي. دا خبرې د هغې پېښې په اړه وې چې د ګوبین په سرحدي ښار کې رامنځته شوې وه.
په بیان کې راغلي: «د جرمني پولیسو، د دې پر ځای چې د پولنډ د پولهساتو ګزمې ته منتظر پاتې شي، یو افغان وګړی پر پوله پرېښی دی. دا ډول کړنې د جرمني له خوا د منلو نه دي او د دوی د مخکینیو تفاهمونو خلاف دي.»
د پولنډ د کورنیو چارو وزارت ویاند، یاڅیک دوبژینسکي، هم دا بیان شریک کړی او ویلي یې دي چې دا «د منلو او زغملو وړ وضعیت نه دی.» هغه زیاته کړې: «یاده پېښه د پولنډي لوري له خوا د سرحدي کنټرول د بېرته معرفي کولو پوره توجیه برابروي.»
طالبانو په کابل کې د ایکو د سرمشریزې د جوړېدو وړاندیز وکړ

د طالبانو حکومت په کابل کې د ایکو د همکارۍ سازمان د اتلسمې سرمشریزې د کوربه توب لپاره رسمي وړاندیز وکړ.
دا وړاندیز د طالبانو د ريیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په اذربایجان کې د ایکو د اوولسمې سرمشریزې په لړ کې وکړ.
اذري رسنیو پرون (جمعه) راپور ورکړ چې ملابرادر د ایکو غړیو ته وویل، په افغانستان کې بهرنۍ پانګونې ته شرایط برابر شوي او که د ایکو سرمشریزه په افغانستان کې جوړه شي، دا به د غړیو هیوادونو ترمنځ د همکاریو لپاره یو نوی باب پرانیزي.
دا په داسي حال کې ده چې د ایکو هیڅ غړی هیواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني.
قزاقستان د تورغونډۍ- هرات ریل پټلۍ په جوړولو کې پانګونه کوي

د قزاقستان صدراعظم وايي، هیواد به یې ژر په افغانستان کې د یوې ریللارې د جوړولو تفاهملیک لاسلیک کړي.
انټرفاکس خبري اژانس پرون جمعه د قزاقستان د صدراعظم اولژانس بیتکینوف په حواله ویلي، هیواد یې چمتو دی په افغانستان کې د تورغونډۍ – هرات د رېللارې پر جوړېدو ۵۰۰ میلیونه ډالره پانګونه وکړي.
دا ریلاره دوه سوه کیلو متره اوږدوالی لری چې افغانستان له ترکمنستان او بیا وروسته پلانونو کې له اروپا سره نښلوي.
خبر کې راغلي چې په دې اړه خبرې په قزاقستان کې د قزاقي چارواکو او د طالبانو د رییس الوزا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ترمنځ شوي او څو ورځو کې به په دې تړاو یو تفاهم لیک هم لاسلیک شي.
د قزاقستان د مطبوعاتي خدماتو ادارې هم پرون جمعه دغه خبر ورکړی دی.
د جرمني د کورنیو چارو وزیر له طالبانو سره د افغان کډوالو پر مستقیم ډیپورټ خبرې غواړي

د جرمني د کورنیو چارو وزیر، الکساندر ډوبرینت، ویلي چې غواړي له طالبانو سره یوه داسې مستقیمه موافقه وکړي چې پر بنسټ یې افغان کډوال له جرمني افغانستان ته بېرته واستول شي.
ډوبرینت د «فوکس» مجلې سره مرکه کې ویلي: «زما نظر دا دی چې موږ له افغانستان سره مستقیمې هوکړې وکړو څو د افغانانو د بېرته لېږلو زمینه برابره شي.»
هغه زیاته کړې چې تر اوسه یې د درېیمو هېوادونو له لارې له طالبانو سره خبرې کولې، خو وایي: «دا دایمي حل نهشي پاتې کېدای.»
جرمني تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او له دې ډلې سره رسمي ډیپلوماتیکې اړیکې نه لري، خو په وروستیو کې یې یو شمېر هغه افغانان چې په جرمني کې یې جرمونه کړي، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته استولي دي.
افغانان د سوریانو وروسته په جرمني کې د پناه غوښتونکو دویمه ستره ډله ده، چې یوازې په ۲۰۲۴ کال کې یې شمېر تر ۳۴ زره زیات و.