د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۷

روسیې ولې په افغانستان کې له امریکا سره سیالي پیل کړه؟


ارشیف
ارشیف

د هغو راپورونو په اړه بحثونه زیات شوي چې ګواکي روسیې طالبانو ته پیسې ورکولې چې په افغانستان کې امریکايي سرتېري ووژني.

که څه هم د امریکا ولسمشر پر ټويټر ولیکل چې دا استخباراتي راپورونه کره نه‌ګڼل کېږي او طالبانو هم دا تورونه رد کړي دي، خو په دې اړه پوښتنې لا زیاتې شوې دي.

دا پوښتنې د روسیې معاصر تاریخ او په افغانستان کې يې ګټو ته په کتو، په افغانستان کې د کرملېن د اهدافو په اړه راپورته شوې دي.

د شوروي اتحاد هغه پرېکړه چې د ۱۹۷۹م کال په ډسمبر میاشت کې يې پر افغانستان د حملې په اړه وکړه، داسې ګڼل کېږي چې ګواکي د کمونیزم په ماتېدو او وروسته د شوروي اتحاد د ټوټه کېدو لامل شوه.

په ۱۹۹۰مه لسیزه کې روسیې له افغانستان څخه مرکزي اسیايي هېوادونو ته د ترورېزم، مخدره موادو قاچاق او جګړې د انتقالېدو مخنیوی خپل لومړی هدف باله او له همدې کبله‌يې د طالبانو ضد شمالي ټلوالې ملاتړ پیل کړ.

کرملېن د امریکا د حملې په نتیجه کې په ۲۰۰۱م کال کې د طالبانو د رژیم د سقوط هرکلی وکړ. د دې حملې لامل د ۲۰۰۱م کال د سپټمبر د ۱۱مې هغه حملې بلل کېږي چې په امریکا کې وشوې او زرګونه کسان‌یې ووژل.

  • روسیې ولې په افغانستان کې له امریکا سره سیالي پیل کړه؟

د سپټمبر د ۱۱مې له حملو راهیسې تر یوه لسیزه زیات وخت کېږي او پر دې مهال د روسیې ولسمشر ولادیمير پوتین واشنګټن او نور ناټو متحدان‌یې ستایلي چې په افغانستان کې د ترورېزم پر وړاندې د جګړې بار پر خپل ځان وړي او غوښتنه‌یې کړې چې تر پایه دې کار ته دوام ورکړي، خو د ناټو لوی نظامي عملیات په ۲۰۱۴م کال کې پای ته ورسېدل او روسیې په افغانستان کې د امریکا مأموریت ته زیان اړول پیل کړل.

ویل کېږي دا اقدام د پوتین د هغه غوښتنې نتیجه هم ده چې غواړي روسیه د یوه ستر قدرت په توګه مطرح کړي، خو اصلي لامل‌یې په اوکراین او وروسته په سوریه کې له لوېديځ سره سیالي وه.

روسیې په سوریه کې له ایران سره لاس یو کړ او د بشاراسد د ځواکونو ملاتړ یې پیل کړ.

ضمیر کابلوف
ضمیر کابلوف

د ۲۰۱۵م کال په پای کې افغانستان ته د پوتین ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په ښکاره له طالبانو سره د تماسونو خبره وکړه. ده انټرفکس خبري اژانس ته وویل چې په افغانستان کې د داعش پر ضد په جګړه کې د مسکو ګټې د طالبانو له هغې سره یو ډول دي.

مسکو په سوریه کې له داعش سخت دريځو سره لاس او ګرېوان و.

  • روسیه په افغانستان کې څه غواړي؟

مسکو ویلي چې روسیه غواړي په افغانستان کې ترورېزم ماتې وخوري.

د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر اولیګ سیرومولوتوف په مې میاشت کې وویل: "له هغه راهیسې چې د ۲۰۱۸م کال په مې میاشت کې موږ د ترورېزم پر ضد له امریکا سره بحثونه پیل کړل، په افغانستان کې وضعیت زموږ او واشنګټن ترمنځ د اجنډا له مهمو ټکوی دی."

ده همداراز د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په تور لېست کې د افغانستان د داعش څانګې نوم راتلو هرکلی وکړ او د ۲۰۱۹م کال په مې میاشت کې يې وویل چې دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښې همکارۍ یوه بېلګه ده.

روسیې او چین په افغانستان کې جګړې ته د پای ټکي ایښودو لپاره د امریکا د هڅو ملاتړ کړی دی چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د مذاکراتو په برخه کې يې کړي دي.

  • ایا روسیه په افغانستان کې پراخ رول لوبولو ته چمتو ده؟

له افغان حکومت سره لږ مرسته او له طالبانو سره تماسونه درلودل په افغانستان کې د روسیې رول پراخېدو ته نه‌شي چمتو کولای. په افغانستان کې به حتی طالبان هېڅکله د روسیې پوځي حضور ته هرکلی ونه‌کړي.

مسکو هم نه‌شي کولای یو بل نظامي مأموریت پیل کړي په داسې حال کې چې له کرونا ویروس سره لاس او ګرېوان دی.

ارشیف، په افغانستان کې یو شمېر امریکايي ځواکونه
ارشیف، په افغانستان کې یو شمېر امریکايي ځواکونه

په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د وژلو لپاره له طالبانو سره د روسیې د مالي مرستو خبرې ښيي چې د افغانستان څلور لسیزې جګړې ته د پای ټکی ايښودو هڅې ګډوډوونکي ډېر دي او دا چې د سولې پروسه څومره ژر زیانمنېدای شي.

XS
SM
MD
LG