د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۸

محمدیوسف غضنفر د کرونا ویروس له امله ومړ


محمدیوسف غضنفر
محمدیوسف غضنفر

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني فوق العاده استازی محمد یوسف غضنفر د کرونا ویروس له امله ومړ.

په اقتصادي، د سوداګرۍ د پراختیا او د بې وزلۍ د راکمولو په چارو کې د افغان ولسمشر فوق العاده استازی محمد یوسف غضنفر د کويډ ۱۹ ناروغۍ له امله تېره شپه په حق ورسېد.

د مرحوم غضنفر یو نږدې خپل فریدون الهام ازادي راډيو ته وویل، چې نوموړی په کرونا ویروس اخته شوی و.

د ښاغلي الهام په خبره نوموړی د ترکیې په پلازمېنې انقره کې تر درملنې لاندې و، چې تېره شپه د کابل په وخت ۹ بجې یې ساه وکړه.

محمد یوسف غضنفر د عبدالغفار زوی په ۱۳۴۴ لمریز کال د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې زېږېدلی و.

نوموړي لوړې زده کړې نه درلودې، خو لوی سوداګریز شرکتونه یې رهبري کول، چې غضنفر بانک د دغه سوداګریزې ټولګې یوه برخه ده.

له ښاغلي غضنفر ۶ لوڼې او ۲ زامن پاتې دي.

محمد یوسف غضنفر څو کاله وړاندې سیاست ته مخه کړه او د ولسي جرګې د پنځلسمې دورې وکیل پاتې شوی.

نوموړي د ۱۳۹۸ کال د جمهوري ریاست په ټاکنو کې له محمد اشرف غني ملاتړ وکړ.

ښاغلي غني د لوړې په مراسمو کې نوموړی په اقتصادي، د سوداګرۍ د پرختیا او د بېوزلۍ د راکمولو په چارو کې خپل فوق العاده استازي وټاکه او د مرستیالانو له امتیاز برخمن و.

په دې ترتیب سره ښاغلي غضنفر د محمد اشرف غني د ټیم په جوړښت کې څلورم کس ګڼل کېده.

اوس پوښتنه داده چې ایا د مرحوم غضنفر ځای ناستی به وټاکل شي؟

که څه هم له وخت وړاندې ده چې حکومت په دې اړه نظر څرګند کړي، خو حقوق پوهان وايي، چې د ښاغلي غضنفر د ځای ناستي ټاکل حتمي خبره نه ده.

ودیر ساپی
ودیر ساپی

د حقوقي چارو کارپوه ودیر ساپي ازادي راډيو ته وویل، خو که ولسمشر وغواړي کولای شي، د غضنفر له کورنۍ یو څوک په دې سمت وټاکي.

هغه زیاتوي: "که ولسمشر وغواړي د نوموړي له کورنۍ یا د هغه له سوداګریزې ډلې یو څوک وټاکي کولای شي، خو حتمي نه ده، ځکه چې د اساسي قانون په چوکاټ کې د مرحوم غضنفر سمت نشته."

افغان ولسمشر د خپل دفتر رئیس ته دنده سپارلې، څو د محمد یوسف غضنفر د جنازې او خاورو ته سپارل مراسم په ځانګړي دولتي مراسمو سره ترسره کړي.

د ښاغلي غضنفر د مړینې په اړه د محمد اشرف غني په پیغام کې راغلي: "محمد یوسف غضنفر د افغانستان د ابادۍ او اړمنو او بېوزله خلکو د مرستې جدي کارونه پيل کړي و او ویاړم چې داسې نیک او د خلکو خدمتګار شخصت مې ترڅنګ و."

دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله د افغانستان په دولتي روغتونونو کې ٧ اته مړه شوي، ٣٤٧تنه نوي پرې اخته شوي او نږدې ٢٠٠٠ تنه ارې روغ شوي دي.

په دې سره ټوله کې په افغانستان کې د کرونا ویروس له امله د مړو کسانو شمېر ٨٢٦ ته پورته شو، له ٣٢ زره زیات کسان پرې اخته شوي او نږدې ٢٠ زره کسان ترې روغ شوي دي.

XS
SM
MD
LG