د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۸

پاکستان کې د لوېدلې الوتکې د معلوماتو د ثبت ډبه موندل شوې


د الوتکې دثبت دواړه ماشینونه د دې هېواد د ملکي هوايي چلند ادارې ته د څېړنې لپاره سپارل کېږي.
د الوتکې دثبت دواړه ماشینونه د دې هېواد د ملکي هوايي چلند ادارې ته د څېړنې لپاره سپارل کېږي.

د پاکستان د سند ایالت په لوی ښار کراچۍ کې د لوېدلې الوتکې د پرواز د معلوماتو د ثبت ډبې (بلک باکس) پلټونکو ته په لاس ورغلې دي.

د پاکستان د نړیوال هوايي شرکت (پي، ای، اې) مسافر وړونکې الوتکه د جمعې په ورځ د کراچۍ ښار په جناح نړیوال هوایي ډګر کې تر را کوزېدو لنډه شېبه مخکې، را وغورځېده.

په پېښه کې ۹۷ تنه ووژل شوو.

د پاکستان د نړیوال هوايي شرکت ویاند عبدالله خان پرون، د مې په ۲۳مه، وویل چې د الوتکې دثبت دواړه ماشینونه د دې هېواد د ملکي هوايي چلند ادارې ته د څېړنې لپاره سپارل کېږي.

د سند ایالت روغیتایي مسئولانو ویلي چې په غورځېدلې، اېربس (اې ۳۸۰) الوتکه کې ۹۹ تنه سپاره وو او یوازې دوه تنه ژوندي پاتې شوي دي.

الوتکه هوايي ډګر ته نږدې، د ماډل کالوني په نوم پر یوه استوګنه سیمه را غورځېدلې وه.

د پاکستان صدراعظم، عمران خان پردې پېښه شدیده خواشیني څرګنده کړې او د سند ایالتي چارواکو ویلي چې د پېښې په اړه څېړنې کوي.

خو په پېښور کې خبریال محمود جان بابر ازادي راډیوته پرون وویل چې په پاکستان کې د څېړنو رواج شته خو د څېړنو د پایلو داعلانولو رواج نشته.

هغه شک څرګندوي چې په دې اړه څېړنې به یوازې د متضررو شوو خلکو د کرارولو له هڅې پرته بل څه وي.

د پاکستان د نړیوال هوايي شرکت اېربس جټ الوتکه له لاهوره کراچۍ ته روانه وه.

د محمد زبیر په نوم یوه وګړي چې په الوتکه کې سپور و خو ژوندی پاتې شوی، د پاکستان جیو ټلوېزیون ته ویلي چې الوتکه یو وار کوزه شوه، له ځمکې سره ولګېده او بېرته په هوا شوه او تر دې لس دقیقې وروسته پیلوټ اعلان وکړ چې بیا د کېناستلو هڅه کوي او مخکې تردې چې د الوتکو د ځغاستې کرښې ته ورسېږي، ولوېده.

د کورنیو چارو د وزیر اعجاز شاه په وینا، الوتکې تخنیکي ستونزه درلوده.

هغه ویلي، دالوتکې یو ماشین له کاره لوېدلی و او پیلوټ د وضعیت د توضیح لپاره مرکز ته دامعلومات ورکړي وو.

د پاکستان د نړیوال هوايي شرکت مشر ارشد محمود ملک ویلي چې په پېښه کې یو ژوندی پاتې شوی وګړی، د پنجاب د مرکزي بانک رئيس ظفر مسعود دی.

اېبرس نړیوال شرکت ویلي چې دې الوتکې اول وار په ۲۰۰۴ میلادي کال کې الوتنې پېل کړې وې.

د اېربس په وینا، دا الوتکه له تقریباً لس کاله پرواز وروسته د پاکستان نړیوال هوايي شرکت اخیستې وه.

اېربس شرکت ویلي چې د الوتکې د سقوط په اړه کره معلومات لا نه دي ورته رسېدلي.

په پاکستان کې د کرونا ویروس د خپرېد د لا مخنیوي لپاره پر تجارتي ملکي پروازونو بندیز لګېدلی و.

خو په کراچۍ کې دالوتکې تر سقوط یوه ورځ مخکې یې د پروازونو د بېرته پيل کېدو اجازه ورکړې وه.

XS
SM
MD
LG