د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۱

د افغانستان مالیې وزارت: ملي شورا دې د کرونا بودجه ژر تصیب کړي


د مالیې وزارت
د مالیې وزارت

د افغانستان مالیې وزارت له ملي شورا نه غواړي چې په افغانستان کې له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره بودجه ژر تر ژره تصیب کړي.

د دغه وزارت ویاند شمروز مسجدي نن ازادي راډیو ته وویل چې مالیې وزارت د ثور په ١٥مه نېټه د بودجې سند ولسي جرګې ته سپارلی، خو د نږدې یوې میاشتې په تېرېدو سره لاهم دغه سند نه‌دی تصویب او بې‌پرخلیکه پاتې دی.

دی وایي چې په عادي بودجه کې د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره نږدې ۱۰ میلیارده او ۱۶۹ میلیونه افغانۍ تعدیلات راغلي چې باید ملي شورا یې له ارزونو وروسته تصویب کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ١٣٩٩ مالي کال بودجه ۴۲۸ میلیارده افغانۍ ده چې له دې ۲۸۹ میلیارده عادي او ۱۳۹ میلیارده‌یې پراختیایي بودجه ده، خو ولسي جرګه وایي دغه بودجه متوازنه نه‌ده.

XS
SM
MD
LG