نړۍ
اروپايي ټولنه: روسیه دې د ټولپوښتنې پرمهال د بې نظمیو په اړه څېړنې وکړي
اروپايي ټولنې له روسیې غوښتي، څو د هغو راپورونو په اړه څېړنې وکړي چې په دې هېواد کې د ملي ټولپوښتنې پرمهال د بې نظمیو په اړه ورکړل شوي دي.
په دې ټولپوښتنه کې، د روسیې په اساسي قانون کې د بدلون طرحه تایید شوه.
په وړاندیز شویو بدلونونو کې د نورو مسئلو ترڅنګ، تر ۲۰۳۶ میلادي کال پورې په واک کې د ولادیمیر پوتین احتمالي پاتې کیدو ته هم لاره هوارېږي.
کرملین د پنجشنبې په ورځ دا ټولپوښتنه وستایله، او هغه یې پر ولادیمیر پوتین د باور په برخه کې یوه بریالۍ ټولپوښتنه وبلله.
تقریباً په سلو کې ۷۸ کسانو په اساسي قانون کې تر ۲۰۰ د زیاتو مواردو د بدلون په پلوۍ رای ورکړي دي.
پوتین په ټلویزوني وینا کې د ټولپوښتنې د پایلو په غبرګون کې وویل: "ما د روسیې په اساسي قانون کې د بدلونونو د اړتیا په اړه ډېرې خبرې وکړې، دا زموږ د سیاسي سیستم د ټینګښت لپاره دي او همدارنګه زموږ ټولنیزو تضمینونو او مځکنۍ بشپړتیا د ټنګښت لپاره مهم دي، همدارنګه زموږ د معنوي او تاریخي او اخلاقي ارزښتونو په اړه دي چې نسلونه سره راټولوي، زه په عین حال کې هغه کسان چې د دې پر ضد یې رایې ورکړې هم درک کوم."
د رای ورکولو په ځینو مرکزونو کې د بې نظمیو راپورنه او یو شمېر هغو خبریالانو او فعالانو ته چې د رایې ورکولو د څارنې هڅه یې کوله ګواښونه، د دې سبب شول چې د اروپايي ټولنې ۲۷ غړي هېوادونه په دې اړه سمدستي د څېړنو غوښتنه وکړي.
د اروپايي ټولنې ویاند پیټرسټانو وویل، تمه لري چې ددې راپورونو په اړه به جدي څېړنه وشي ځکه د نوموړې په وینا دا جدي تورونه دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
اوکراين د روسيې د ننه د تېلو پر يوه زېرمهتون د بريد خبر ورکړی
اوکراین وايي، چې نن (پنجشنبې) یې د روسیې دننه د تېلو پر یو زېرمهتون او د هوايي دفاع پر یو رادار برید کړی دی.
دا برید پهداسې حال کې شوی چې، د امریکا د نوي منتخب ولسمشر د کار تر پیلېدو مخکې روسیې او اوکراین پر یو بل بریدونه ډېر کړي دي.
د اوکراین د پوځ عمومي قومندانۍ ویلي، د روسیې د روستوف په سیمه کې یې د اتالس د تېلو په ذخیره برید کړی، چې له امله یې په دغو تاسیساتو کې اور لګېدلی.
د تېلو د زېرمه کولو پر دغو تاسیساتو تر دې وړاندې سږ کال یو بل برید هم شوی و.
سوريه کې د تحريرالشام ډلې يوه پوځي اډه او ۱۳ کلي نيولي
د سوریې په ادلب او حلب ولایتونو کې د تحریرالشام جهادي یاغیانو د بریدونو او پرمختګونو په دوام کې د سوریې د پوځ یوه اډه نیولې او د حکومت تر کنټرول لاندې ۱۳ نور کلي یې لاندې کړي دي.
دا پوځي بدلونونه مسکو ته د بشارالاسد د ناببره سفر سبب شول.
