د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۷

سرچینې: عبدالله عبدالله د کابینې لپاره د خپلې برخې د نوماندانو لېست ارګ ته وسپاره


افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله
افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله

د ملي مصالحې عالي شورا رئیس ته نږدې باوري سرچینو ازادي راډیو ته تأییده کړه چې ښاغلي عبدالله کابینې ته د خپلې برخې د نوماندانو لېست ارګ ته سپارلی دی.

سرچینه چې نه‌یې غوښتل نوم او غږ یې خپور شي ازادي راډیو ته وايي، په دغه لېست کې ۱۳ نوماند وزیران او د اداري اصلاحاتو ریاست ته د نوماند نومونه شامل دي چې تېره شپه ولسمشر ته لېږل شوی.

ارګ کې هم یوه سرچینه له ازادي راډیو سره په خبرو کې تأییدوي چې ښاغلي عبدالله یاد لېست ولسمشر غني ته سپارلی دی.

د ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ له سیاسي هوکړې وروسته بالاخره د ښاغلي عبدالله ټیم په دې وتوانېد چې په کابینه کې د ورکړل شوې ونډې د نوماند وزیرانو لېست ارګ ته وسپاري.

په کابینه کې د عبدالله عبدالله ۵۰ سلنه ونډه د دغې هوکړې یوه برخه وه.

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي مصالحې عالي شورا د مشر عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي هوکړه‌لیک لاسلیک غونډه
د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي مصالحې عالي شورا د مشر عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي هوکړه‌لیک لاسلیک غونډه

په سپارل شوي لېست کې؛

  • کورنیو چارو وزارت ته مسعود اندرابي
  • عدلیې وزارت ته فضل احمد معنوي
  • کرنې او مالدارۍ وزارت ته انوارالحق احدي
  • کډوالو چارو وزارت ته نورالرحمان اخلاقي
  • قومونو او قبایلو چارو وزارت ته محب‌الله صمیم
  • د سولې چارو وزارت ته مصطفی مستور
  • مخابراتو وزارت ته معصومه خاوري
  • سوداګرۍ وزارت ته نثار احمد غوریاني
  • اقتصاد وزارت ته سعادت منصور نادري
  • کار او ټولنیزو چارو وزارت ته بشیر احمد ته‌ینج
  • لوړو زده‌کړو وزارت ته کنشکا ترکستاني
  • ټرانسپورټ وزارت ته عباس بصير
  • د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت ته نجیب اقا فهیم
  • او د اداري اصلاحاتو ریاست ته عزیزالله ارینفر

د نوماندانو په توګه معرفي شوي دي.

په ورته وخت کې د افغانستان ولسي جرګه د ښاغلي عبدالله له دې اقدام د هرکلي ترڅنګ ټینګار کوي چې ارګ باید ژر ټول لېست بشپړ او دوی ته معرفي کړي.

محمد مېرزا کټوازی
محمد مېرزا کټوازی

د دغې جرګې لومړي مرستیال محمد مېرزا کټوازي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "خبر مو ترلاسه کړی چې عبدالله عبدالله د کابینې لېست ارګ ته سپارلی، موږ له دې اقدام هرکلی کوو، له ولسمشر غواړو چې د کابینې بشپړ لېست ولسي جرګې ته د باور رایو لپاره معرفي کړي، څو ورسره په ادارو کې د سرپرستۍ دود مات شي."

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر محمد اشرف غني له لوري یو شمېر نوماند وزیران لا له وړاندې معرفي شوي.

د جمهو رئیس مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال ازادي راډیو ته د عبدالله عبدالله له‌خوا ارګ ته د سپارل شوي لېست په اړه څه ونه‌ویل، خو ټینګار یې وکړ چې ډېر ژر به جمهوري ریاست د کابینې بشپړ لېست ولسي جرګې ته واستوي.

دوا خان مینه‌پال
دوا خان مینه‌پال

ښاغلی مینه‌پال زیاتوي: "حکومت د سرپرستۍ فرهنګ ختموي ډېر ژر به د کابینې لېست ولسي جرګې ته معرفي کړي."

اوس به ولید شي چې ارګ بشپړ لېست کله ولسي جرګې ته معرفي کوي.

XS
SM
MD
LG