د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۷

په ځینو هېوادونو کې د لګول شویو محدویتونو نرمېدو لړۍ


د مسکو خلکو ته ویل شوي چې له نن څخه مجبور نه دي چې ځانونه په قرنطین کې وساتي.
د مسکو خلکو ته ویل شوي چې له نن څخه مجبور نه دي چې ځانونه په قرنطین کې وساتي.

د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې د هغو بندیزونو چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره لګول شوي وو، د نرمېدو لړۍ روانه ده.

د روسیې حکومت تازه د مسکو ښار د قرنطین حکم لغو کړ او پر سرحدونو بندیزونه یې هم نرم کړي دي.

د مسکو خلکو ته چې له تقریباً دوو میاشتو راهیسې په کورونو کې وو، ویل شوي چې له نن څخه مجبور نه دي چې ځانونه په قرنطین کې وساتي.

د روسیې خلکو ته له نن (د مې میاشتې نهمه) څخه اجازه ورکړ شوې چې که ناروغ خپلوان لري او غواړي چې ویې پالي، سفر وکړي.

هغوي ته د کار، تعلیم او درملنې لپاره هم د سفر اجازه ورکړ شوې ده.

د روسیې صدراعظم میخایل میشوستن ویلي چې بهرني وګړي هم کولای شي چې روسیې ته سفر وکړي خو په دې شرط چې په روسیه کې خپلوان یا درملنې ته اړتیا ولري.

د روسیې صدراعظم میخایل میشوستن
د روسیې صدراعظم میخایل میشوستن

د روسیې پلازمېنه مسکو د دې هېواد د نورو سیمو په پرتله د کرونا وبا سخته ځپلې ده خو د جون له نهمې نېټې د مسکو ښاریان مجبور نه دي چې د ښار له یوې سیمې بلې ته د سفر لپاره ځانګړې اجازه واخلي.

د مسکو ښاروال سرګې سوبیانین وویل چې د جون له نهمې نېټې څخه د مسکو ښاريان دې ته هم مجبور نه دي چې ځانونه په قرنطین کې وساتي.

د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون ویلي چې په روسیه کې ټول ۴۷۶ زره کسان په کرونا ویروس اخته شوي چې تر امریکا او برازیل وروسته درېیم هېواد دی چې ډېر وګړي په دې ویروس اخته شوي دي.

په ختیځه اروپا کې د چک جمهوریت نن، د جون په نهمه، اعلان کړی چې ټول ۹۶۹۷ تنه په کرونا ویروس اخته شوي دي.

د چک حکومت کار پيل کړی او له ګاونډیو هېوادونو (اتریش، سلواکیا، جرمني او هنګري) سره یې د سفر ازادي هم اعلان کړې خو هغه کسان چې جرمني ته سفر کوي باید په جرمني کې له اعلان شوو بندیزونو سره سم عمل وکړي.

د چک جمهوریت پلان لري چې له راتلونکې اوونۍ د اروپايي اتحادیې له نورو ۲۰ هېوادونو سره هم د سفر ازادي اعلان کړي خو هغه کسان به چې چک جمهوریت ته سفر کوي، مجبور وي چې د چک خاورې ته تر ننوتلو مخکې د خپلې معاینې اسناد او د کرونا ویروس منفي نتیجه پولیسو ته ور وښيي.

د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې د بندیزونو له نرمېدو سره دا هیله زیاته شوې چې ښایي نړیوال اقتصادي مارکېټ د رکود له حالته را ووځي او بېرته په پښو ودرېږي.

د مارچ په میاشت کې نړیوالو مالي مارکېټونو تقریباً سقوط وکړ ځکه د نورو ډېرو دلایلو تر څنګ، پانګوال نه پوهېدل چې د کرونا ویروس وبا به تر کومه وخت په اوج کې پاتې شي.

د کرونا وبا له کبله ډېر تجارتونه بند شول او لوي پانګوال نه پوهېدل چې څه وخت به بېرته مارکېټونه او تجارتونه پرانیستل کېږي .

په امریکا کې د مالي راکړې ورکړې (پيسو) ستر مارکېټ نصداق پرون په بې سارې ډول لوړ شو، په اسیايي مارکېټونو کې هم وضعیت ښه وو .

سره له دې چې میلیونونه وګړي په امرېکا کې د کرونا وبا له کبله بې کاره شوي خو تازه رپوټونه څرګندوي چې د بې کارۍ اندازه د کمېدو په حال کې ده.

خو نړیوال بانک بیا هم پرون خبرداری ورکړی چې نړیوال اقتصاد به سږکال پنځه اعشاریه دوه فیصده رکود لري.

کله چې دوهمه نړیواله جګړه پای ته ورسېده، د نړۍ مالي رکود په هغه کال ۱۳اعشاریه ۸ فیصده و.

د نړیوال بانک د اټکل پر اساس، نړیوال اقتصاد به سږکال له هغه راهیسې تر ټولو زیات اقتصادي رکود وګوري.

نړیوال بانک په ځانګړي ډول په غریبو او د ودې په حال کې هېوادونو د اقتصادي کمزورتیا خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې د غریبو خلکو شمېر به له ۷۰ څخه ۱۰۰ میلیونوته زیات شي.

خو نړیوال بانک ویلي چې که د کرونا وبا دوهمه جوپه راغله، د نړیوالو لپاره به یې اقتصادي ضربه تر دې هم سخته وي.

د روغتیا د نړیوال سازمان مشر ټدروس اډهانوم ګبریسوس همدا راز خبرداری ورکړی چې که هېوادونه په چټکۍ د بندیزونو دکمولو پر خوا ګام پورته کړي، ښايي وضعیت کمزوری کړي ځکه د کرونا وبا په نړۍ کې د زیاتېدو په حال کې او وضعیت د لا نازکېدو په حال کې دی.

د روغتیا د نړیوال سازمان مشر ټدروس اډهانوم ګبریسوس
د روغتیا د نړیوال سازمان مشر ټدروس اډهانوم ګبریسوس

ټدروس اډهانوم ګبریسوس ویلي چې سمه ده چې د لویدیځې اروپا په هېوادونو کې دا وبا د کمزورې کېدو په حال کې ده خو په ختیځه اروپا او د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې یې تغیر نه دی کړی.

د روغتیا د نړیوال سازمان مشر ویلي چې د کرونا وبا شپږمه میاشت رابره شوې او لا هم د هېڅ هېواد لپاره لازمه نه ده چې له برېکه پښه لرې کړي.

هغه وویل چې په نړۍ کې د جون په ۷ مه نېټه په یوه ورځ کې د کرونا په ویروس د اخته کسانو تر ټولو لوی شمېر ثبت شوی دی.

XS
SM
MD
LG