ده په مسکو کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیرپوتین سره ولیدل، خو لا هم د دوی د خبرو جزیات نهدي خپاره شوي.
د دغو بریدونو په ځواب کې، چې د چهارشنبې په ورځ (د لیندۍ میاشتې په ۷مه) په ناڅاپي ډول پیل شول، د روسیې په ملاتړ په هوایي بریدونو کې، د وژل شویو کسانو شمېر شاوخوا ۲۰۰ ته رسېدلی دی.
ځینې راپورونه دا شمېر تر ۲۳۰ زیات ښیي.
په بریتانیا کې د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې ویلي چې، د جمعې تر سهار وختي پورې د تېرو دوو ورځو په بریدونو کې د تحریرالشام ۱۰۲ جنګیالي، د دوی د متحدو ډلو ۱۹ غړي او د سوریې ۶۱ حکومتي سرتیري وژل شوي دي.
په جګړهځپلو سیمو کې د روسیې له لوري د پنجشنبې د ورځې په هوایي بریدونو کې لږ تر لږه ۱۹ کسان وژل شوي دي.
د تحریرالشام جهادي افراطیانو په تېرو څلورو کلونو کې دا ډول بریدونه نه وو کړي.
اسراییل او حزبالله یو بل د اوربند پر سرغړونې تورن کړي دي
په همدې حال کې د اسراییل صدراعظم اعلان کړی، پوځ ته یې امر کړی چې د اوربند د ماتېدو په صورت کې د جګړې لپاره چمتو واوسي.
متحدهایالات حزبالله د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني، خو اروپایي اتحادیې یوازې د دې ډلې نظامي څانګه په تور لېست کې شامله کړې ده.
د اسراییل پوځ د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ اتمه) اعلان وکړ، هغه تاسیسات یې په نښه کړي دي چې، د حزبالله ډله یې د منځني واټن توغندیو د زېرمې لپاره د لبنان په جنوب کې کاروي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور لهمخې، دغه برید د لیتاني سیند په شمال کې د بیساریه په کلي کې ترسره شوی او دا د اوربند د نافذېدو له پیل راهیسې د اسراییل لومړنی هوايي برید ګڼل کېږي.
د راپور پر اساس، په هغه اوربند کې چې د چهارشنبې په سهار نافذ شوی دی، د لیتاني سیند په جنوب کې د غیر قانوني پوځي تاسیساتو پر ختمولو ټینګار شوی، خو د سیند په شمال کې پوځي تاسیساتو ته اشاره نهده شوې.
د اسراییل پوځ دا هم اعلان وکړ چې، د پنجشنبې په ورځ یې څو "مشکوک" اقدامات چې ګواښ ګڼل کېدل او د اوربند شرایط یې ماتول، پېژندلي دي.
د ايران او درې اروپايي هېوادونو خبرې اترې؛ عراقچي يې پر پايلو بېباوره دی
د ایران او درېیو اروپایي هېوادونو د خبرو اترو په درشل کې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر د دې خبرو پر پایلو بېباوري څرګنده کړه.
د رویټرز خبري اژانس د راپور لهمخې، ټاکل شوې ده چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال او د ایران جګپوړی مرکچي، مجید تخت روانچي نن جمعه، (د لیندۍ ۹مه) په جینیوا کې د بریتانیا، جرمني او فرانسې له استازو سره وګوري.
رویټرز د ډیپلوماټیکو سرچینو له قوله راپور ورکړی چې، د جینیوا خبرې به تر ډېره د بېلابېلو نظریاتو د وړاندې کولو غونډه وي، چې تمرکز به یې د ایران د اتومي دوسیې په اړه د ټرمپ د احتمالي چلند پر متقابلو اندېښنو وي.
لهدې وړاندې، په بېلابېلو راپورونو کې ویل شوي و چې، د ډونالډټرمپ په نوې اداره کې به د ایران پر وړاندې د "اعظمي فشار" سیاست دوام وکړي او په عین حال کې له تهران سره د خبرو اترو احتمال هم شته.
