د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۸

سره میاشت: افغانستان د کرونا ویروس له لاسه ناورین سره مخ دی


د کابل افغان-جاپان روغتون کې په کرونا ویروس اخته ناروغ د درملنې پر مهال
د کابل افغان-جاپان روغتون کې په کرونا ویروس اخته ناروغ د درملنې پر مهال

د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، دا هېواد د کرونا ویروس له لاسه له ناورین سره مخامخ دی.

دې ادارې پرون د سې شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل، د کرونا ویروس مخ پر زیاتېدونکې پېښې په روغتونونو او کلینیکونو کې د ناروغانو د منل کېدو ظرفیت محدودوي.

په اعلامیه کې راغلي، افغانستان د کرونا ویروس له لاسه له روغتیايي، ټولنيز او اقتصادي ناورین سره مخامخ دی.

د رسمي شمېرو له مخې، په افغانستان کې تر ۳۴ زره او ۷۰۰ زیات کسان په دې ویروس اخته شوي او تر اوسه تر زرو زیات کسان مړه شوي دي.

خو د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ښايي تر رسمي شمېر زیات وي. د دې ادارې په وینا، لامل‌یې د کرونا ویروس محدود معاینات او ضعیف روغتیايي سیستم دی.

XS
SM
MD
LG