د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۳

عادي ژوند که د جګړې ډګر؛ خوشې شویو افغان سرتېرو او طالبانو کوم یو غوره کړی؟


خوشې شوي طالب بندیان او یو افغان سرتېری.
خوشې شوي طالب بندیان او یو افغان سرتېری.

له بنده خوشې شوي طالبان او افغان پوځیان خپل عادي ژوند ته ستنېږي او که بیا د جګړې لیکو ته؟

د روان میلادي کال د فبرورۍ میاشتې په ۲۹مه نېټه د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې تر لاسلیک وروسته، د همدغه هوکړې پر بنسټ افغان حکومت او طالبانو یو د بل د بندیانو د خوشې کولو بهیر پیل کړ.

په دې لړ کې تر اوسه افغان حکومت د طالبانو ۳،۰۰۰ بنديان خوشې کړي او طالبان بيا وايي چې د حکومت ۵۷۱ بندیان‌يې خوشې کړي دي.

په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د فبروري د ۲۹مې د تړون لاسلیک غونډه
په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د فبروري د ۲۹مې د تړون لاسلیک غونډه

دغه خوشې شوي بندیان اوس څه کوي، عادي ژوند یې غوره کړی که بېرته د جګړې لیکو ته ستانه شوي دي؟

د کنړ ولایت اوسېدونکی عبدالرؤف چې د روان لمریز کال په ثور میاشت کې له یو حکومتي زندان نه د طالب بندیانو په ډله کې راخوشې شو وايي، د شپې ۱۲ بجې طالبانو سره د لاس لرلو په تور ونیول شو او په خبره‌یې دوه کاله، دوه میاشتې او ۲۵ ورځې یې په بند کې تېرې کړې.

عبدالرؤف وايي، تر خلاصون وروسته طالبانو ورسره کومه اړیکه نه‌ده نیولې او غواړي بېرته خپل عادي ژوند ته ستون شي.

د افغان حکومت له لوري یو شمېر خوشې شوي طالب بندیان
د افغان حکومت له لوري یو شمېر خوشې شوي طالب بندیان

عبدالرؤف زیاتوي: "په دې باندې بې‌حده خوشحاله یم چې پرې یې ښودو او راغلو خپلو کورونو ته، مور او پلار او خپلو خپلوانو ته راغلو، طالبان خو زموږ خوا ته نه‌دي راغلي، خو خپل او خپلوان راغلل راته، کرار ناست یو خپل کور کې، دهقاني به کوو او خپل مال به ساتو."

په عبدالرؤف باندې محکمې د درې کاله بند د تېرولو حکم کړی و.

سیف‌الرحمن بیا د کندهار ولایت اوسېدونکی دی، د ده نوم هم د طالب بندیانو په لېست کې و او په دې وروستیو کې له یو حکومتي زندان نه خوشې شوی دی.

په سیف‌الرحمن ۱۰ کاله بند ختلی و، خو ده درې میاشتې کم څلور کاله په‌کې تېر کړل.

نوموړی وايي، زده‌کړې یې نیمګړې پاتې دي او اوس غواړي خپلې زده‌کړې بشپړې کړي.

سیف‌الرحمن زیاتوي: "زه چې کله ونیول شوم له ۱۲م ټولګي څخه فارغ وم، انکلیسي مې زده کړې وه، اوس غواړم چې بېرته خپلې زده‌کړې او خپل عادي ژوند پیل کړم."

سیف‌الرحمن هم وايي چې له خلاصون وروسته ورسره د طالبانو له‌خوا اړیکه نه‌ده نیول شوې.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر وياند سهیل شاهین هم وايي، له بنده خوشې شوي طالب بندیان به عادي ژوند ته ستنېږي او خپله درملنه او تعلیم به کوي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین

سهیل شاهین زیاتوي: "د اسلامي امارت بندیان چې له بنده خلاص شوي خپلو کورونه ته تللي دي، ځکه چې ډېر وخت‌یې په زندانونو کې تېر کړی، ارام او خپلو کورنیو سره وخت تېرولو ته اړتیا لري، وروسته به ځیني دوی خپل اعلان کوي او ځیني به خپل نیمګړی تعلیم بشپړوي."

د روان میلادي کال د فبرورۍ د میاشتې په ۲۹مه د امریکا او طالبانو ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه‌لیک پر بنسټ طالبان باید د بین‌الافغاني خبرو تر پیل دمخه د حکومت ۱،۰۰۰ او حکومت د طالبانو ۵،۰۰۰ بندیان خوشې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې حکومت تر اوسه د طالبانو ۳،۰۰۰ بنديان خوشې کړي او طالبان بیا وايي چې د حکومت ۵۷۱ بندیان‌يې خوشې کړي دي.

که څه هم د دواړو خواوو له لوري د بندیانو د خوشې کولو او تبادلې بهیر په لومړیو کې پڅ و، خو په اختر کې د طالبانو له‌خوا د اوربند په اعلان سره دا پروسه وروسته چټکه شوه.

