د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۹

افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۵،۷۵۰ ته ورسېد


افغان-جاپان روغتون کې ډاکتران په کرونا ویروس اخته ناروغ ته د لارښوونې پر مهال.
افغان-جاپان روغتون کې ډاکتران په کرونا ویروس اخته ناروغ ته د لارښوونې پر مهال.

د افغانستان روغتیا وزارت وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ویروس ۵۴۵ نورې پېښې ثبت شوې دي.

د دغه وزارت معین وحید مجروح نن رسنیو ته په یوه لېږلي وېډیويي پیغام کې وویل، په دې موده کې په دې ویروس ۸ کسان مړه شوي او ۱۰۰ تنه نور روغ شوي دي.

ښاغلي مجروح له خلکو د دې وبا په مخنیوي کې د همکارۍ غوښتنه وکړه: "د کرونا وبا د کنټرول په برخه کې یوازنۍ هیله او فکټور د خلکو مرسته ده چې دوی د ګڼه ګوڼې ځایونو ته لاړ نه‌شي، په جبري توګه ماسک وکاروي او دوه متره ټولنیز واټن وساتي، د ورځې له ۲۰ تر ۳۰ وارې خپل لاسونه ومینځي."

په افغانستان په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۵ زره ۷۵۰ ته رسېدلی دی.

له دې جملې تر ۱،۴۰۰ زیات کسان روغ شوي هم دي.

بل‌خوا د جمهوري ریاست لومړي مرستیال د جرمني له هېواد څخه د کرونا ویروس د ټسټونو لپاره د وسایلو د مرستې غوښتنه وکړه.

امر الله صالح دا غوښتنه نن په کابل کې د جرمني له سفیر پیټر پروګل (Peter Prügel) سره په کتنه کې مطرح کړه.

XS
SM
MD
LG