د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۴

د ارمنستان صدراعظم: د کرونا ۲۰۰ ناروغانو ته روغتون کې ځای نه‌شته


ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان
ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان

د ارمنستان صدراعظم وایي، دغه هېواد کې د 'کووېډ-۱۹' ۲۰۰ ناروغان روغتون کې بسترېدو ته اړتیا لري، خو روغتونونو کې ځای نه‌شته.

نیکول پاشینیان وویل، د ارمنستان د روغتیایي ساتنې سیستم دا مهال د کرونا له کبله تر سخت فشار لاندې دی.

نوموړي پرون وویل، د 'کووېډ-۱۹' یو ناروغ چې بسترکېدو ته په تمه و، په خپل کور کې یې ساه ورکړه.

تر اوسه د جنوبي قفقاز په دغه هېواد کې د کرونا څه باندې ۱۲ زره مثبتې پېښې رامنځته شوي او له دې ډلې ۱۹۰ تنه مړه شوي دي.

خو نیوکه کوونکي وایي، ارمنستان کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر تر هغه څه زیات دی چې رسمي اعلان‌یې کېږي.

XS
SM
MD
LG