د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۸

نړیوالې ورځپاڼې د افغانستان په اړه څه وايي؟


ځینې نړیوالې ورځپاڼې
ځینې نړیوالې ورځپاڼې
  • نیویارک ټایمز

د امریکا چاپ ورځپاڼې نیویارک ټایمز په خپله پرونۍ ګڼه کې د طالبانو او روسیې د اړیکو په اړه لیکنه خپرې کړې او په پیل کې یې په ۲۰۱۷ میلادي کال د افغانستان په شمال کې د طالبانو جګړو ته اشاره کړې چې طالبانو په کې ګڼې لاسته راوړنې درلودې.

هغه وخت په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکولسن شک ښوولی و، چې له وسله والو طالبانو سره ښايي روسیې مرسته کړې وي.

د ورځپاڼې د لیکوال په باور، هغه وخت په کابل کې په ډیپلوماتیکو کړیو کې هم دا ګنګوسې وې چې د روسیې له خوا وسله والو طالبانو ته شوبین دوربینونه او د زغروالو وسایطو ضد مهمات هم ورکړل شوي دي.

د نیویارک ټایمز په لیکنه، جنرال جان نیکولسن هغه وخت کره اسناد وړاندې نه کړل خو دې ټکي ته یې اشاره وکړه، چې درې پخواني سیالان، طالبان، روسیه او ایران څنګه په خپلو مشترکو ګټو کې چې له افغانستانه د امریکایانو وتل دي- متحد شوي او د جګړې ډګر څومره مغشوشوونکی شوی دی.

ښاغلي نیکولسن په ۲۰۱۸ میلادي کال کې ازادۍ راډیو ته ویلي وو: "د ناټو مرکز ته د افغانستان د شمالي ولایتونو والیانو داسې وسلې وروړې وې، چې ګواکې روسیې طالبانو ته ورکړي دي."

د ورځپاڼې لیکوال وروسته د امریکا هغې وروستۍ استخباراتي ارزونې ته اشاره کړې، چې په کې ویل شوي، روسیې په افغانستان کې پر امریکايي او ايتلافي پوځیانو د حملې لپاره طالبانو ته انعامونه ورکړي او دې مسئلې په امریکا کې سیاسي رهبرانو ته ټکان ورکړی دی.

هغه تورونه چې روسیې او طالبانو دواړو رد کړي دي.

د نیویارک ټایمز په لیکنه کې وړاندې راغلي، که دا له یوې خوا په افغانستان کې د روسیې د لاسوهنې زیاتېدل جوتوي، دا هم ښکاره کوي چې روسیه له کلونو راهیسې له طالبانو سره د خپلو اړیکو د پیاوړتیا هڅه کوي.

د لیکوال د ارزونې له مخې، روسان داسې فکر کوي چې افغان حکومت کاملاً د امریکا د متحدو ایالتونو له خوا کنټرولېږي او له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په صورت کې به دغه حکومت یوازې د خپلې بقا لپاره مبارزه کوي.

  • سټار ټربیون

بلې امریکایي ورځپاڼې سټار ټربیون بیا په سمنګان کې د ملي امنیت پر ریاست د پرونۍ حملې په اړه لیکنه خپره کړې ده.

د مصالحې عالي شورا ویلي چې پر ملکیانو او عامه تاسیساتو حملې هېڅ ډول توجیه نه لري او ټول اړخونه باید د ملکیانو د ځان او مال خوندیتوب ته درناوی وکړي.

وسله والو دغه حمله غرمه مهال تر یوې موټربم چاودنې وروسته پیل کړه، چې په نتیجه کې یې لسګونو سرتېرو، ملکیانو او وسلوالو حمله کوونکو ته مرګ ژوبله واوښته.

د سټار ټربیون په لیکنه، د طالبانو ویاند ذبیح اله مجاهد د دې حملې مسئولیت منلی دی او طالبان چې په سمنګان کې فعال دي په وروستیو کې خپلې حملې زیاتې کړي دي.

په لیکنه کې د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو د طالبانو د یکشنبې ورځې حملې ته هم اشاره شوې، چې په نتیجه کې یې لږ تر لږه ۱۴ سرتېري وژل شوي او طالبانو د هغې حملې مسئولیت هم منلی دی.

د مقالې په دوام راغلي، وسله والو طالبانو او دولتي ځواکونو په وروستیو کې د هېواد په سطحه د حملو د زیاتېدو تورونه پر او یوه بل اړولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره هم هڅې روانې دي.

د بندیانو په تبادله کې راغلي ځنډ، د بین الافغاني مذاکرو پیل ټکنی کړی، د دې تر څنګ د حملو زیاتوالي هم د دغو خبرو د پیل په اړه شکونه ولاړ کړي دي.

د مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله پرون په یوه اعلامیه کې ویلي، د جګړې زیاتوالی نه یوازې د سولې د پروسې پرمختګ ته زیان رسوي، بلکې پر راروانو مذاکرو هم سیوری غوړوي او د سولې بهیر زیانمنوي.

XS
SM
MD
LG