د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۸

هېواد: یو شمېر خوشې شوي طالب جنګيالي يو ځل بيا دې تپل شوې جګړې ته تللي دي!


د کابل یو شمېر ورځپاڼې
د کابل یو شمېر ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د سولې پروسې او بندیانو د خوشې کولو په تړاو لیکنې او تبصرې کړې دي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي، په تېره اوونۍ کې افغان حکومت د سولې راوستو لپاره د سيمه‌ييزې او نړيوالې اجماع د پياوړتيا په موخه درې غونډې راوبللې چې د ۴۰ هېوادونو استازو، ملګرو ملتونو او نورو نړيوالو ارګانونو او مؤسسو استازو په‌کې ګډون وکړ او له طالبانو يې وغوښتل چې د سولې لپاره تاوتريخوالی راکم کړي، ځکه د طالبانو بريدونه او ولسي وژنه زیات شوي دي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، د امريکا او طالبانو د تړون پر بنسټ افغان حکومت د طالبانو له څلورو زرو زیات طالب بندیان خوشې کړي، خو د دغو بندیانو د خوشې کولو په مقابل کې طالبانو هېڅ جګړه نه‌ده کمه کړې چې دا د افغان ملت، افغان حکومت او نړيوالې ټولنې او سيمې لپاره د پوښتنې وړ مسئله ده.

سرمقاله لیکونکي ادعا کړې چې یو شمېر خوشې شوي طالب جنګيالي يو ځل بيا دې تپل شوې جګړې ته تللي دي! خو په خبره‌یې طالبان پر خپله دې غوښتنه چې د دوی ټول ۵ زره بندیان دې له کوم ضمانت او ژمنې پرته خوشې شي، ټینګار کوي.

ورځپاڼه لیکي، دا هغه معامله ده چې نړيواله ټولنه‌يې هم خطرناکه بولي او په دې برخه کې د طالب ډلې دا دریځ چې که ټول بندیان خوشې نه‌شي، نو د سولې لپاره نه‌چمتو کېږي سم نه‌دی.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي "ولسمشر غني د طالب بندیانو د خوشې کولو مخالفت نه‌شي کولای، خو مزاحمت او ځنډول کولای شي."

وړاندې راغلي، حکومت پوهېږي چې د لوبې ابتکار یې د لاسه ورکړی دی، خو خپل ټول وس کوي چې د سولې د پروسې مزل ټکنی او ورو کړي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، د غني محاسبه د خپلو شخصي ګټو له مخې ډېره غلطه نه‌ده؛ ځکه چې سیاست د فُرصتونو لوبه ده او یوه ورځ یا یو ساعت کله ډېر غټ مفهوم لري.

ورځپاڼه لیکي، غني فکر کوي، که‌یې د سولې پروسه د امریکا تر ټاکنو ورواړوله چې شااوخوا ۶ میاشتې ورته پاتې دي، کېدای شي په تاوان روان بهیر یې په ګټه شي.

  • مسیر

مسیر ورځپانې په خپله سرمقاله کې بیا، په امریکا کې د افغانستان په سفارت کې د فساد یو مورد ته اشاره کړې ده.

ورځپاڼه لیکي، هلته یو دېوال چې ۸۰ زره ډالره لګښت پرې راځي، په ۱،۸ میلیونه ډالره جوړېږي.

په سرمقاله کې راغلي، ولسمشر غني له فساد سره د مبارزې ډېرې چیغې وهي، خو د فساد دغو سترو تورونو او رسواییو ته په ځواب کې یوازې دومره وايي چې دا فساد ورته له پخواني حکومته په میراث پاتې دی.

سرمقاله لیکونکي پوښتنه کړې، ولسمشر ډېر کله خپلو خبرو ته نه‌متوجې کېږي، د خبرو او عمل ترمنځ‌یې هم د ځمکې او اسمان هومره توپیر وي او په وینا یې که غني فکر کوي چې فساد ورته په میراث پاتې دی، نو هغه فساد چې په اوسني حکومت کې له پخوا څو چنده زیات شوی دی، چا ته به په میراث پاتې کېږي؟ په اوسني حکومت کې فساد ډېر سیستماتیک شوی او مشخصه کړۍ چې په ارګ واکمنه ده، فساد رهبري کوي.

مسیر ورځپاڼې ادعا کړی چې ارګ له کمېشنکارانو ډک دی، د ولسمشر له لوري مقرر شوي یو درجن مشاورین بل کار نه‌لري، ټوله ورځ کمېشنکاري کوي، د پیسو په بدل کې شرکتونو او اشخاصو ته قراردادونه اخلي او په وینا یې ولسمشر دې نه‌هېروي چې نوموړي ان له تېر حکومت څخه هم مفسدین را اخیستي، په "تداوم" کې یې یوازې د تېرو مفسدینو کار ته دوام ورکړی او په "تحول" کې بیا نوي مفسدین هم ورسره یوځای کړي دي.

XS
SM
MD
LG