د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۹

امریکا کې د کرونا ویروس زیاتېدا د خبرداري تر کچې ورسېده


امریکا کې په کرونا ویروس اخته کسان د درملنې پر مهال
امریکا کې په کرونا ویروس اخته کسان د درملنې پر مهال

په امریکا کې د کرونا ویروس زیاتېدا پرون د خبرداري تر کچې ورسېده.

دغه هېواد کې پرون د جون په ۲۴مه، د دغه ویروس ۳،۴۷۰۰ تازه پېښې ثبت شوې، دا شمېرې د اپرېل له وروستیو را په دې خوا په یوه ورځ کې تر ټولو لوړې ګڼل شوې دي.

امریکا کې دغه پېښې داسې مهال زیاتې شوي چې دغه هېواد کې د کرونا ویروس معاینې زیاتې شوي، خو چارواکي دغه زیاتي ته ځکه اندېښمن دي چې له تېرې یوې میاشتې راهیسې هلته پېښې په کمېدو وې.

د تکزاس ایالت حکومت له خلکو غوښتي چې په کورونو کې پاته شي او په ارېزونا کې له خلکو غوښتل شوي چې ماسک بند کړي.

د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ تر اوسه په ټوله نړۍ کې څه باندې څلور لکه او ۸۰ زره کسان مړه کړي چې څه باندې ۱۲۰،۰۰۰ زره‌یې امریکا کې دي.

XS
SM
MD
LG