د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۴

باجوه: پاکستان د خپلواک او ولسواک افغانستان ملاتړ کوي


د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د پاکستان پوځ لوی درستیز قمر جاوېد باجوه لیدنه
د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د پاکستان پوځ لوی درستیز قمر جاوېد باجوه لیدنه

د پاکستان د پوځ لوی درستیز قمر جاوېد باجوه نن په ناڅاپي سفر کابل ته راغلی او له ولسمشر محمد اشرف غني سره‌یې کتلي دي.

د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي ازادي راډیو ته د پاکستان د پوځ د لوی درستیز سره د ولسمشر محمد اشرف غني لیدنه تأیید کړې ده.

په کابل کې د پاکستان سفارت هم د دې لیدنې عکس پر خپله فېسبوک پاڼه خپور کړی.

ارګ نن په یوې خبرپاڼې کې ویلي چې په دې کتنه کې د سولې پروسې، له دغې پروسې څخه د پاکستان د ملاتړ او په دې اړه هم بحث او خبرې وشوې چې د دواړو هېوادونو خاوره به د یو او بل پرضد نه کارول کېږي.

ارګ د پاکستان د لوی درستیز قمر جاوید باجوه له خولې وايي: "هېواد یې د خپلواک او ولسواک افغانستان او جمهوریت ملاتړ کوي."

د ارګ خبرپاڼې کې زیاتې شوې چې په دې کتنه کې د بحث شویو موضوعاتو او جزئیاتو په اړه ګډه اعلامیه به د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزارتونو له لوري خپره شي.

زلمی خلیلزاد لا هم په سیمه کې دی او د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بین الافغاني خبرو د پیل هڅه کوي. په دې خبرو کې د پاکستان رول او همکاري مهمه بلل کېږي.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز په داسې حال کې کابل ته سفر کوي چې دوه ورځې مخکې یې په اسلام‌اباد کې د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن له ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد سره د افغانستان د سولې په تړاو خبرې کړې وې.

له قمر جاوېد باجوه سره د زلمي خلیل‌زاد لیدنه
له قمر جاوېد باجوه سره د زلمي خلیل‌زاد لیدنه

زلمی خلیل‌زاد لا هم په سیمه کې دی او د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بین‌الافغاني خبرو د پیل هڅه کوي. په دې خبرو کې د پاکستان رول او همکاري مهمه بلل کېږي.

XS
SM
MD
LG