د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۷

امریکا له افغانستانه خپل ۴ زره نور سرتېري هم باسي


ارشیف، په افغانستان کې امریکايي سرتېري
ارشیف، په افغانستان کې امریکايي سرتېري

د امریکا دولت په پام کې لري چې تر راتلونکي خزان یا مني پورې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر ۴،۶۰۰ ته راکم کړي.

دا له طالبانو سره د دوحې د هوکړې د عملي کېدو لپاره د ډونالد ټرمپ په مشرۍ د امریکا متحده ایالاتو دولت یو بل ګام دی.

'سي‌اېن‌اېن' ټلوېزیوني شبکې د یو شمېر امریکايي چارواکو له قوله لیکلي، د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر دا موضوع د ناټو له مشرانو سره هم شریکه کړې ده.

'سي‌اېن‌اېن' د پنټاګون د دوو مهمو چارواکو له قوله لیکلي، امریکا پتیلې چې د روان کال تر خزان یا مني پورې له افغانستان څخه خپل ۴ زره نور عسکر وباسي.

'سي‌اېن‌اېن' لیکي، په دې اړه چې د دې ۴ زره عسکرو وتل به کله پیل شي، چارواکو ورته څه نه‌دي ویلي.

اوس‌مهال په افغانستان کې د امریکايي عسکرو شمېر ۸،۶۰۰ تنه دی، خو که چېرې دا پرېکړه عملي شي، په افغانستان کې به د پاتې امریکايي سرتېرو شمېر ۴ زره شي.

د فبرورۍ په ۲۹مه په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې لاسلیک غونډه
د فبرورۍ په ۲۹مه په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې لاسلیک غونډه

دا به له ۲۰۰۱ کال وروسته چې امریکا په افغانستان کې مأموریت پیل کړ، د دې هېواد د عسکرو تر ټولو کم شمېر وي چې دلته دېره کېږي.

د افغانستان حکومت د امریکايي عسکرو د وتلو په اړه خبرو ته نه‌حاضرېږي، خو له دې وړاندې یې ویلي، د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه اوس‌مهال د جګړې رهبري پر غاړه لري او کولای شي له خپل هېواد ساتنه وکړي.

د روان کال په فبرورۍ میاشت کې، په دوحه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې د لاسلیک شوې هوکړې یوه برخه، له افغانستان څخه په ۱۴ میاشتو کې د بهرنیو عسکرو وتل دي.

امریکايي چارواکو او په ځانګړي ډول د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد تل له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو وتل، د وضعیت په ښه‌والي پورې تړلې مسئله بللې ده.

  • خو ایا د دې هېواد وضعیت له طالبانو سره د امریکا له هوکړې وروسته ښه شوی دی؟
د افغانستان د خلاصون لارې شورا مشر سید اکبر اغا
د افغانستان د خلاصون لارې شورا مشر سید اکبر اغا

د افغانستان خلاصون لارې شورا مشر سید اکبر اغا وايي، د امریکا او طالبانو ترمنځ په هوکړه کې د تاوتریخوالي پر کمېدو توافق نه‌دی شوی.

ده زیاته کړه: "تر اوسه پورې امریکا او طالبان په خپله پرېکړه ولاړ دي. طالبانو له امریکایانو سره په دې نسبت هوکړه کړې چې دوی وځي عملیات به پرې نه‌کوي، ځکه که دوی عملیات وکړي، امریکا ویلی شي چې موږ خو وځوو، تاسې مو ولې نه‌پرېږدئ."

اوس‌مهال په افغانستان کې جګړې د تېر په پرتله شدت موندلی او د ملي امنیت شورا د راپور له مخې، یوازې تېره اوونۍ طالبانو ۵۱ ملکیان وژلي.

  • اوس په یوه داسې مهال کې له افغانستان د بهرنیو عسکرو وتل څه راپېښولای شي؟

د مشرانو جرګې غړی ګل احمد اعظمي وویل: "د نړیوال ضمانت او نظارت پرته او همزمان د دې ستونزو له پای وړاندې، له افغانستان د بهرنیو عسکرو وتل به، د ۷۰مې لسیزې وخت بیا تکرار کړي."

امریکا داسې مهال له طالبانو سره د شوې هوکړې له مخې خپل عسکر له افغانستان وباسي چې ولسمشر ډونالد ټرمپ، د دفاع وزیر او ګڼو نورو چارواکو یې پر دې ډلې نیوکه کړې چې تاوتریخوالی یې نه‌دی راکم کړی.

امریکايي ځواکونه
امریکايي ځواکونه

تازه یو شمېر امریکايي سناتورانو هم ویلي، له افغانستان کې د امریکايي عسکرو د مسؤلانه وتلو له بهیر څخه باید څارنه وشي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم پرون یو ځل بیا د جګړې د شدت د راکمېدو لپاره له طالبانو وغوښتل چې بین‌الافغاني خبرې پیل کړي، خو طالبان بیا وايي، د جګړې د سرو لمبو کمېدل، د دوحې د هوکړې په عملي کېدو پورې تړلي دي.

XS
SM
MD
LG