د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۵

د طالبانو د روان اوربند دوام لپاره د افغانستان حکومت هڅه


ارشیف، ۱۳۹۷ کال کوچني اختر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ اوربند
ارشیف، ۱۳۹۷ کال کوچني اختر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ اوربند

افغان حکومت هڅه کوي چې له طالبانو سره روان اوربند تمدید شي، دا هڅه د افغانستان دننه او بهر له هرکلي سره مخامخ شوې، خو طالبانو لا تر اوسه په ډې اړه څه نه‌دي ویلي.

د افغانستان ملي امنیت شورا وایي چې د اوربند تمدید کولای شي په چټکۍ سره د بین‌الافغاني خبرو د پیلېدو لامل شي.

د دغې شورا ویاند جاوېد فیصل د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غبرګولي ۰۶» ازادي راډیو ته وویل، د طالب بندیانو د خوشې کېدو لړۍ هم دوام مومي ترڅو بین‌الافغانی خبرې ژر پیل شي.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل
د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل

ښاغلی فیصل زیاتوي: "موږ هڅه کوو او دغه‌راز کار روان دی ترڅو اوربند دوام ومومي ترڅو له یوې خوا د بندیانو د خوشې کولو لړۍ پر مخ ولاړه شي او له بل لوري مخامخ خبرې ژر پیل کړو."

په همدې حال کې په ارګ ماڼۍ کې یوه باخبره چارواکي چې ویې‌غوښتل نوم‌یې وانه‌خیستل شي ازادي راډیو ته وویل چې ولسمشر غني د اوربند د تمدید او بین‌الافغاني مذاکراتو د پیلېدو لپاره د طالب بندیانو د خوشې کېدو لړۍ چټکه کړې ده.

طالبانو په دې اړه چې د اوربند له تمدید سره به موافقه وکړي که نه، د ازادي راډیو اړیکو ته ځواب ونه‌وایه، خو تر دې مخکې یې دا ډول غوښتنې نه‌دي منلي.

دې ډلې د بین‌الافغاني خبرو د پیلېدو لپاره د امریکا سره د هوکړې پر اساس د خپلو پنځو زرو زندانیانو خوشې کول شرط بللی دی.

د افغان حکومت له لوري خوشې شوي طالب بندیان
د افغان حکومت له لوري خوشې شوي طالب بندیان

په عین حال کې د افغانستان دفاع او کورنیو چارو وزارتونو په دې اړه څه نه‌دي ویلي چې ایا په کومه سیمه کې له اوربند نه سرغړونه شوې او که نه؟

خو په ځینو ولایتونو کې د ماین چاودنې او توغندیو د لګېدو له امله د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې راپورونه خپاره شوي دي.

په ورته وخت کې سیاسي فعال سید اسحاق ګېلاني وایي چې دوامداره اوربند د خلکو غوښتنه او د بین‌الافغاني خبرو د پیل او بریا لپاره یوه حتمي خبره ده.

ښاغلي ګېلاني وویل: "ټول افغان ملت غوږ دی چې طالبان د نړیوالې ټولنې، افغان حکومت او افغانانو غوښتنې ته لبیک ووایي او روان اوربند دوامداره کړي. دوی باید افغان ملت ته د ساه اخیستلو موقع ورکړي او په دې هېواد کې دا لویه ستونزه حل شي."

سیاسي فعال سید اسحاق ګېلاني
سیاسي فعال سید اسحاق ګېلاني

طالبانو د کمکي اختر په شپه درې ورځنی اوربند اعلان کړ او خپلو جنګیالیو ته‌یې لارښوونه وکړه چې دفاعي حالت خپل کړي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د طالبانو له دې اقدام نه هرکلی وکړ او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته‌یې امر وکړ چې پوځي عملیات ودروي او د اختر په درې ورځو کې دفاعي حالت غوره کړي.

XS
SM
MD
LG