د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۰

د ژغورنې نړیواله کمېټه: افغانستان له یو بشري ناورین سره مخ دی


ارشیف
ارشیف

د ژغورنې نړیواله کمېټه وايي، افغانستان له بشري ناورین سره مخامخ دی چې د کرونا ویروس پېښې پرته له تشخیصه مخ پر زياتېدو دي.

د دې کمېټې د اعلاميې له مخې چې د دوشنبې په ورځ خپره شوه، په افغانستان کې په مې میاشت کې د کرونا ویروس پېښې ۶۸۴ فیصده زیاتې شوې او ډېرې نورې پېښې بې‌تشخیصه پاته دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان عامې روغتیا وزارت ویلي چې هر ورځ یوازې د دوه زره کسانو د معایناتو ظرفیت لري، خو له ۱۰ زرو څخه تر ۲۰ زرو پورې سمپلونه ورته ورځي.

د ژغورنې نړیوالې کمېټې په راپور کې راغلي چې دا په دې معنی ده چې ۸۰ او ۹۰ فیصده احتمالي پېښې پرته له تشخصیه پاته کېږي.

دې کمېټې ویلي چې په افغانستان کې د جګړې ترڅنګ د کرونا ویروس له کبله ۱۱ میلیونه کسان د خوړو له کمښت سره مخامخ دي.

د ژغورنې نړیوالې کمېټې له نړیوالو هېوادونو غوښتي چې په افغانستان کې دې له مرستندویه ادارو سره په دې برخه کې مالي مرسته وکړي چې د خلکو ژوند وژغورل شي.

XS
SM
MD
LG