د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۷

نړۍ کې پر کرونا ویروس د اخته شویو کسانو شمېر له ۱۲ میلیونو واوښت


ارشیف
ارشیف

په نړۍ کې پر کرونا ویروس د اخته شویو کسانو شمېر له ۱۲ میلیونو واوښت.

د ټولو کرونا نیولو شااوخوا یوه درېیمه برخه‌یې د امریکا په متحده ایالاتو کې دي. په هغه هېواد کې چې د دغه ویروس نوې پېښې په‌کې په تېره بیا په جنوبي او لوېدیځو ایالتونو له فلوریدا نه تر تګزاس او له ارېزونا نه تر کالیفورنیا پورې، مخ په زیاتېدو دي.

د جانز هاپکنز پوهنتون د چهارشنبې د ورځې د شمېرو له مخې په متحده ایالاتو کې له درې میلیون زیات کسان پر کرونا اخته شوي او لږترلږه ۱۳۲ زره او ۲۵۶ کسان ترې مړه شوي دي.

له متحده ایالاتو وروسته په برازیل او هند کې د کرونا نوې پېښې په زیاتېدو دی. د تأیید شویو شمېرو له مخې په برازیل کې یو میلیون ۷۰۰ زره کسان او په هند کې ۷۴۲ زره کسان پر کرونا اخته شوي دي.

مکسیکو هم په یوه ورځ کې د کرونا ویروس د ۶،۹۹۵ نویو پېښو په ثبتولو سره نوی ریکارډ ټینګ کړ. په دې سره دا هېواد له اسپانیا چې له ۲۷۵ زره زیاتې پېښې یې ثبت کړې، مخکې شو.

د استرالیا په دوهم ستر ښار ملبورن کې چې پنځه میلیون وګړي اوسي، چارواکو سر له ننه بېرته سخت بندیزونه لګولي دي.

XS
SM
MD
LG