د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۹

ولسي جرګې میدان وردګ کې د 'کوچیانو او هزاره‌ګانو' د نښتې څېړلو لپاره پلاوی وټاکه


ارشیف، د افغانستان د ملي شورا ولسي جرګه
ارشیف، د افغانستان د ملي شورا ولسي جرګه

د افغانستان ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي، په میدان وردګ ولایت کې د سیمه‌ییزو کوچیانو او هزاره‌ګانو ترمنځ د رامنځته شوې وسله‌والې نښتې د څېړلو لپاره یو پنځه کسیز پلاوی ټاکل شوی.

د دې جرګې غړي وايي، ټاکل شوی پلاوی به دا موضوع څېړي او د دایمي حل لپاره به‌یې ګام پورته کوي.

د میدان وردګ د سیمه‌ییزو کوچیانو او هزاره‌ګانو ترمنځ وسله‌والې نښتې ان د پخواني ولسمشر حامد کرزي د حکومت له مهاله پاتې یوه جنجالي موضوع ده.

تازه درې ورځې وړاندې د میدان وردګ ولایت د بهسود ولسوالۍ په کجاب کې د سیمې د هزاره قوم او سیمه‌ییزو کوچیانو ترمنځ وسله‌واله نښته شوې ده.

که څه هم د دغه وسله‌والې نښتې د تلفاتو په اړه کره جزئيات نه‌شته، خو د ولسي جرګې پخوانی غړی سید حسین ناصري په خپل فېس‌بوک پاڼه لیکي چې په نښته کې یې د ده په وینا کوچیانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده.

ښاغلي ناصري پر خپل فېس‌بوک داسې عکسونه خپاره کړي چې دی په‌کې د وسلې سره ښکاري چې په یوه غریزه سیمه کې مورچله نیولې ده.

په ولسي جرګه کې د میدان وردګو ولایت استازی محمد مهدي راسخ له ازادي راډيو سره په خبرو کې وايي، دغه وسله‌واله نښته درې ورځې وړاندې شوې، خو دی وايي وسله‌والو طالبانو غوښتل د کوچیانو په نوم د سیمې هزاره‌ګانو ته زیان ورسوي.

ښاغلی راسخ زیاتوي: "هر کال په همدغه فصل کې طالبان راځي قرارګاوې جوړوي، مورچلې جوړوي او له هغه ځایه د خلکو کورونه په نښه کوي چې تېر کال هم په همدې جګړه کې ۱۷ نفره ووژل شول، درې ورځې وړاندې هم دغه جګړه پیل شوه چې خلک په خپلو سیمو کې د خپلو کورونو څخه د دفاع په خاطر ودرېدل."

د ښاغلي راسخ دغه ادعا بیا طالبان ردوي.

د دې ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته په استول شوي پیغام کې ویلي چې دوی هم د پېښې د څېړلو لپاره پلاوی ټاکلی.

په ورته وخت کې په ولسي جرګه کې د کوچیانو استازې فرزانه کوچۍ له ازادي راډيو سره په خبرو کې وايي چې د میدان وردګ پر کوچیانو دا ټول حالت نور دې زغم نه‌دی او حکومت باید لاس په کار شي.

هغه وايي، نن پنجشنبه ولسي جرګې د دې موضوع د څېړلو لپاره یو پلاوی هم وټاکه.

اغلې کوچۍ زیاتوي: "د ولسي جرګې رئيس نن یو پنځه کسیز پلاوی د دې موضوع لپاره وټاکه، په دې پلاوي کې د کوچیانو استازی هم شته، زه هیله لرم چې دغه پنځه کسیز پلاوی خپل کار ژر پیل کړي ترڅو دغه ستونزه حل شي."

۲۰۰۸ کال کې په کابل کې د کوچیانو پر ضد لاریون او اعتراض
۲۰۰۸ کال کې په کابل کې د کوچیانو پر ضد لاریون او اعتراض

هڅه مو وکړه په دې اړه د سیمه‌ییزو چارواکو او د افغانستان د کورنیو چارو وزارت نظر هم راواخلو، خو بریالي نه‌شوو.

د ولسي جرګې غړو د معلوماتو پر بنسټ دغه ستونزه له تېرو ۱۵ کلنو راپدېخوا په خپل ځای پاتې او وخت ناوخت په دې ولایت کې د یادو قومونو ترمنځ نښتې رامنځته کېږي.

دا چې دغه ستونزه ولې رامنځته شوې په ولسي جرګې د میدان وردګ ولایت د خلکو استازی محمد مهدي راسخ وايي، په دغه سیمه کې جګړه هر کال د پسرلي په موسم کې د څړ ځایونو پر سر رامنځته کېږي.

له دې وړاندې هم د دې پېښې د حل لپاره د حکومت او ملي شورا له لوري پلاوي ټاکل شوي، خو تر اوسه دغه ستونزه نه‌ده حل شوې.

XS
SM
MD
LG