د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۶

ټرمپ: امریکا ۴ میاشتې دمخه په ټولو برخو کې ښه وضعیت کې وو


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر د جولای پر څلورمه د دې هېواد د خپلواکۍ ورځې په مناسبت د مبارکۍ پیغام په ترڅ کې وویل، څلور میاشتې دمخه امریکا د نړۍ تر بل هر هېواد په ټولو برخو کې په ښه وضعیت کې وو.

ولسمشر ډونالد ټرمپ په یوه وېډیویې پیغام کې د سپینې ماڼۍ په رسمي ټویټر پاڼه کې وویل: "د خپل ستر هېواد ټولو وګړو ته د جولای څلورمه د خوښیو هیله کوم. دا یوه خاصه ورځ ده چې ډېر مسایل او تر ټولو ډېر ازادي لمانځو. موږ یو هېواد لرو چې واقعاً بېرته راګرځي. څلور میاشتې دمخه مو په ټولو برخو کې ریکارډ درلود. موږ د بې‌کارۍ تر ټولو ټیټه، د کاري بوختیاوو تر ټولو ښه سطح، او د اسهامو تر ټولو ښه بازار مو درلود. د تاریخ په اوږدو کې تر بل هر هېواد ښه وو."

ولسمشر ټرمپ زیاته کړه، دا چې د ده په وینا د چین وحشتناکې وبا امریکا په نښه کړه، خو اوس متحده ایالات د بریالیتوب په درشل کې دی.

د ورلډومېټرز سایټ د شمېرو له مخې تر پرون پورې په امریکا کې شااوخوا دوه میلیونه او ۹۰۰ زره کسان په کرونا ویروس اخته شوي او په همدې هېواد کې له کرونا ویروس څخه څه باندې ۱۳۲ زره کسان مړه شوي دي. شمېرې ښیي چې په امریکا کې یو میلیون او ۲۳۶ زره کسان له 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ څخه بېرته جوړ شوي دي.

XS
SM
MD
LG