د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۱

فراه کې ۱۵ ډاکتران په کرونا ویروس اخته شوي


ارشیف
ارشیف

د فراه ولایتي روغتون ۱۵ ډاکتران په کرونا ویروس اخته شوي دي.

د فراه د عامې روغتیا رئیس عبدالجبار شایق ازادي راډیو ته وویل: "له نېکه مرغه هغه ډاکتر صاحبان چې په کرونا اخته دي، جدي علایم نه‌لري. کورنۍ قرنطین مراعتوي او که خدای کول تر قرنطین وروسته به بېرته دوهمه معاینه ورکړل شي."

د فراه ولایت د عامې روغتیا رئیس له خلکو غوښتي چې د کرونا ناروغۍ څخه د ځان ژغورنې لپاره دې د ډاکترانو سپارښتنې په نظر کې ونیسي.

د فراه د روغتیايي چارواکو په وینا په دې ولایت کې په کرونا د اخته کسانو شمېر ۱۷۴ تنو ته رسېدلی چې ۱۸ تنه‌یې رغېدلي او یو تن وفات شوی دی.

XS
SM
MD
LG