د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۷

اېشیا ټایمز د وسله‌والو طالبانو ترمنځ د اختلاف عوامل راسپړلي


ځینې نړیوالې ورځپاڼې
ځینې نړیوالې ورځپاڼې
  • اېشیا ټایمز

د اېشیا ټایمز خپرونې په افغانستان کې د سولې مسئله څېړلې او په یوه لیکنه کې یې د وسله‌والو طالبانو ترمنځ د اختلاف عوامل راسپړلي دي.

د دې لیکنې د لیکوال په باور طالبان یو موټی نه‌دي. لیکوال دوه فرضیې وړاندې کړي. لومړی دا چې دا ډله د طالبانو د مشر او یا بهرنیو ملاتړو له‌خوا یې اداره کېږي، او له دې لیدلوري د طالبانو اکثریت او اقلیت لوري خپلو کې اورګانیک ارتباط لري.

د لیکوال له نظره دوهمه فرضیه دا ده چې طالبان په څو ټوټو وېشلي دي.

د خپرونې په باور په ۲۰۱۵ م کال کې د طالبانو د بنسټګر او د دې ډلې د پخواني مشر ملا محمد عمر له مړینې وروسته د نوموړي د ځای ناستي پر سر د طالبانو د لوړپوړو مشرانو ترمنځ د واک پر سر کړکېچ رامنځته شوی، هغه څه چې د لیکوال په باور یې دا ډله په څو برخو وېشلې ده.

د ملا محمد عمر له مړینې وروسته اختر محمد منصور د طالبانو د اصلي یا اکثریت لوري مشر وټاکل شو.

د لیکوال په وینا د طالبانو د مشر په توګه د اختر محمد منصور ټاکنه له بېلابېلو عکس‌العملونو سره مخ شوه او د طالبانو یو اقلیت د ملا محمد رسول په مشرۍ رامنځته شو. د لیکنې په دوام کې ویل شوي دې اقدام وښوده چې ملا عبدالقیوم ذاکر، ملا عبدالمنان، مولوي محمد یعقوب او یو شمېر نورو طالب مشرانو ملا منصور د خپل مشر په توګه نه‌مانه.

په لیکنه کې ویل شوي، د ملا هبت‌الله اخندزاده د رهبرۍ پر مهال دې مخالفتونو بدلون وموند، خو د لیکوال په باور نوموړی د ملا عمر له جاذبې برخه‌من نه‌دی او دا مسئله د اکثریت او اقلیت طالبانو ترمنځ د اختلافونو د دوام سبب شوې ده.

لیکوال وايي، د امریکا او طالبانو ترمنځ په دوحه کې د سولې د خبرو د پیل راهیسې د ملا محمد رسول په مشرۍ د طالبانو اقلیت ډلې له دې خبرو اترو او په پایله کې یې له شوي تړون سره خپل مخالفت څرګند کړی.

طالبانو او امریکا د څو پړاوونو پرله‌پسې مذاکراتو وروسته د روان میلادي کال د فبرورۍ په ۲۹مه نېټه خپلو کې افغانستان ته د سولې د راوستلو په نوم تړون لاسلیک کړ.

خو طالبان ټینګار کوي چې تر یوې رهبرۍ لاندې یو موټی عمل کوي.

  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یو لیکنه کې لیکلي چې د افغانستان د فوټبال فدراسیون د پخواني رئیس کرام‌الدین کریم له لیرې کېدو یو کال وروسته چې د ښځینه فوټبالرانو د جنسي ځورونو د ادعاوو له کبله له دندې لیرې شو، د فوټبال نړیوال فدراسیون له یوې بلې جدي دوسیې سره مخ دی.

د ورځپاڼې په وینا دې قضیې د زیانمنونکو ورزشکارانو د ساتنې په وړاندې د فوټبال د نړیوال فدراسیون ژمنتیا تر پوښتنې لاندې راوستې ده.

په لیکنه کې ویل شوي، د هغو فوټبالرانو په شمول چې د هایتي د فوټبال په ملي پروګرام کې یې لوبې کړي د دې هېواد یو شمېر ښځینه فوټبالرانو او کورنیو یې، لوړپوړي ورزشي چارواکي تورن کړي چې ورزشکارانې جنسي اړیکو ته مجبوروي. په لیکنه کې ویل شوي چې د هایتي د فوټبال فدراسیون پخوانی رئیس هم تورنو کسانو کې شامل دی.

په هایتي کې چارواکي د دې دوسیې پر څېړنې اخته دي.

د هایتي د فوټبال فدراسیون رئیس ایو ژان بارټ پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي دي.

د فیفا اخلاقي کمېټې هم د دې ادعاوو په اړه څېړنې پیل کړي.

په عین حال کې یو شمېر لوبغاړو ویلي چې ګواښونه ورته شوي او ورته ویل شوي چې دا تورونه دې بیرته واخلي.

د فوټبال نړیوال فدراسیون د تېر کال د جون په میاشت کې د افغانستان د فوټبال فدراسیون پخوانی رئیس کرام‌الدین کریم، د ښځنیه ورزشکارانو د جنسي ازار او اذیت په تورونو د تل لپاره د لوبو له چارو منعه کړ.

XS
SM
MD
LG