د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۲

ملي شورا د پیسو له نړیوال صندق د پور اخیستنې سند تائید کړ


د افغانستان ملي شورا ودانۍ
د افغانستان ملي شورا ودانۍ

د افغانستان ملي شورا د دواړو جرګو یوه ګډ کمېسیون له کرونا ویروس سره د مبارزې په هدف د پیسو له نړیوال صندق (ای.اېم.اېف) نه د پور اخیستنې سند تأیید کړ.

په پارلماني چارو کې د دولت وزارت پرون ناوخته پر خپله ټویټرپاڼه د دغه پور اندازه ۲۲۹ میلیونه ډالره یاده کړې ده.

دغه وزارت ویلي، له (ای.اېم.اېف) نه دا پور هېڅ ډول ټکټانه نه‌لري او د دوی په باور که افغان حکومت راتلونکو ۱۰ کلونو کې د اقتصادي ستونزو له کبله دا قرضه ورنه‌کړي، ۲۰ فیصده‌یې ورته بخښل کېږي.

افغانستان کې د کرونا مثبتې پیښې په رسمي ډول څه باندې ۲۴ زره اعلان شوي، خو چارواکو ویلي، نارسمي شمېرې له دې څو برابره زیاتې دي او حکومت په دې وروستیو کې له دې کبله قرنطین درې میاشتې نور هم وغځاوه.

XS
SM
MD
LG