د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۵

ملګري ملتونه: بیت‌المقدس باید د اسرائیل او فلسطین پلازمېنه وي


د ملګرو ملتونو سازمان مرکز
د ملګرو ملتونو سازمان مرکز

ملګرو ملتونو او د عربي هېوادونو ټولنې پر اسرائیل غږ کړی چې د لوېدیځې غاړې یوه برخه له خپلې خاورې سره یوځای نه‌کړي او له دې پلانه شاته شي.

دا غوښتنه پرون د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې وشوه. په دې غونډه کې چې د وېډيو کنفرانس له لارې ترسره شوه د یو شمېر هېوادونو استازو ګډون کړی و.

دا د ملګرو ملتونو وروستۍ غونډه ده چې د اسرائیل د پلان تر پلي کېدو مخکې جوړه شوه، ټاکل شوې ده چې اسرائیل راتلونکې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ چې د جولای لومړۍ نېټه ده له خپلې خاورې سره د لوېدیځې غاړې د یوځای کېدو پلان پیل کړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي وویل، له اسرائیله غواړم چې له دې پلانه لاس واخلي.

انتونیو ګوترش د ستونزې د حل لپاره د دوو دولتونو د جوړېدو پر پلان ټینګار وکړ. له یوې مودې راهیسې داسې پلان مطرح شوی دی چې د اسرائیل ترڅنګ د فلسطین خپلواک هېواد تأسیس شي.

د ملګرو ملتونو منشي انتونیو ګوترش
د ملګرو ملتونو منشي انتونیو ګوترش

ګوترش وویل، بیت‌المقدس باید د دغو دواړو هېوادونو پلازمېنه وي. بل لور ته د عربي ټولنې سرمنشي احمد ابوالغیث وویل، د اشغالي سیمو د یوځای کېدو پلان په راتلونکي کې د سولې هر راز هیله له‌منځه وړي. نوموړي زیاته کړه، که چېرته د اسرائیل دا پلان پلی شي د سیمې امنیت له جدي ګواښ سره مخامخېږي.

د منځني ختیځ لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي نیکولای ملادینوف وویل، له اسرائیل سره د دې سیمو یوځای کېدل د اسرائیل او فلسطینیانو اړیکې داسې اغېزمنې کوي چې بیا بېرته خپل حال ته نه‌شي راګرځېدلی.

ملادینوف زیاته کړه چې له دې سره به هغه له څه باندې ۲۵ کلونو راهیسې د دوو څنګ په څنګ دولتونو د جوړېدو پلان له‌منځه ولاړ شي.

بل لور ته د اسرائیل د پرېکړې په اړه د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو پرون په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې د اسرائیل پرېکړه د هغوی خپله ده.

نورو سیمو ته د حاکمیت پراختیا له اسرائیل سره ارتباط لري.

ده فلسطیني اداره د سولې د لارې خنډ وبلله او خواشیني یې څرګنده کړه چې فلسطینیانو د منځني ختیځ لپاره د ولسمشر ټرمپ پلان رد کړی دی. د دې پلان له مخې د فلسطینیانو دا غوښتنه چې ختیځ بیت‌المقدس خپله راتلونکې پلازمېنه ګڼي، نه‌ده منل شوې.

ډونالد ټرمپ
ډونالد ټرمپ

د ولسمشر ټرمپ د پلان له مخې اسرائیل به د لوېدیځې غاړې ۳۰ فیصده خپلوي او په پاتې ۷۰ فیصده سیمه کې به فلسطینیان د اسرائیل ترڅنګ خپل دولت جوړوي.

فلسطینیان وایي، دا پلان یو مخ د اسرائیل په ګټه دی او دوی د یوه با ثباته دولت له جوړېدو محروموي.

XS
SM
MD
LG