د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۷

ناټو: د سولې هڅو ملاتړ ته دوام ورکوو او باید د افغانانو په مالکیت ترسره شي


د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ډاډ څرګند کړ چې دا تړون به په افغانستان کې د سولې پروسې ملاتړ ته دوام ورکړي.

سټولټنبرګ دغه څرګندونې نن سې شنبه «۲۰۲۰ کال د جون ۱۶» د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو تړون د غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو د غونډې تر پیلېدو مخکې په یوه وېډیویي خبري کنفرانس کې وکړې.

ښاغلي سټولټنبرګ د سولې له بهیره د دې تړون د ملاتړ په اړه د ازادي راډیو د پوښتنې په ځواب کې وویل: "موږ د سولې د هڅو ملاتړ ته دوام ورکوو. موږ ټینګ باور لرو چې دغه پروسه باید د افغانانو په مالکیت او مشرۍ ترسره شي. په همدې دلیل هیله‌من یو او د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو د پیلېدو د ټولو هڅو ملاتړ کوو."

ښاغلی سټولتنبرګ دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو او سولې ته د رسېدو لپاره د امریکا متحده ایالاتو هڅې ګړندۍ شوي او د افغانستان حکومت هم له طالبانو سره د خبرو د پیلېدو لپاره په نږدې راتلونکي کې د هغوی د ۲ زره نورو بندیانو د خوشې کولو خبره کړې ده.

دا هغه څه دي چې طالبانو د دغو خبرو د پیلېدو لپاره یو اساسي شرط ایښی دی.

د سولې د هغې موافقې له مخې چې طالبانو او امریکا د فبرورۍ په ۲۹مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې لاسلیک کړه، د افغانستان د حکومت له زندانونو به د طالبانو پنځه زره بندیان او طالبان هم د حکومت زر بندیان خوشې کوي. هغه شرط چې د مارچ په ۱۰مه د بین‌الافغاني خبرو تر پیلېدو مخکې باید دواړو لورو پوره کړی وی.

د سولې د روان ټکني بهیر په اړه په دې وروستیو کې دغه‌راز اندیښنې وروسته له هغې یو څه زیاتې شوې چې په ځینو راپورونو کې وویل شول چې طالبان تر اوسه له القاعده سره اړیکې لري.

د راپورونو له مخې القاعده بیا په افغانستان کې فعاله شوې او له طالبانو سره په همکارۍ د حملو پلانونه ترتیبوي.

د ناټو عمومي منشي هم دغو اندېښنو ته پام په ښکاره له القاعده سره د طالبانو د اړیکو د خمتولو ژمنې ته اشاره وکړه او ویې‌ویل: "موږ په افغانستان کې د ځینو پرمختګونو شاهدان و. د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د موافقې شاهدان و. موږ د مهم اقدام، د طالبانو د بندیانو د خوشې کېدو شاهدان و. موږ دغه‌راز یو څه د تاوتریخوالي د کمېدو په تېره بیا پر ناټو او د امریکا د متحده ایالاتو پر ځواکونو د حملو د کمېدو شاهدان و. موږ همدا شان د دې شاهدان و چې طالبانو له القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرېکولو لپاره په ښکاره ژمنه کړې."

د ناټو عمومي منشي دغه‌راز د افغانستان وضعیت ستونزمن وباله او له افغانانو سره‌یې د همکارۍ پر دوام ټینګار وکړ.

تمه ده چې د ناټو د ۳۰ غړو هېوادونو د دفاع وزیران به سبا او بل سبا په غونډو کې په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت پر څرنګوالي هم خبرې وکړي.

په ناټو کې د امریکا دایمي استازې کې بیلي هاچیسن پرون په خپله ټویټرپاڼه کې هیله څرګنده کړه چې د افغانانو ترمنځ خبرې به په افغانستان کې شخړو ته د پای ټکی کېږدي. که څه هم د افغانستان حکومت هیله ښکاره کړې چې دغه خبرې به په دوو اوونیو کې پیل شي، خو تر اوسه دا مسئله نه‌ده یقیني چې د جګړې دواړه لوري به کله مخامخ خبرې پیل کړي.

په افغانستان کې سولې ته د رسېدو د ټکنیو هڅو ترڅنګ بیا هم په دې هېواد کې شخړې دوام لري چې تر ډېره‌یې ستر قربانیان ملکي وګړي دي.

XS
SM
MD
LG