د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۳

د جګړې ډګر ته د یو شمېر خوشې شویو طالب بندیانو د بېرته ستنېدو په اړه اندېښنې


د افغانستان حکومت له لوري یو شمېر خوشې شوي طالب بندیان
د افغانستان حکومت له لوري یو شمېر خوشې شوي طالب بندیان

افغان حکومت وایي، له خپلو زندانونو یې درې زره طالب زندانیان ازاد کړي، خو داسې اندېښنې شته ممکن یو شمېر دغه کسان بېرته جګړو ته مخه کړي.

له بنده یو شمېر خوشې شویو طالبانو ویلي، که امریکا خپل ځواکونه له افغانستانه ونه‌باسي، جګړې ته به دوام ورکړي.

افغان حکومت د زرګونه طالب زندانیانو په مخ د زندان دروازې خلاصې کړې، خو په دې هیله چې د سولې خبرې پيل شي.

اوس داسې اندېښنې پيدا شوي چې ممکن یو شمېر خوشې شوي بندیان بېرته د جګړو لیکو ته ستانه شي.

فرانس پرس خبري اژانس د طالبانو د یوه خوشې شوي زنداني محمد داوود خبرې را اخیستي، ۲۸ کلن داوود ویلي، که امریکایي ځواکونه له افغانستانه ونه‌وځي، جګړې ته به دوام ورکړي.

نوموړی چې نهه کاله وړاندې امریکایي ځواکونو په فاریاب ولایت کې ونیوه او په دې وروستیو کې له زندانه ازاد شوی ویلي، افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور ته اړتیا نه‌شته.

افغان حکومت ویلي، د ښه نیت لپاره‌یې زرګونه طالب زندانیان ازاد کړي او د نورو د خوشې کېدو نیت هم لري.

انتظار خادم
انتظار خادم

د افغانستان د ملي امنیت شورا کې د سولې او ملکیانو د ساتنې څانګې مشر انتظار خادم ازادي راډیو ته ویلي، تر اوسه دوی درې زره زندانیان پرېښي او دغه لړۍ به دوام وکړي.

ښاغلي خادم وویل، د طالبانو یو پلاوی د طالب زندانیانو خوشې کېدل څاري.

ښاغلی خادم زیاتوي: "په کابل کې د طالبانو له پلاوي سره رسمي او نا رسمي لیده کاته دوام لري، موږ ژمن یو چې نور طالب اسیران هم خلاص کړو، خو هڅه دا ده چې دا کار دواړه لوري وکړي، دواړه لوري باید هڅه وکړي او نرمښت وښيي چې مخته ولاړ شو."

فرانس پرس خبري اژانس د یوه افغان چارواکي له قوله ویلي، خوشې شویو کسانو کې هغه طالبان هم شته چې ځانمرګو ته‌یې روزنه ورکوله او یا یې هم د ځانمرګو بریدونو د واسکټونو په جوړولو او د بهرنیو په برمته کولو کې لاس درلود.

افغان حکومت بیا له هر خوشې شوي کس نه یو لیکلی تضمین اخلي چې بیا به د جګړې لیکې ته نه‌ورځي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم ویلي چې خوشې شوي طالبان به د جګړو ډګرونو ته نه‌ځي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین

په کابل کې د سیاسي چارو کتونکي شفیق امین ازادي راډیو ته وویل، هیلې شته چې خوشې شوي طالبان به بیا جګړې ته نه‌ستنېږي.

ښاغلی امین وايي: "زما په فکر تر هغو چې اوربند ونه‌شي، دا ډاډ نه‌شته چې خوشې شوي زندانیان به بیا جګړې ته نه‌ستنېږي، خو فکر کوم طالبان دې ټکي ته متوجې شوي چې دا کار امریکا، حکومت او خلکو ته یوه لویه اندېښنه ده، فکر کوم طالبانو خپلو خوشې شویو کسانو ته سپارښتنه کړې چې له خوشې کېدو وروسته باید جګړې ته ستانه نه‌شي."

فرانس پرس خبري اژانس وایي، یو شمېر خوشې شوي طالب زندانیان په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د حضور په اړه غصه دي.

د امریکا او طالبانو په هوکړه کې چې په قطر کې لاسلیک شوه، طالبانو امریکایي لوري ته ډاډ ورکړی چې پر ځواکونو به‌یې برید نه‌کوي، خو په دې شرط چې دغه ځواکونه به تر راتلونکي کاله وځي.

قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د تړون لاسلیک غونډه
قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د تړون لاسلیک غونډه

د پنځو زرو طالب زندانیانو ازادېدل، د دغې هوکړې یو بل کلیدي ټکی و.

اوس فرانس پرس وایي، که چېرته ازاد شوي طالبان بېرته جګړې ته وګرځي، د طالبانو د جګړې ډګرونه ۱۰ سلنه نور هم پیاوړي کېدلی شي.

له دې سره سره د کړکېچ په نړیوال سازمان کې د افغانستان کارپوه اندریو واټکنس وایي، اوس تر بل هر وخته زیات اوربند ته هیلې زیاتې شوي او نوموړي ویلي، دا بهیر باید چټک شي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد چې هڅه کوي بین‌الافغاني خبرو ته لاره هواره کړي، هم ډاډ ورکړی چې خوشې شوي طالب زندانیان به بیا د جګړې ډګر ته نه‌ځي.

XS
SM
MD
LG