يوشمېر بنسټونو د پاکستاني خبريال مطيعالله جان د خوشې کېدو غوښتنه وکړه
د بشري حقونو یوشمېر موسسو د پاکستاني خبریال مطیعالله جان د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.
مطیعالله جان د چهارشنبې په ورځ ونیول شو او پر ده د ترهګرۍ اړوند تور لګېدلی دی.
مطیعالله جان د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان د پلویانو د مظاهرو راپورونه ورکول.
د بښنې نړیوال سازمان په یوه بیان کې پرون وویل چې، مطیعالله جان په جعلي تورونو نیول شوی او دا د بیان او رسنیو ازادۍ ته توهین دی.
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې هم پرون له پاکستاني چارواکو وغوښتل چې ياد خبريال ازاد کړي.
عراقچي: که ملګري ملتونه پر تهران بيا بنديزونه ولګوي، ايران به اټوم بم جوړ کړي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وایي، که چېرته ملګري ملتونه بیا پر تهران بندیزونه ولګوي، ایران به خپله اټومي تګلاره بدله کړي او اټوم بم به جوړ کړي.
عباس عراقچي پرون د پرتګال په پلازمېنه لیسبون کې خبریالانو ته وویل، ایران له اوږدې مودې راهیسې د اټومي بم په تخنیک پوهېږي، خو دا کار د ایران د امنیتي ستراتېژۍ برخه نهده.
دا څرګندونې پهداسې وخت کې شوې دي چې، ټاکل شوې ده نن د ایران له استازیو سره د بریتانیا، فرانسې او جرمني استازي په جینوا کې خبرې وکړي.
پهدې غونډه کې به د ایران د اټومي پروګرام په ګډون پر یوشمېر نورو موضوعاتو لکه د منځني ختیځ د شخړو په اړه خبرې وشي.
سوريه کې د ايران د سپاهپاسداران يو جګپوړی قوماندان وژل شوی
د ایران د سپاهپاسداران وايي، په سوریه کې یې یو مهم پوځي سلاکار وژل شوی دی.
دغه ځواک پرون (پنجشنبې) وویل چې کیومرث پورهاشمي، چې حاجي هاشم مشهور و، د چهارشنبې په ورځ د "تکفیري ترهګرو" له لوري ووژل شو.
له تکفیري ترهګرو څخه د سپاهپاسداران منظور تحریرالشام ډله ده.
د سپاهپاسداران د عامه اړیکو څانګې په یوه خبرپاڼه کې همداراز ویلي، پورهاشمي د "د بي بي زینب د زیارت" له مدافعانو څخه و او پوځي رتبه يې برید جنرالي وه.
راپورونه وايي چې، دا جګپوړی ایرانی قوماندان په حلب کې د بشار اسد د مخالفې ډلې، تحریرالشام، له لوري وژل شوی دی.
رویټرز خبري اژانس د پوځ او تحریرالشام د سرچینو په حواله ویلي، دې ډلې د چهارشنبې په ورځ د سوریې په شمال کې د پوځ پر ضد پراخ عملیات پیل کړل او دا له څو کلونو راهیسې لومړی ځل دی چې دوی د څو سیمو په نیولو بریالي شوي.
امریکا په ۲۰۱۸ کال کې دا ډله د تروریستي سازمان په توګه اعلان کړه او د نړۍ ډېری نور هېوادونه هم تحریرالشام ترهګره ډله ګڼي.
د اسټراليا سنا مجلس له ټولنيزو رسنيو د ماشومانو د منع قانون تصويب کړ
د استرالیا د سنا مجلس نن (نوامبر ۲۸مه) هغه مسوده تصویب کړه، چې پر بنسټ يې له ۱۶ کلونو کمعمره ماشومان نهشي کولی ټولنیزې رسنۍ وکاروي.
