د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۱

'د مصالحې عالي شورا د تشکیلاتو او کړنلارې مسوده چمتو شوه'


د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله
د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله

د ملي مصالحې عالي شورا د تشکیلاتو او کړنلارې مسوده چمتو شوې او په دوه ورځو کې به د دې شورا د رئیس او مرستیالانو له لوري منظور شي.

دا څرګندونې د سولې عالي شورا پخواني مرستیال عطاالرحمن سلیم چې د دغې مسودې په جوړولو کې یې ونډه لرلې، ازادي راډیو ته وکړې او ويې‌ويل چې ډېر ژره به د مصالحې عالي شورا په خپل کار پیل وکړي.

عطاالرحمن سلیم د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غبرګولي ۰۸» ازادي راډیو ته وویل چې د ملي مصالحې عالي شورا د تشکیلاتو، صلاحيتونو، مسؤلیتونو او کړنلارې مسوده چمتو شوې.

د افغانستان د سولې د عالي شورا پخوانی مرستیال عطاالرحمن سلیم
د افغانستان د سولې د عالي شورا پخوانی مرستیال عطاالرحمن سلیم

دی وايي: "د مصالحې عالي شورا د تشکیلاتو، خط مشي، طرزالعمل، کاري کړنو، مسوده چمتو شوې اوس د کمېټو په جوړښتونو کار روان دی، یو دوه ورځو کې به دا هم نهايي شي بیا به د مصالحې عالي شورا رئیس او مرستیالان‌یې په اړه تصمیم نیسي."

خو ښاغلي سلیم د مصالحې عالي شورا د تشکیلاتو په اړه زیات معلومات ورنه‌کړل.

نږدې دوه اوونۍ وړاندې د ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ سیاسي هوکړه لاسليک شوه چې له مخې يې ښاغلی عبدالله د مصالحې عالي شورا د رئیس په توګه وټاکل شو.

د شوې هوکړې له مخې د ښاغلي عبدالله له دوو مرستیالانو سربېره به د مصالحې عالي شورا درې نور مرستیالان هم ولري.

هڅه مو وکړه چې د درې پاتې مرستیالانو د برخلیک په اړه ښاغلي عبدالله ته له نږدې کسانو، ارګ او یا هم د سولې په چارو کې د دولت وزارت نظر راواخلو، خو بریالي نه‌شوو.

په ورته وخت کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د ملي مصالحې عالي شورا د کار له ژر پیل د هرکلي ترڅنګ وايي چې په دې سره به د سولې اړوند چارې ګړندۍ شي.

ناجیه انوري
ناجیه انوري

د دغه وزارت ویاندې ناجیې انوري په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د ملي مصالحې عالي شورا یوه تصمیم نیوونکې مرجع ده چې د سولې اړوند چارو کې تصمیمونه نیسي، د سولې په چارو کې د دولت وزارت یو اجرائیه مرجع ده چې هغه ټول اجراأت چې د سولې به برخه کې کېږي، د دې وزارت له لوري به پر مخ وړل کېږي."

دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر د اختر په لومړۍ ورځ ملت ته په خپل اختریز پیغام کې ویلي چې حکومتي پلاوي به ډېر ژر د سولې خبرې پيل کړي.

محمد اشرف غني د طالبانو له لوري په اختر کې د اوربند له هرکلي ترڅنګ د ښه نیت د ښکاره کولو لپاره د ۲،۰۰۰ طالب زندانیانو د ازادېدو امر هم ورکړ چې تر اوسه‌یې ۱،۰۰۰ تنه ازاد شوي.

خوشې شوي طالبان
خوشې شوي طالبان

د يادونې ده چې له اختر مخکې هم حکومت د طالبانو ۱،۰۰۰ او طالبانو د حکومت ۲۶۱ بنديان ازاد کړي وو.

د مصالحې عالي شورا رئيس عبدالله عبدالله د طالب بنديانو د ازادېدلو په اړه د ولسمشر غني وروستی اقدام ستايلی او شجاعانه‌يې بللی و.

ټاکل شوې وه چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې خبرې د تېرې مارچ میاشتې په ۱۰مه نېټه پیل شي، خو لاهم دغه پروسه نه‌ده پیل شوې.

XS
SM
MD
LG