غني: د طالبانو د بندیانو خوشې کیدل ګړندي کیږي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:38 0:00

که څه هم د طالبانو له زندانونو بیا راخوشې شویو افغان پوځیانو سره مرکې یو څه ستونزمنې دي، هم د خبرو کولو اجازه ورسره محدوده ده او هم‌یې شمېر کم دی، حکومتي چارواکو هم مخکې دا ویلي چې د طالبانو له بنده په راخوشې شویو بندیانو کې ټول پوځيان نه‌دي ملکي کارکوونکي او عام خلک هم په‌کې شامل دي‎، خو ازادي راډیو د دغو کسانو له ډلې ځیني موندلي دي.

نصرت‌الله د خوست ولایت اوسېدونکی دی، دی وايي د طالبانو له‌خوا په دې جرم ونیول شو چې مخکې یې په ملي اردو کې دنده ترسره کړې.

نصرت‌الله چې ډېرې کمې ورځې یې طالبانو سره په بند کې تېرې کړي وايي، یوازې ۱۳ میاشتې په ارزګان ولایت کې په ملي اردو کې و او بیا یې دنده پرېښې وه.

دی وايي اوس د موټرو او موټرسایکلونو د پېر او پلور کار و بار کوي: "زه چې له کله راخلاص شوی یم، دا موټرونه او موټرسایکلې اخلم او خرڅوم، کوم مشکل نه‌شته راته او خپل کار کې ښه خوشحاله یم."

نصرت‌الله هم وايي تر خلاصون وروسته ورسره د دولت له‌خوا کومه اړیکه نه‌ده نیول شوې، خو د افغانستان د امنیت شورا د سولې او ملکیانو د خوندیتوب د برخې رئیس انتظار خادم بیا وايي، کوم پوځیان چې د طالبانو له زندانونو ازاد شوي، حکومت ورسره په تماس کې دی او له دوی سره مرسته کېږي.

انتظار خادم
انتظار خادم

ښاغلی خادم زیاتوي: "دوی چې راستانه شوي ورسره اړیکه نیول کېږي، د ولسمشر د ځانګړي حکم سره سم دوی سره باید مرسته وشي او تقدیر شي."

خو ښاغلی خادم مشخص په دې اړه چې دوی به بېرته د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې جذب شي او که نه څه نه‌وايي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې تر لاسلیک او د افغان حکومت او طالبانو له‌خوا د بندیانو د خوشې کېدو او تبادلې د بهیر تر پیلېدو وروسته د سیاسي او امنیتي چارو یو شمېر پوهانو او د ولسي جرګې یو شمېر غړو ازادي راډیو سره په خبرو او مرکو کې دا اندېښنه مطرح کړه که چېرې طالبان په افغانستان کې د سولې راوستلو موضوع ته صادق پاتې نه‌شي کېدای شي خوشې شوي طالب بندیان بیا د جکړې ډکر ته وروګرځي.

راپورونه وايي چې د افغانستان په يو شمېر ولايتونو کې دا شان شوي هم دي.

په پکتيا ولايت کې يوې امنيتي سرچینې چې د موضوع د حساسيت له امله نه‌غواړي نوم‌یې واخیستل شي ازادي راډيو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې له بنده خوشې خوشوي ځیني طالبان د پکتيا ولايت په يو شمېر ولسواليو کې بېرته د وسله‌والو طالبانو ليکو ته ورغلي او دوی سره جګړه کوي.

خو د حکومت له بنده خوشې شویو طالب بندیانو عبدالرؤف او سیف‌الرحمن ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، حکومت له دوی تضمین اخیستی چې بیا به د طالبانو له لیکو سره نه‌یوځای کېږي او نه به د جګړې ډګر ته ستنېږي.

له خوشې شویو طالب زندانیانو د تضمین اخیستلو او هغوی ته د پیسو ورکولو پروسه
له خوشې شویو طالب زندانیانو د تضمین اخیستلو او هغوی ته د پیسو ورکولو پروسه

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم دا ادعا ردوي وايي: "بې‌بنسټه تبلیغات کېږي، اسلامي امارت د جګړې په میدان کې د دوی شتون ته اړتیا نه‌لري، زموږ لیکې کافي روزل شوي او فعال احتیاطي ځواک لري، نو اوس چې موږ بین‌الافغاني مذاکراتو ته ځو نورو کسانو ته اړتیا نه‌شته."

خو له دې ټولو سره سره هغه اندېښنې چې لا هم پر ځای دي، هغه دا دي چې د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې د جنګي مجرمینو په برخه کې باید محتاطانه چلند وشي او کوم بندیان چې خوشې کېږي په اړه‌یې باید د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون، نورو حقوقي ادارو او خلکو سره جزئیات شریک شي.

دغه کمېسیون دا هم ویلي چې په دې اړه‌یې افغان حکومت او طالبانو ته یو لیک هم استولی او د دغې پروسې په اړه‌یې خپلې اندېښنې ورسره شریکې کړي، خو د کمېسیون په خبره چې تر اوسه یو لوري هم ځواب نه‌دی ورکړی.

تازه افغان ولسمشر محمد اشرف غني ويلي چې د طالبانو پاتې ۲۰۰۰ نور بنديان به هم ډېر ژر خوشې کړي.

XS
SM
MD
LG