دا به په نړۍ کې لومړنی قانون وي، چې ماشومان د ټولنیزو رسنیو له کارولو منعه کوي.
د دې قانون پر بنسټ، له ۱۶ کلونو کمعمره ماشومان نهشي کولی پر فېسبوک، ټکټاک، سنپچټ، انسټاګرام او نورو ټولنیزو رسنیو اکونټونه جوړ کړي، خو که چېرته دا ټولنیزې رسنۍ ماشومانو ته د اکونټونو د جوړولو اجازه ورکړي، د اسټرالیا حکومت ورته د څه باندې ۳۰ میلیونو امریکايي ډالره جریمه ټاکلې ده.
د قانون دا مسوده د سنا مجلس د ۳۴ مثبتو رایو په ترلاسه کولو سره په غوڅ اکثریت تصویب کړ.
که څه هم دا قانون د اسټرالیا په سنا کې له مخالفت سره مخامخ شوی، خو مخالف لوري ته دا وخت ورکول کېږي، چې خپل وړاندیزونه په قانون کې ځای پر ځای کړي، خو دا یو تشریفاتي عمل دی او حکومت يې د پلي کولو ژمنه کړې ده.
بريتانيا کې څېړونکو په لومړي ځل د سږو او تنفسي ناروغيو يوه نوې درملنه موندلې
څېړونکې وايي، د لومړی ځل لپاره يې په ۵۰ کلونو کې د سږو او تنفسي ناروغیو درملنه موندلی ده.
د بريتانیا د کنیګز کالج د څېړونکو ډلې ویلي، دا درمل به د سږو د ناروغیو په درملنه کې یو لوی انقلاب رامنځته کړي.
پهدې درملنه کې د ستنې په مرسته د بدن بېلابېلې برخې لمدیږي، څو د بدن دفاعي او د معافیت سیستمونه ته غبرګون وښيي.
دا غبرګونونه د دې سبب کېږي چې د سالنډۍ او د سږو اړوند نورو تنفسي ناروغیو پر وړاندې سږي خلاص او تنفس ته لار هواره کړي.
تنفسي ناروغۍ د سږو د التهاب په پایله کې رامنځته کېږي.
هغه دوا چې د تنفسي ناروغیو د درملنې لپاره تزریق کېږي، د Benralizumab بن را لیزو ماب په نوم یادېږي چې د بدن معافیت لوړوي او هغه التهاب چې په سږو او تنفسي لارو کې خنډونه جوړوي راکموي.
پر غزه د اسراييلو بريدونو کې ۱۷ کسان وژل شوي
په غزه کې روغتیايي چارواکي وايي، د اسراییلو د پوځ په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل شوي دي.
د دې چارواکو په خبره، شپږ تنه نن د (نوامبر ۲۸مه) د کمال عدن روغتون ته نژدې په یوه کور کې او څلور تنه نور د غزې په جنوبي خانیونس ښار کې د اسراییلو په هوايي بریدونو کې وژل شوي دي.
دغو روغتیايي چارواکو وړاندې ویلي، د اسراییلو پوځ په غزه کې پر هغه کمپ هم هوايي بریدونه کړي، چې په تېر یو کال د جګړې له کبله بېځایه شویو خلکو پهکې پناه اخیستې وه.
د دوی په خبره، په همدې کمپ کې اووه تنه وژل شوي دي.
دا بریدونه پهداسې حال کې دي، چې فلسطینیان د لبنان له حزبالله ډلې سره د اسراییلو له اوربند وروسته، په غزې کې د اوربند لپاره هیلهمن دي.
میاشتې کېږي چې، د دې اوربند لپاره خبرې اترې د حماس وسلهوالې ډلې او اسراییلو ترمنځ روانې دي، خو تر اوسه يې کومه پایله نهده ورکړې.
حماس وسلهواله ډله د امریکا متحدایالاتونو او اروپايي ټولنې لهخوا د یو ترهګریز سازمان په توګه پېژندل کېږي.