د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۲

مسیر: د سولې لپاره د لا ډېرې قربانۍ او انعطاف اړتیا ده


کابل ورځپاڼې
کابل ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د سولې او له طالبانو سره د حکومت د تقابل په اړه لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې خپله سرمقاله کې ټینګار کړی چې د سولې لپاره د لا ډېرې قربانۍ او انعطاف اړتیا ده.

وړاندې راغلي، که له یوې خوا حکومت طالبان د تاوتریخوالي پر زیاتولو تورنوي او وايي چې دا تاوتریخوالی به د سولې هڅې زیانمنې او خلک ناهیلي کړي. له بلې خوا طالبان بیا حکومت د سولې د خبرو په پیل کې پر خنډ جوړولو تورنوي او وايي چې د دوحې د تړون پر اساس باید پاتې طالب بندیان هم خوشې شي، څو د سولې بین‌الافغاني خبرو ته لاره هواره شي.

د مسیر ورځپاڼې په باور، د حکومت دریځ له سولې سره له مخالفت پرته بله هېڅ معنی نه‌لري، ځکه چې که په دې ۶۰۰ بندیانو د سولې خبرې پیلېږي، نو په‌کار ده چې په خوشې کولو کې یې ځنډ ونه‌شي او په وینا یې د دغو بندیانو نه‌خوشې کول د جګړې د دوام سبب شوي، هره ورځ لسګونه افغانان وژل کېږي.

ورځپاڼې لیکلي، طالبان هم باید نرمښت وکړي، د بندیانو د خوشې کولو لپاره له سیاسي لارو چارو کار واخلي، تاوتریخوالی زیات نه‌کړي، ځکه چې اوس جګړه پوره افغاني ده او زیان‌یې یو مخ افغانانو ته رسېږي.

ورځپاڼې ټینګار کړی، د جګړې اوسنی زیان ولس ته اوړي، نو ځکه هر څوک چې له دې ولس سره مینه او خواخوږي لري، له خپله اړخه باید ډېره قرباني او انعطاف وښيي، څو د سولې پروسه بریالۍ شي او جګړه‌ خوښي او د سولې ضد کسان ناکام او رسوا شي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې هم د سولې په لار کې پرتو خنډونو ته اشاره کړې او پوښتنه‌یې مطرح کړې چې څنګه د دې جګړې پر دوام طالب ټينګار کوي او د ټولو سوله غوښتونکو هيلو او غږونو په مقابل کې بې‌تفاوته پاتې کېږي؟!

ورځپاڼه لیکي، ځواب جوت دی، په افغانستان کې دا جګړه د پرديو له‌خوا روانه ده، دا جګړه د طالب پر مټ روانه ساتل کېږي. د سرمقالې لیکوال پر پاکستان، ايران او روسيې تور پورې کړی چې د افغانستان په جګړه کې مخامخ ښکېل دي او طالبان‌یې د دې جګړې لپاره کرایه کړې ډله ده.

د سرمقاله لیکونکي په باور، طالبانو د قطر په تړون کې منلې چې تاوتریخوالی به کموي، خو عملاً يې په ټوله کې جګړه او بريدونه زيات کړي چې قرباني يې ملکي وګړي ورکوي.

ورځپاڼه لیکي، د طالبانو له‌خوا د جګړې او بريدونو زياتېدل، په ښارونو او امنيتي ځواکونو د دې ډلې بريدونه، د سړک غاړې ماين چاودنې چې قربانيان‌‌يې ملکيان دي او د دولتي کارکوونکو په نښه کول، په هېواد کې تل‌‌پاتې سولې ته د رسېدو او د بين‌‌الافغاني خبرو د پيل لپاره د افغانانو او نړيوالې ټولنې هيلې زيانمنوي!.

د دې ډلې له‌خوا د جګړې دوام، د سولې پر پروسې ناوړه اغېز کوي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې لیکلي، په افغانستان کې د روسیې له لوري طالبانو ته د امریکايي پوځیانو د وژلو په بدل کې د انعام منلو په اړه د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له خپرېدو وروسته په دې موضوع په لوېدیځو رسنیو کې ډېر غبرګونونه راپارولي دي.

ورځپاڼې د ځنیو کارپوهانو په حواله لیکلي چې روسیه داسې افغانستان غواړي چې هېڅکله د پخواني شوروي اتحاد په جمهوریتونو کې د جهادي غورځنګونو ملاتړ ونه‌‌کړي او نه امریکایانو ته اډه ورکړي چې یوه ورځ د روسانو پر ضد ورڅخه کار واخلي.

ورځپاڼه کې راغلي، روسیه له طالبانو سره د امریکا د موافقې ملاتړ کوي او په عین وخت کې مسکو د لوېدیځ د پوځي حضور د محدودولو او د داعش ډلې پر ضد د طالبانو ننګه کوي.

XS
SM
MD
LG