د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۷

هشت صبح: سږنی اختر به تر نورو متفاوته لمانځو!


کابل چاپ ځینې ورځپاڼې
کابل چاپ ځینې ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو تر ډېره د اختر په ورځو کې د ګرځ‌بندیز او روغتیایي سپارښتنو په عملي کېدو او د سولې خبرو اترو ځنډېدو په تړاو لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې خپله سرمقاله داسې پیل کړې، 'سږنی اختر به تر نورو متفاوته لمانځو!'

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، په افغانستان کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر په زیاتېدو دی او په وینا یې که د اختر په ورځو کې د دې ویروس د مخنیوي لپاره اقدامات ونه‌شي لوی ناورین به رامنځته کړي.

ورخپاڼې دغه‌شان دا اندېښنه هم مطرح کړې چې د افغانستان روغتیایي سیستم د کرونا ویروس د مدیریت توان نه‌لري او تازه یو شمېر متخصصینو ویلي چې افغانستان د کرونا ویروس د تشخیص لپاره د کېټونو له کمښت سره مخامخ شوی.

سرمقاله لیکونکي وړاندې ټینګار کړی، که چېرې په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو اوسنی شمېر څو برابره زیات شي د دې وضعیت کنترول به د افغانستان د روغتیایي سیستم له واکه ووځي.

د سرمقالې په وروستۍ برخه کې په خلکو غږ شوی چې د افغانستان له روغتیایي سیستم سره مرسته وکړي او په اختر کې د یو بل کور ته له ورتلو ډډه وکړي او روغتیایي سپارښتنې په پام کې ونیسي.

  • هېواد

هېواد ورځپاڼه لیکي، افغان ولس سږ کال اختر په داسې حال کې لمانځي چې د جګړې ترڅنګ کرونا ویروس هم د سلګونو افغانانو ژوند اخیستی او د لسګونو زرو نورو ژوند ګواښي!

په سرمقاله کې راغلي، فقر، بې‌کاری او بې‌وزلي نورې هغه ناوړې پدیدې دي چې د افغانانو ژوند یې سخت تریخ کړی!

سرمقاله لیکونکی لیکي، ملت سږ کال هیله لرله چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې راوستو لپاره تړون وشي چې له مخې به‌یې لږترلږه راروان اختر په سوله او اوربند کې تېر شي.

خو د سرمقاله لیکوونکي په وینا، داسې څه نه‌لیدل کېږي، بلکې برعکس د طالبانو مشر ملا هبت‌الله په خپل اختریز پیغام کې ویلي چې طالبان یوازې او یوازې له امریکا سره تړون ته ژمن دي او پر خپلو جنګیالیو یې غږ کړی چې پر امریکایي لوري بریدونه ونه‌کړي او دغه تړون ته ژمن پاتې شي، خو پر افغانانو به بریدونه کوي او دا وژنې او قتلونه به همداسې روان ساتي.

په سرمقاله کې راغلي، د طالب ډلې د مشر په نوم دغه پیغام کې ډېره د تعجب وړ دا ده چې ګنې د ملکي وګړو پړه‌یې پر افغان حکومت وراچولې او له دغه مسؤلیته‌یې خپله اوږه خالي کړې ده.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې لیکلي، د سولې په تړاو ابهامونه او اندېښنې لا پر ځای دي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، دوو مسئلو دغه هیلې تر ډېره حده مړاوې کړي.

لومړی جګړه خونړۍ شوې او ولسمشر غني پر طالبانو د یرغلیزو بریدونو امر ورکړ او دوهم د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله اختریز پیغام خپور شو چې په هغه کې افغان حکومت سره د خبرو په اړه څه نه‌شته.

سرمقاله لیکونکي لیکلي، د دې دواړو لورو د دریځونو ترمنځ د امریکا دوه‌ګونی چلند له ورایه ښکاري او د ابهام او اندېښنې ټکی همدغه دی.

د سرمقاله لیکونکي په باور دغو ابهاماتو ته په کتو د افغان ولس هیله دا ده چې په یو معقول مېکانیزم بین‌الافغاني خبرې پیل شي.

XS
SM
MD
LG